شنبه, اپریل 20, 2024
Homeداسې هم شتهاوس خراب شوی ام هم بېرته لومړی حالت خپلوي

اوس خراب شوی ام هم بېرته لومړی حالت خپلوي

تاند ( شنبه، د کب ۱۶ ) جاپاني ساینسپوهانو د ام مېوې مینوالو لپاره یو بل غوره او پرختللې ګام اخیستی چې ممکن ستاسو عقل یې هم ونه مني.

ام هغه مېوه ده، چې که زیات وخت پر یو ځای، یا هم تر ډېره پورې په بنده هوا او “کارټن” کې وساتل شي، نو خپل کیفیت او روغ حالت له لاسه ورکوي.

خو جاپاني ساینسپوهانو اوس د ام د مینوالو او خوړونکو لپاره یو بل ستر کار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د جاپان په مرکز توکیو کې د شایبورا انسټېټیوت “SIT” د آمو تازه کولو لپاره په ځانګړې توګه یو پرمختللی سیستم رامنځته کړی دی.

راپورونه وایي، دا سیستم یو ځانګړی ماشین دی چې د ام د ننه حالت معاینه کوي خراب او روغ حالت یې اندازه کوي.

د راپورونو پر بنسټ، دا ماشین چې کارتن ته ورته صندوقچه لري، کولی شي، څو ام له خرابوالي وساتي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو غوره یې لا دا ده چې دا تخنیکي ماشین د زیاتو امونو چې خپل کلک والی یې بایللی وي او نرم شوی وي، بېرته یې خپل لومړني حالت ته هم را ګرځولای شي.

مانا دا چې که ام پوست شوی/ جینګ شوی وي، په دې ماشین کې اېښودو سره بېرته تازه کېږي او کلک حالت اختیاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب