جمعه, مې 10, 2024
Home+د لوژیو کورنۍ/ ژباړه: رحمت شاه فراز

د لوژیو کورنۍ/ ژباړه: رحمت شاه فراز

سیزه

«له انګلش قاموس څخه به هغه ټول ویونه را ټول کړم چې په لوژي (logy) پای ته رسېږي. یو، دوه ساعته وخت به ونیسي او بیا به يې د یوې مقالې په ډول کومې وېبپاڼې ته د خپرولو لپاره واستوم. ډېره ګټه به وکړي. خوند به هم وکړي. نوی کار دی، تر دې دمخه چا نه دی کړی. ښه، نو راځه پیل يې کړه!»

دا هغه فکر وو چې د دې مقالې (چې اوس کتابګی دی) په پیل کې مې کړی وو، خو دغه فکر مې ناسم وو، نه په لوژي پای ته رسېدونکي ویونه دومره کم وو چې ما يې اټکل کړی وو، نه هم د وخت ما ټاکلې اندازه سمه وه او نه مقاله، مقاله پاتې شوه. دغه دی، څو ورځې (چې ما یو، دوه ساعته په نظر کې نیولي وو) وروسته یو کتابګی ترې جوړ شو.

د کتاب په هکله دوه خبرې خورا اړینې برېښي:

یو، په دې کتاب کې ټول (د لغت په اصله او ټوله معنا) هغه ویونه نه دي را اخیستل شوي چې په لوژي پای ته رسېږي، بلکې یوازې هغه را اخیستل شوي چې د یوه علم یا پوهې لپاره کارېږي او یا پخوا کارېدل.

دوه، په دې کتاب کې راغلي ټول علوم (یا لوژۍ) په رښتیني (فلسفي، اکاډمیکه، علمي، ساینسي…) معنا علوم نه دي، بلکې ځینې داسې هم پکې شته چې یوازې په عامیانه او طنزیه ډول کارېږي او ښايي د علم په توګه اصلاً وجود ونه لري؛ یا یوه اصطلاح پخوا د یوه علم لپاره کارېده، خو اوس ورته د نیولوجیزم له مخې یوه نوې کلمه جوړه شوې.  راځئ نور به کتاب ولولو؛ خو د یادونې وړ ده چې د لا څېړنې او پلټنې لپاره مو انټرنټ، کتابتونونه او ښوونیز مرکزونه په هر ځای او هر وخت کې په خدمت کې دي.

د لوژي پېژندنه

د لوژي کلمې اصل په یوناني ژبه کې دی او په انګلیسي ژبې کې د وروستاړي په ډول کارېږي او د پوهې، پوهنې، علم، معرفت او داسې نورې معناوې ورکوي. په انګلش قاموس کې لوژي په لاندې ډول تعریف شوې: د زده کړې یوه څانګه؛ د یوه ځانګړي مضمون مطالعه او څېړنه.

په یاد قاموس کې د لوژي دوهمه معنا د وینا طرز، د خبرو کولو ډول او حکایت یا کیسه راغلې او لاندې څلور بېلګې يې ورکړې: الف) هاپلالوژي ب) یولوژي ج) ټريلوژي د) اپولوژي – د بښنې په معنا.

د لوژيو کورنۍ

الف

۱. اولوژي(oology): هغه پوهه چې د مرغانو هګۍ څېړي. یا: د مرغانو په تېره بیا وحشي مرغانو د هګیو ټولونې بوختیا او مشغلې ته اولوژي ویل کېږي.

۲. اکالوژي(acalogy): هغه پوهه چې طبي درمل تر څېړنې لاندې نیسي.

۳. ایکالوژي(ecology): د بیالوژي هغه څانګه چې د ارګانیزمونو او د هغو د چاپېریال او په خپل منځ کې د ارګانیزمونو اړیکې تر څېړنې لاندې نیسي.

۴. ایګالوژي(egology) : د هسرل په فلسفه کې هغه علم چې ایګو تر څېړنې لاندې نیسي.

۵. اډولوژي(odology) : دغه کلمه د برینکرهوف جاکسون له خوا منځته راغلې او هغې پوهې ته ویل کېږي چې سرکونه او لارې تر څېړنې لاندې نیسي.

۶. اورولوژي(orology) : هغه پوهه چې غرونه او د هغو منځته راتګ تر څېړنې لاندې نیسي، د اورولوژي په نوم یادېږي.

۷. اوټالوژي(otology) : د طب هغه څانګه چې غوږونه، د غوږونو جوړښت، دنده او ناروغۍ تر څېړنې لاندې نیسي.

۸. اوولوژي(ovology) : د طبیعي تاریخ هغه څانګه چې د هګیو منشا او دندې څېړي.

۹. ابیالوژي(abiology) : د جیولوژي او ستورپوهنې په څېر علوم چې په ګډه ناژوندي او بې ساه موجودات تر څېړنې لاندې نیسي.

