شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه جوړ شوي

سږ کال د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه جوړ شوي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳)  د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، سږ کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه جوړ شوي دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه په کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات ولایتونو کې جوړ شوي دي.
دی زياتوي، د دې ترڅنګ د کب روزنې۲۵۰ فارمونه بيا د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي دي.

د مسوولينو د مالوماتو له مخې، تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰۰۰۰ ټنو ته رسېده، خو سږکال دغه کچه ۱۱۵۰۰ټنو ته رسېږي.
افغانستان په کلني ډول ۳۶۰ زره ټنه د کب غوښې ته اړتیا لري، خو په کور د ننه یوازې ۱۱۵۰۰ ټنه د کب غوښه تولیدیږي، چې پاتې يې له بهرنيو هېوادونو څخه را وارديږي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل‌الله‌ فروغ وایي، د هغې طرحې پر بنسټ چې د یاد وزارت له خوا جوړه شوې په راتلونکو پنځو کلنو کې به ۳۵زره د کب روزنې او ۲۰ د تکثیري کبانو د روزنې فارمونه رامنځ ته شي.

نوموړی وايي، په پام کې ده، د کبانو لپاره د خوړو درې فابریکې هم ايجاد شي، په دې ډول به ۳۶۰ زر ټنه د کب غوښه تولید او د هېوادوالو اړتیا به پوره کړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دغه راز زیاتوي، په هېواد کې د ۲۱۰۰ څخه زیات د کبانو روزنې فارمونه شته، چې له دې ډلې ډېری یې په کندهار، ننګرهار، کونړ، هرات او بلخ ولایتونو کې فعاليت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې غوښتنې دا دي چې په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو سره سم بايد په څېرمه سيمو کې د کبانو فارونه هم رامنځ‌ ته شي، له دې سره به هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي، اقتصاد به ور سره وده وکړي او هم به سالم او صحي خواړ خلکو ته په لاس ورشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب