پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: په بلخ او کندهار ولایتونو کې ۸۳ طالبان...

د ملي دفاع وزارت: په بلخ او کندهار ولایتونو کې ۸۳ طالبان ووژل شول

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بلخ او کندهار ولایتونو کې د ۸۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو تېره ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په اق تیپې او ګورتېپې په کلیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۵۶ طالبان ووژل شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په وژل شویو  کسانو کې د طالبانو لوړ پوړي قوماندانان هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، ددغو بریدونو له کبله د طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي او د مهماتو یوه ډیپو یې هم له‌ منځه تللې ده.

دغه راز د دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د هلمند ولایت په ناوې، نهرالسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې ۲۷ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه مهم او مسلکي نښان ویشتونکي قوماندانان هم شامل دي.

دفاع وزارت وايي په دې بریدونو کې د طالبانو یو موټر، دوه پټنځایونه او یوه اندازه  وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...