شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو چې خپله سپرلي تلاشي کړي

امرالله صالح: ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو چې خپله سپرلي تلاشي کړي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲۳) کابل کې د مقناطسي ماین چاودنو ته په زیاتېدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړي چې خپله سپرلي د پورته کېدو پر مهال تلاشي کړي.

امرالله صالح دغه خبرې نن پنجشنبه د شپږ نیمو بجو په امنیتي غونډه کې کړي او وايي چې ترهګر له ټکسي موټرونو په استفادې ځانونه خپلو موخو ته رسوي چې له امله یې حکومت غواړي ځینې تدابیر ولري.

ښاغلي صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ښايي له تدابیرو به یو دا هم وي چې که اړتیا پېښه شي نو له ټکسي چلوونکو به وغواړي چې موټر ته تر ختلو مخکې خپله سپرلي او مسافر تلاشي کړي او یا هم د سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته خپل موټر وڅاري او وګوري چې مسافرو یې په موټر کې کوم مشکوک شی نه وي ځای پر ځای کړی.

امرالله صالح د ولسمشر غني د پرېکړې له مخې، له څه باندې درې میاشتو راپدېخوا د کابل د امنیت مسؤل ټاکل شوی دی. پر نوموړي نیوکې دي چې په خپل دې مسؤلیت کې پاتې راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې په کابل ښار کې له ډېرې مودې راپدېخوا د مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو پېښو زور اخیستی دی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

همدا پرون په کابل ښار کې پینځه چاودنې وشوې، چې د ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امر محمدزي کوچي په ګډون یې یو شمېر کسان ووژل شو او ځینې نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب