چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهجنرال میلي: ممکن د افغانستان حالاتو پر اوکراین د روسیې له یرغل...

جنرال میلي: ممکن د افغانستان حالاتو پر اوکراین د روسیې له یرغل سره مرسته کړې وي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۱) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي تاییدوي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو ښايي پر اوکراین د یرغل لپاره د روسیې له پرېکړې سره مرسته کړې وي.

دا هغه خبره ده چې د امریکا د کانګریس جمهوریپال غړي یې له څو اوونیو راهیسې کوي.

لوی درستیز جنرال میلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پر اوکراین د روسیې د یرغل د ارتباط یادونه د کانګریس د سناجرګې د وسله والو خدماتو په کمېټه کې وکړه.

تېره اوونۍ د امریکا د اروپايي قوماندانۍ ريیس جنرال تاډ ولټرز ویلي و چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ممکن هڅه کوي چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته حالاتو څخه ګټه واخلي.

کله چې د سناجرګې د وسله والو خدماتو په کمېټه کې د ټینینسي ایالت جمهوریپالې سناتورې مارشا بلک برن پوښتنه وکړه چې ایا له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پر اوکراین د یرغل لپاره د پوتین له پرېکړې سره مرسته کړې او که نه؟ لوی درستیز جنرال میلي وویل:«د هغو استخباراتي معلوماتو له مخې چې ما لوستي، دا نه څرګندېږي. خو دا یقیناً ممکنه ده، خو باید په دې هم وپوهېږم چې ایا پوتین له وړاندې څخه په پام کې لرل چې د افغانستان له جګړې وروسته به اوکراین ته مخه کوي…»

خو سناتورې بلک برن یې خبرې ورپرې کړې، ویې ویل:«فکر کوم موږ پر دې پوهېږو.»

میلي په ځواب کې وویل:«هو، ځواکونه یې راټول کړي وو، دوی په سپټمبر میاست کې خپل ځواکونه پولو ته ولېږل. نو د دې لپاره چې دا کار وکړي ویلی شم چې دوی پلان درلود او هغه یې تر سپټمبر او اکتوبر وړاندې جوړ او تصویب کړی و.»

1 COMMENT

  1. الله جلاالله مو د بشریت دښمنانو ذلیله کړه. د زرګونو افغانانو عراقیانو لیبیایانو یوګوسلاویایانو وژل هغه ولي د الله جلاالله بندګان او انسانان نه وه. تاسي په افغانستان کې بسته کلي په هدیرو بدل کړل همدا ډول په عراق لیبیا کې. نن د اکرایني فاشیستانو نازیانو وژل بشروژنه بولۍ. انشاالله د تاسي ذلالت رانیږدې سوی. تاسي د بشر دوستان پوتین او روسان د بشر دښمنان دي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب