Homeسیمه - نړۍعمران خان آخر هم له واکه ګوښه شو

عمران خان آخر هم له واکه ګوښه شو

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏د پاکستان پارلمان تېره نېمه شپه، د دغه هېواد صدراعظم عمران خان له واکه ګوښه او د باور رایې ورڅخه بیرته واخيستې.

عمران خان تر آخرې شېبې په واک کې د پاتې کیدو هڅې وکړې، خو مخالفانو یې د پارلمان ۱۷۴ ملاتړې رایې خپلې او تېره شپه د عمران خان په خلاف وکارولې.

د عمران خان د ژغورلو لپاره د پارلمان رییس او مرستیال یې، چې د عمران خان د ګوند اړوند ول، د پارلمان د تېرې شپې غونډه کې له خپلو دندو استعفاوې وکړې، څو عمران خان ته وخت وګټي، خو پارلمان بل موقت انتخاب او د عمران خان خلاف رایه وکاروله.

دا لومړی ځل دی، چې په پاکستان کې يو صدراعظم د پارلمان د باور رایې له اخيستو سره بې واکه کیږي.

د پاکستان د زيږون په ۷۵ کلن تاريخ کې يو ځل هم د دغه هېواد کوم صدراعظم د خپلې دندې ۵ کلنه موده نه ده پوره کړې.

د پاکستان پوځ او ورسره ملګري استخبارات تل د ملکي حکومتونو د ختمولو پړه ګڼل شوي.

له عمران خان سره هم د پوځ ترينګلې اړيکې د هغه د بې واکه کیدو اصلي دلیل ګنل کېږي.

1 COMMENT

  1. لندن میشتی فلسطینی تحلیلګر ( عبدالباری عطوان ) د عمران خان په هکله په ” رأی الیوم ” خپرونه کی یو په زړه پوری تحلیل وړاندی کړی دئ چی البته ځینی ټکی ئې ما ته بالکل نوی او تازه دی.
    امّا زما کلیوالی اند:
    لکه څرنګه چی د پاکستان هیڅ صدراعظم پنځه کلونه پر له پسې حکومت نه دئ کړئ نو همداسی زموږ په هیواد کی هم ( د دیموکراسۍ د لسیزی په شمول ) د هیڅ حکومت مشر پنځه کلونه په واک کی نه دئ پاتی سوئ ( ممکن استثناآت تر سترګو سوی وی ).
    تصادفاً د پاکستان د ټولو مشرانو د ارمانونو محصول ( پاکستانی ګوډاګی رژیم په افغانستان کی ) خصوصاً مجددی او ربانی او حکمتیار او طالب جان هم پنځه کلونه په واک کی نه دی پاتی سوی چی هیله ده اوسنی ګوډاګی یعنی طالبی – حقانی رژیم هم لدې قاعدې څخه بهر نه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...