شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد يوناما مشرې ملا خيرخواه سره د نجونو د زده کړو او...

د يوناما مشرې ملا خيرخواه سره د نجونو د زده کړو او رسنيو په اړه خبرې وکړې

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په کابل کې د يوناما دفتر مشرې مېرمن ديبرا لاينز نن د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملا خيرالله خيرخواه سره لیدلي.

د يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لوريو د زده کړو او درسنيو پر ازادۍ خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې مېرمن لاينز ښوونځيو ته دټولو نجونو د بيرته ورګرځيدو لپاره دبيړنيو ګامونو دپورته کولو غوښتنه وکړه.

هغې دغه راز، د رسنيو پر وړاندې د محدودیتونو او ګواښونو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې له ژورناليستانو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي.

یوناما د یادو غوښتنو په اړه د طالب لوري د دریځ يادونه نه ده کړې.

څو ورځې مخکې د يوناما دفتر مرستیالې په يوه اروپايي ناسته کې د وينا پر مهال وويل، چې د طالبانو ډېری مهمې پریکړې د هغوی په کابينه کې نه،‌ بلکې په یوه نا معلوم ځای کې تر سره کیږي.

4 COMMENTS

  1. خیر خوا میر خوا پکی نشته دا ټول وحشی ځناور او تور جاهلان دی او د علم ، تحصیل او پوهی سره کلکه دښمنی لری.
    ددوۍ یوازینی هدف دادی چی د افغانستان نه یاغستان جوړ کړی او د افغانانو نسلونه د تیارو کندو ته واچوی.
    تالبیزم مفکومره د ای ایس ای په بټیو کی پخه شوی مفکوره ده چی د اسلام د مقدس دین، د انسانی، اخلاقی او پښتونولۍ او افغانی ارزښتونو سره ددښمنۍ په وسله سنمبال شوی ده.

    دا وحشی ځناور غواړی افغانستان شل شوټ کړی او د خپل بادار پاکستان په دروازو کی يی محتاج او سوالګر ودروی. ټول افغانان وینی چی ددې وحشی ځناورو دزورواکۍ را پدیخوا دوۍ شپه او ورځ لګیا دی افغانان ذلیله کوی، ځوروی او ربړوی يی تر څو د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ پورته نه کړی .

    یو چا لیکلی

    “چې علم محکوم او جهل حاکم وي، د هیچا سره سیالی کولې نشی

    چې مشروع نظام نه وي، د ګاونډیانو ظلم نه ځان خلاصولې نشی.

    چې ملي حکومت نه وي، د ملي ګټو نه دفاع کولې نشی.

    چې په هیواد کې دې قانون نه وي، په ځنګل کې ژوند کولې نشی.

    چې اقتصادي ازادي نه وي، سیاسي ازادي اخستلې نشی.

    چې خرڅ شوي مشران ولرئ، د ولس زجر له منځه وړلې نشی.

    چې فکر، عقل او شعور نه وي، وطن ابادولې نشی.

    چې حاکم او ولس دواړه محکوم وي، قدم اخستلې نشی.

    کاش چې احساس مړ وې، ضمیر مړ وې، حالاتو به نه زورولې.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب