شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+بېځايه او منفي سوچونه| جنرال دولت وزیري

بېځايه او منفي سوچونه| جنرال دولت وزیري

انسان کله ناکله په خیالونو کې ډوبېږي، بوخت په یوه کار وي، خو ذهن یې په ځینو تخیلاتو بوخت دی.

پخوانیو خلکو خو بې له کومې موخې دا ښکلې لنډۍ نه وه ویلي او نه يې بېځایه خپل وخت پرې ضايع کاوه.

په تصور کې مې ځان باچا کړ

چې سر مې پورته کړ ملنګ د دنیا ومه

يو څوک چی د یوه شي او یا يوه څیز په ګټه او زيان پوه نه وي په هکله يې نظر هم نه ور کوي. ځکه زه وايم چې پخواني خو دومره اپن یا بېکاره هم نه وو، چې دا لنډۍ یې ویله. دوی هغه وخت هم د بېځایه خیال­پلو په زیان پوه وو.

دوی رښتیا ویل، ځکه خیال پلو یا بېځايه سوچونه په هېڅ کې له سړي اتل، باچا او یا د ډېر ښه ژوند خاوند جوړوي. خو په اصل کې داسې نه وي، پایله يې يوازې ځورېدل، سرخوږي، مایوسې او د وخت ضایع کول وي. په تشو خیالونو د نړۍ ستونزې نه حلېږي او نه هم واقعي ګټه خلکو ته رسويږ

د خوشې او منفي سوچونو پر ځای که انسان عمل ته لاس ورتېر کړي او خپل خیال، فکر، او ذهن پر مثبتو سوچونو بوخت کړي، بې له دې چې يوه مثبته پایله لاس ته راوړي، بل به هېڅ نه وي.

که د دې پر ځای چې ووایو، لمر سوځوونکی دی، که و وايو چې له لمر سره تودوخه او روښنايي ملګرې ده په دې کې به موږ څه ګناه او یا تاوان کړې وي. بلکې دلته به موږ یوازې خپل ذهن پر مثبته خوا رهنمايي کړی وي. همدې ته له منفي سوچونو څخه د ذهن راګرځول وايي.

ټول انسانان په دې پوهېږي او باور لري چې خیال پلو او پوچ سوچونه هېڅ وخت حقيقي پایله نه لري، تر څو چې د زيار او زحمت په ګاللو سره خپلې موخې تر لاسه نه کړي.

لکه چې وايي:

چې قبول يې په تندي کړل زر څټکه

د سرو لبو وصال بیا موند جام ځکه

چې نکریزو ځان ميده کړ پر درغنې

د محبوبې دست و پا لره ور تله کا

زیار او زحمت ګالل د مشکلاتو د حل او د بریا له پاره یوازینۍ لاره ده. ځینې انسانان د دې جرئت نه کوي چې خپل ذهن مثبتو سوچونو ته را وګرځوي. له منفی سوچونو او بېځایه سوچونو څخه د ځان او خپل ذهن خلاصول لږ جرئت غواړي.

سمه ده چې په دې لاره کې به خنډونه ډېر وي، د تشویق له پاره به څوک نه وي، کورنۍ به هم مرسته نه کوي. که چېرې مقاومت وشي او په دې لاره کې له قوي هوډ څخه کار واخیستل شي، هرو مرو سړی بریالی کېږي.

چاپېریال او د مجلس ياران هم په دې کې ډېر رول لري، که مو ملګري تل د منفي، بېځایه او خیالي سوچونو پلوي وي، د چرسیانو په څېر به تل د سرو ګلونو په خیالي بڼونو کې ګرځئ.

تل ځان ته د کمزوري خطاب کول، ذهنا سړی د کمزورۍ خوا ته کشوي او که مو په ټینګ هوډ سره وویل چې زه پیاوړی یم او دا کار زما له وس څخه پوره دی، مانا دا چې تاسو په رښتيا پیاوړي یاست هر کار ته چې لاس ورتېر کړئ، بریا به بې له شکه ستاسو په خوا وي، ځکه تاسو به ذهنا د بریا له پاره چمتو شوي یاست.

منفي سوچونه ستاسو وېره زیاتوي، ستاسو قوت کمزوری کوي، ستاسو هوډ ته زیان رسوي، پر خپل ځان مو بېباوره کوي، له بریا مو لیرې ساتي، د کار پیل ته مو نه پرېږدي او له تاسو په خیالونو او هوايي سوچونو کې سر تر پښو ډوب انسان جوړوي. رحمان بابا وايي:

یو ویښته د عقیدې دې په تن نه شته

سر تر پایه هسې ډوب يې په وسواس

کله چې په دې پوه شوئ چې ستاسو د ډلې ځينې کسان تاسو منفي سوچونو ته رابولي او ستاسو د مثبتو سوچونو په مقابل کې خنډ جوړوي، دا په دې مانا ده چې تاسو بشپړ له منفي سوچونو راګرځېدلي یاست، ځکه پوهېدل نيمه بريا او بیا چې عمل ورسره ملګری شي بریا سل سلنه کېږي. څه ښه وايي:«چې پوه شوې نو موړ شوې.»

د خپلې ډلې د منفي سوچ کسان یا د ځان په څېر کړئ او یا ترې خپله لاره جلا کړئ، ځکه دا ډول کسان یوازې خپل ځان نه بلکې تاسو هم له سمې لارې بې لارې کوي. لکه چې خوشال بابا وايي:

« نادان ځان لره بلا دی

هم جهان لره بلا »

او یا دا چې:

« چې وفا ور سره نه شته

ګل به څه کړي چې خوشرنګ دی »

د دې له پاره چې د منفي او پوچو سوچونو راوګرځئ، په کار ده چې مثبت سوچونه خپل دایمي عادت وګرځوئ. ځکه وايي:«څه چې کرې هغه به رېبې»

او یا دا چې رحمان بابا به ویل:

« هر چې کر کا د وربشو غنم غواړي

له خاطره دې بیرون کا دغه خیال څوک»

له دې سره له هغه چا سره راشه درشه وکړئ، چې مثبت فکر ولري او تل تاسو مثبت فکر ته راوبولي.

ځکه وايي:

« با ماه نشینی ماه شوی، به دیګ نشینی سياه شوی»

او یا دا چې د قیام الدین خادم صاحب خبره:

«وړکي چې پالي په مکتب کې استادان په مينه

چا نه مدیر، چا نه کاسب، چا نه عسکر جوروي»

د مثبت فکر پیغامونه، لیکنې او د مثبتو پیغامونو تکرار هم له تاسو سره مرسته کوي. پر هغو کتابونو پانګه اچول او مطالعه کول يې چې له منفي فکرونو او پوچو سوچونو څخه د خلاصون لارې چارې درښيي، هم بې ګټې نه دي.

دا ټول د دې په مانا نه دي چې یوازې مثبت فکر به تاسو له ټولو ستونزو وژغوري، بلکې مثبت فکر او له پوچو سوچونو ډډه کول تاسو ته وړتيا او زړورتيا په برخه کوي او تاسو پر خپل ځان باوري کوي.

تر څو چی ځان او مال د جانان له مینې ځار نه کړئ، تش په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږېږي.

د یار او د جانان د مينې او په ژوند کې د بریا له پاره د مثبتو سوچونو تر څنګ په بشپړ زړورتيا د خپلې وړتيا په کار اچول په کار دي، لکه چې وايي:

«سر زما سامان زما

ځار شه له جانان زما

ځار شه له جانان زما

سر زما سامان زما »

او یا د رحمان بابا خبره چې وايي:

«آفرین د عاشقانو په همت شه

چې ورتېر تر سر و مال دي په جانان خپل»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب