Homeخبرونهمسوولین: خوست کې ۲۴۲ پروژې بشپړې شوې

مسوولین: خوست کې ۲۴۲ پروژې بشپړې شوې

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳ ) د خوست ځايي چارواکي دې ولایت کې د ۲۴۲ پروژو چې ټول پرې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی د بشپړېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پروژو کې اسفالټ او کانګریټي سرکونه، زراعتي ځمکو کانالونه، پلونه، پلچکونه، کاریزونه، د اوبو زخیروي بندونه، سربندونه، لمریزه برېښنا، استنادي دیوالونه او د ښوونځیو ودانۍ شاملې دي.

خبرپاڼه وایي، په دې پروژو کې ۴۵ ښوونځیو ودانۍ، چې پرې ۲۰۲ ملیونه افغانۍ لګښت شوی او همداشان د ۷۵۹ ملیونو افغانیو په لګښت ۲۴۲ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې د پټۍ په پرې کولو سره رسما ولس ته د خدمت په موخه وړاندې شوې.

د خوست د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې ۳۳۸ پروژې د ۸۰۶ ملیونو افغانیو په لګښت یاد ولایت کې تر کار لاندې دي چې همدا ۷۶ زره وګړو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دې ورځو کې په خوست ولایت کې د ځوانانو له لوري د نیالګیو د کینولو کمپاین هم روان دی او ګڼ ځوانان د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د نیالګیو د نهال سربېره خلکو ته د هغې د ساتنې لارښوونې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...