پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامریکا د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي

امریکا د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵ ) د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت وایي، په کیوبا ټاپو کې د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي او له قانوني پړاونو وروسته شاید دغه زندان وتړل شي.

 د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جن ساکي خبریالانو ته ویلي، د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه خبرې پیل شوي، په دې برخه کې د بېلابېلو ادارو نظر پوښتل او قانوني اړخونه اړین دي، نو ښایي یو څه موده وخت ونیسي.

ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د پخواني ولسمشر جورج بوش په امر جوړ شو، چې له هغه وروسته پخوانيو ولسمشرانو  بارک اوباما، ډانلډ ټرمپ او اوس یې بایډن د تړولو خبرې کوي.

ګونتانامو زندان کې ټول ټال ۷۸۰ زندانیان و، چې له ډلې یې ۹ کسان په یاد زندان کې مړه شوي، ۷۳۱ نور هېوادونو ته انتقال شوي او ۴۰ نور لا هم بندیان دي.

له دې وړاندې د بشر حقونو ادارې هم په کونتانامو زندان کې د زندانیانو شکنجې په تړاو اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې يې وه، چې هلته بندیان له محکمې پرته ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...