Homeداسې هم شتههندي پولیس د مړ شوي سپي لاسته راوړنې څنګه ستایي؟

هندي پولیس د مړ شوي سپي لاسته راوړنې څنګه ستایي؟

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳)  په هندوستان کې د هغه هوښیار او ځيرکه سپي د لاسته راوړنو د یادښت او قدرداني موخه مجسمه جوړه شوې چې د ٤٩ قضيو په حلولو کې يې پولیسو سره مرسته کړې وه.

د هندي رسنیو د راپورونو په حواله، د هند اترا پردیش ایالت په مظفر نگر ولسوالي کې د پولیسو په پوسته کې د یوه جرمني سپي چې د پولیسو خاص همکار وو مجسمه جوړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، جوړه شوې مجسمه د هغه د خدماتو په خاطر سپي ته درناوي ادا کولو لپاره جوړه شوې ده.

راپورونه ليکي، ياد ځيرکه سپی څه موده وړاندې د روغتيايې ستونزو له امله مړ شوی خو هندي پولیس یې د قدرداني او یادښت په موخه غواړي د مجسمې له لارې یادونه ژوندي وساتي.

راپورونه کاږي، ياد روزل شوي سپي ته د ASP رتبه هم ورکړل شوې وه.

راپورونه زياتوي، د مجسمې د جوړولو په مراسمو کې ځايي پولیسو د قدرداني مراسم هم ترسره کړي دي.

د پولیسو لوړ پوړي افسر ابھیشیک له رسنيو سره خبرو کې ويلي چې روزل شوی سپی په ٢٠١٤ کال کې د مظفر نگر پولیسو سره یوځای شوی و ٤٩ قضیې یې حل کړې وې.

د دغو مراسمو او د سپي مجسمې عکسونه زيات شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونګو خپاره کړي او د پوليسو له لورې ياد ځيرکه سپي ته د درناوي مراسم يې ستايلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...