شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران: طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسیدلی

ایران: طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسیدلی

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۲۳) په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د سولې د تامین برخه کې یې په بشپړه توګه د خپل مسوولیت ادا کولو ژمنه کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو په وینا، امینیان تېره ورځ ناوخته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او سولې پروسې خبرې اترې کړې دي.

امینیان ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او تهران طالبانو ته مخامخ ویلي، چې دوی له هغه حکومت سره کلک مخالف دي چې د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېږي.

هغه د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې او دغه راز د اوربند د تامین برخه کې د خپل هېواد له لوري د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

ایران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو پلاوی ایران ته په سفر تللی و او هلته یې د ایراني چارواکو سره ولیدل.

دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي پر طالبانو نیوکه کوله چې د سولې دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او په سفرونو یې پیل کړی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او په افغانستان کې د موقتې ادارې بحثونو اندېښنې ډېرې کړي چې هممهال د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ددې احتمال شته چې د مې په میاشت کې خپل سرتېري له افغانستان و نه باسي.

جو بايډن د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ویلي چې ديپلوماسي او له سیاسي لارو د ستونزو حل یې لومړیتوب دی.

د هغه په خبره دمګړی له دې تېرېږي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دې له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې تمرکز یې پر دې دی چې روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب