Homeخبرونهننګرهار او لغمان کې ۴ ملکيان وژل شوي او ۴ ټپيان دي

ننګرهار او لغمان کې ۴ ملکيان وژل شوي او ۴ ټپيان دي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏له ختیزو ولایتونو ننګرهار او لغمان څخه په دوه جلا راپورونو کې راغلي، چې ۴ ملکيان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

 ځايي سرچینې وايي، چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په کاریز کبیر سیمه کې انسان تښتوونکو دوه وروڼه د روژه ماتي پر مهال تر هغې وروسته وژلي، چې د دواړو لوريو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر ويلي، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

په لغمان کې بيا امنیتي سرچینې وايي، چې د الیشنګ ولسوالۍ په «میل دره» سیمه کې د ځمکې په سر په خپلمنځي شخړه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د شخړې په تور یې ۱۵ کسان نیولي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...