جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نوين الحق په ويټاليټي بلاسټ سياليوکې واخيستل شو

نوين الحق په ويټاليټي بلاسټ سياليوکې واخيستل شو

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵) د افغانستان چټک توپ اچونکى نوين الحق د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې د ليسټرشاير لوبډلې واخیسته.

یادې لوبډلې به خپله وېب پاڼه لیکلي چې د ٢٠٢١ کال په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې به د افغانستان نوين الحق هم له دوی سره ولوبېږي.

سرچینې لیکلي چې نوموړي په کارابين پريمئير ليګ او ټي ١٠ ليګ کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او همدا راز د اى پي ايل بولۍ ته هم وړاندې کېږي.

د آی پي اېل بولي د فبرورۍ په ١٨مه نېټه ترسره کېږي.

یادې لوبډلې په خپله وېبپاڼه کې د نوين الحق د توپ اچونې ستاينه کړې او ويلي يې دي چې نوموړى په هر ډول سختو حالاتو کې توپ اچونه کولاى شي.

په ورته مهال نوين الحق هم ویلي چې د هغه لپاره دا ډېر د خوښۍ ځاى دى، چې د ليسټرشاير لوبډلې سره ولوبېږي او د دوى د ځلېدو سبب وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب