شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبایډن: افغانستان کې مو لومړی پر سیاسي حل تمرکز دی

بایډن: افغانستان کې مو لومړی پر سیاسي حل تمرکز دی

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۲۳) د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ددې احتمال شته چې د مې په میاشت کې خپل سرتېري له افغانستان و نه باسي.

جو بايډن د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ویلي چې ديپلوماسي او له سیاسي لارو د ستونزو حل یې لومړیتوب دی.

د هغه په خبره دمګړی له دې تېرېږي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دې له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې تمرکز یې پر دې دی چې روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه کړي.

جو بايډن دغه راز ټینګار کړی چې د امریکا ګټې به په هر ځای کې ساتي خو نظامي لارې د وروستي حل په توګه وړاندیز کېږي.

هغه زیاته کړې چې هره ستونزه به لومړی د خبرو له لارې حل کوي او وروسته به د وروستي انتخاب په توګه نظامي کړنلارې ته مراجعه کوي.

بایډن دغه راز ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ختموي او امریکايي پوځ به یوازې د امریکا د امنیت د تامین او امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.

په ورته وخت کې لانګ وار ژورنال په یوه تحلیل کې لیکلي چې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او په خبره یې دغه ډله د خپل حکومت د تاسیس او واک ته رسېدو لپاره جګړه کوي.

لانګ وار ژورنال لیکلي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سولې لپاره پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړه خونړۍ ده او طالب مشرانو له خپلو وسله والو غوښتي چې په افغانستان کې د یوه بل حکومت د جوړولو لپاره باید خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

لانګ وار ژورنال زیاته کړې که وضعیت همداسې روان وي نو ددوحې هوکړه او بین الافغاني مذاکرات بې پایلې دي او باید په دې اړه امریکا خپل دريځ روښانه کړي.

طالبانو د تېر کال په فبرورۍ کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې امریکايي پوځیان د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي خو په مقابل کې یې دوی په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې شلوي او د افغانستان له دولت سره د سولې صادقانه خبرې کوي خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي او دې ته انتظار دي چې لومړی امریکايي پوځیان ووځي او بیا د افغانستان له دولت سره د جګړې په اوج کې خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب