دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د طالبانو ناسم دریځ د سولې خبرو د پرمختګ مخه نیولې

عبدالله: د طالبانو ناسم دریځ د سولې خبرو د پرمختګ مخه نیولې

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۲۳) د ملی مصالې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یادې شورا د سیاسي ګوندونو کمېسیون پرانیست‌ غونډه کې ویلي چې د طالبانو دریځ سخت دی چې دا د سولې بهیر سره مرسته نه کوي.

هغه ټینګار کړی چې دوی خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی څو طالبان خپل دریځ کې نرمښت راولي.

د نوموړي په وینا، چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې دی، پیغامونه بدلېږي رابدلېږي خو تر اوسه د پرمختګ څرک نه دی لیدل شوی.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ په کچه هڅې روانې دي او دوی هیله لري چې په مذاکراتو کې رامنځته شوی بندښت مؤقت واوسي.

په دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او په افغانستان کې د موقتې ادارې بحثونو اندېښنې ډېرې کړي چې هممهال د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ددې احتمال شته چې د مې په میاشت کې خپل سرتېري له افغانستان و نه باسي.

جو بايډن د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ویلي چې ديپلوماسي او له سیاسي لارو د ستونزو حل یې لومړیتوب دی.

د هغه په خبره دمګړی له دې تېرېږي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دې له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې تمرکز یې پر دې دی چې روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه کړي.

بل لورته وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له” افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل، د افغان جګړې د پایته رسېدو لپاره غوره اقدام بللی خو ټینګار یې کړی دی چې په دې برخه کې باید له پوره احتیاطه کار واخیستل شي.

راپور لیکي، امریکا شل کاله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړه او دغه راز یې په دغه هېواد کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده او که چېرته امریکایي سرتېري په بېړه او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه د تضمین له موجودیت پرته وایستل شي نو دا هېواد به یو ځل بیا تېرو کلونو ته وګرځي.

راپور زیاتوي، ټرمپ د خپل کمپاین لپاره په بېړه له طالبانو سره د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره هوکړه وکړه او هغې ته د سولې تړون نه بلکې یوازې د سرتېرو د ایستلو لپاره د یوې هوکړې نوم ورکول کېدای شي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې بایډن د امریکا او طالبانو د هوکړې په ارزولو سره وښوده چې هوښیار سیاست کوي او لکه څنګه چې یې د اوږدو جګړو د ختمولو ژمنه کړې ده باید په پوره احتیاط د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د جګړو پایته رسولو کې خپله ونډه په مسوولانه توګه ادا او ټول سرتېري خوندي خپلو کورونو ته ستانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب