شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني کابل ښاروال ته؛ ټول ټمبل او غیر مسلکي کارکوونکي لرې...

ولسمشر غني کابل ښاروال ته؛ ټول ټمبل او غیر مسلکي کارکوونکي لرې کړه

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲۳) امرالله صالح وايي، ولسمشر اشرف غني کابل ښاروال ته سپارښتنه کړې چې په دغه اداره کې ټول کار ماتوونکي، ټمبل، غیر مسلکي او فاسد کسان تثبیت او له دندو لرې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ولسمشر کابل ښاروال ته دا صلاحیت ورکړی چې د ښاروالۍ په لیکو او رهبرۍ کې ټول په فساد ککړ او ناکاره کسان تثبیت کړي، تر څو دغه مهمه اداره نور هم خوځښت پیدا کړي او مخته ولاړه شي.

د امرالله صالح په خبره، ښاروال ته د دغه صلاحیت ورکړه د افغانستان په تاریخي کې بې مخینې ده او دا کولی شي د امنیت په تامین کې خورا ګټور تمام شي.

ښاغلی صالح وايي په دې کار سره به پولیس نه اړکېږي، چې خپل ځواک او انرژي په ښاري نظم مصرف کړي، بلکې ټول تمرکز به یې د جرم او ترهګرۍ په مخنیوي راټول شي.

نوموړی زیاتوي، د کابل ښار د پنځمې حوزې یوه مهمه کوڅه به د دغه حوزې د وژل شوي امر محمدزي کوچي، چې پرون په یوه چاودنه کې ووژل شو ونومول شي.

امرالله صالح یو ځل بیا په خپله پرونۍ ژمنه ټینګار کړی او د محمدزي کوچي وژل کېدو ته په اشارې یې ویلي چې د دغه ډول پېښو کړۍ به هرومرو پیدا کوي، ځکه په وینا یې هېڅ شي تر پایه پټ نه شي پاتې کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب