جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې په اړه د اجماع غونډه کې پر اوربند ټینګار

د افغان سولې په اړه د اجماع غونډه کې پر اوربند ټینګار

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان سولې لپاره د اجماع شپږمه غونډه کې بحث یې تر ډېره د روان تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند په اړه وو.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان سولې لپاره د اجماع جوړولو شپږمه غونډه د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، لوړ پوړو دولتي چارواکو، سفیرانو، د آسيايي، اروپایي هیوادونو استازو او د افغانستان سیمه ایزو او نړیوالو همکارانو په ګډون، ترسره او پکې پر یو دایمي اوربند بحثونه ترسره شول.

خبرپاڼه وایي، په دې غونډه کې حنیف اتمر، د سولې د دویم پړاو د خبرو مخ کې په شته ننګونو او د سولې پر اهمیت خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د سیمې او د نړۍ هېوادونو سفیرانو او استازو د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي، د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو د دوام او پرمختګ لپاره یې د اړوندو دولتونو ملاتړ اعلان کړ.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د سیمې او د نړۍ هیوادونو استازو د ښکېلو خواوو د ژمنو په پوره کولو، اوربند رامینځته کولو باندې ټینګار وشو او دې برخه افغان حکومت ته د ملاتړ ډاډ هم ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې دویم پړاو بین الافغاني خبرې تېره جنوري دوحه کې پیل خو د معلوماتو له مخې طالبان دې خبرو ته ندي حاضر شوي او د بحثونو په ځای یې نورو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي.

سربېره پر دې بیا طالبانو تېره ورځ د دې خبرو د بیا پیل خبر هم وکړ خو د پیل د کره نېټې په اړه یې نور معلومات ندي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب