شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: طالبان دې بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي

اروپایي ټولنه: طالبان دې بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲۳) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا د طالبانو له مرکچي پلاوي غوښتي، چې بېرته د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

ښاغلي کوبیا پر خپل ټوېټر لیکلي، د سولې راتګ او د افغانستان د خلکو ارزوګانې د مذاکراتو له لارې د افغانانو سره امکان لري.

نوموړي د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي چې باندنیو هېوادونو ته سفرونه نه شي کولی بشپړ حاکمیت تر لاسه کړي او دغه راز د بهرنیو له نفوذ څخه څه کم کړي.

تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونو ته د طالب پلاوي سفرونه د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی او په خبره یې طالبان باید له پټو خبرو تېر شي او د مذاکراتو مېز ته کېني.

اخوا بیا په په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي هم پر خپل ټوېټر لیکلي، که طلبان غواړي ثابته کړي چې له تېر سره یې توپیر کړی او په رښتیا سولې ته ژمن وي، باید د خبرو میز ته کېني او جګړه ودوري.

د یادونې وړ ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شوی خو ویل کېږي چې طالبانو د مذاکراتو مېز پریښی او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب