پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت د عربستان په ابها هوایي ډګر برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د عربستان په ابها هوایي ډګر برید غندلی

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۲۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عربستان په ابها نړیوال هوایي ډګر د یمن د حوثیانو برید غندلی او دا یې یو تروریستي عمل یاد کړی دی.

د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت د عربستان په ابها نړیوال هوایي ډګر د یمني حوثیانو لخوا برید په کلکو ټکو غندي.

د خبرپاڼې په وینا، د ملکي خلکو وژل او د ملکي تاسیساتو په نښه کول د اسلامي احکامو او بشري حقونو خلاف کار دی.

خبرپاڼه زیاتوي: « افغانستان چې د سیمې د هېوادونو په پرتله ډېر د تروریزم قرباني دی ملګري هېواد عربستان کې د هر ډول تروریستي برید غندنه کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د سعودي عربستان دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د دغه هیواد د عسیر ښار په ابها نړیوال هوایي ډګر باندې د یمن د حوثي یاغیانو په راکټي برید کې یوه ملکي الوتکه سوځیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...