‎۱۰. اېسیالوژي(aceology) : هغه پوهه چې درمل او یا درملنه څېړي.

۱۱. ارالوژي(aerology): د هوا او فضا (تشیال) څېړنې ته ارالوژي ویل کېږي. یا: د میټریالوژي هغه څانګه چې د بالونونو، الوتکو او داسې نورو توکو په مرسته تشیال تر څېړنې او مشاهدې لاندې نیسي.

۱۲. اګرالوژي(agrology) : هغه پوهې یا فن ته ویل کېږي چې کرهنه او زراعت تر څېړنې لاندې نیسي. د اګرالوژي یو پخوانی تعریف په دې ډول دی: د اګرانومي (له حیواناتو، نباتاتو او ځمکې څخه د ګټې اخیستنې پوهه) او ځمکپوهنې یوه فرعي څانګه چې د غوره حاصلاتو په خاطر پر کښتونو او کروندو باندې د ځمکنیو شرایطو اغېز تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۳. الګالوژي(algology): د بوټپوهنې یا بوټاني هغه څانګه چې الجیان تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۴. اپیالوژي(apiology): هغه پوهه چې د شاتو مچۍ او د شاتو جوړېدل تر څېړنې لاندې نیسي، د اپیالوژي په نوم یادېږي.

۱۵. ارکالوژي(arcology): ارکالوژي د ښار جوړونې یوه تیوري ده چې د پاولو سولري له خوا وړاندیز شوې. ارکالوژي د درې بعدي ودانیو میتودونه او همدا رنګه د ساحې او سرچینو د اغېزمنې کارونې لارې چارې تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶. اریالوژي(areology) : د مریخ ساینسي مشاهدې او څېړنې ته اریالوژي ویل کېږي. یا په بل عبارت د مریخ جیولوژي ته اریالوژي ویل کېږي.

۱۷. اټمالوژي(atmology) : د ساینس هغه څانګه چې د اوبیزو بخاراتو قوانین او پدیدې تر څېړنې لاندې نیسي، د اټمالوژي په نوم یادېږي.

۱۸. اټالوژي(atulogy): د ځان څېړنې او مطالعې ته اټالوژي ویل کېږي. اټالوژي دوه نور تعریفونه هم لري:

یو، په ګرامرپوهنه کې د یوه لغت یا عبارت هغه خصوصیت ته ویل کېږي چې پخپله هغه لغت یا عبارت روښانه کوي.

دوهم ډېر عمومي تعریف يې دا دی چې د یوه نظر هغه وړتیا چې په خپل ځان يې پلي کړای شي، په دې معنا چې بېرته هغه مفهوم او نظریې ته ارجاع شي.

۱۹. اکسالوژي(auxology) : د بیالوژي هغه څانګه چې د انسان فزیکي وده تر څېړنې لاندې نیسي یا په عموم کې ویلای شو چې هغه پوهه چې وده څېړي د اکسالوژي په نوم یادېږي.

۲۰. اکسیالوژي(auxiology) : د ارزښتونو د منشا، فطرت، دندو، ډولونو او خپلمنځي اړیکو څېړنې ته اکسیالوژي ویل کېږي. په بل عبارت د ارزښتونو تیوري، اکسیالوژي بلل کېږي.

۲۱. آیډالوژي(eidology) : هغه پوهه چې ذهني تصورات یا شکلونه څېړي، د آیډالوژي په نوم یادېږي.

۲۲. ارګالوژي(ergology) : هغه پوهه چې د کار یا کاري نقشو (پېټرن) فزیولوژیکې اغېزې او له کار څخه د را ټوکېدلي فشار لاملونه تر څېړنې لاندې نیسي، د ارګالوژي په نوم یادېږي.

۲۳. ایتالوژي(ethology) : ایتالوژي د زولوژي یوه څانګه ده او هغې پوهې ته ویل کېږي چې د انسانانو او حیواناتو چلندونه څېړي.

۲۴. ایډیالوژي(ideology) : هغه پوهه چې د نظریاتو طبیعت او منشاء تر څېړنې لاندې نیسي، د ایډیالوژي په نوم یادېږي. د ایډیالوژي یوه ډېره مشهوره معنا دا ده چې ایډیالوژي هغې عقیدې، فلسفې او د باورونو یا اصولو مجموعې ته ویل کېږي چې په یوه وګړي یا ډلې پورې اړه ولري.

۲۵. انډالوژي(Indology) : هغه پوهه چې په اکاډمیکو او ساینسي میتودونو د هند نیمه وچې کلچر، ژبې او تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۶. اکارالوژي(acarology): اکارالوژي د زولوژي یوه څانګه ده چې کوچني خزنده ګان لکه سپږۍ، غواګۍ او داسې نور تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۷. اډنالوژي(adenology) : د فزیولوژي یوه برخه چې د خصیو درملنه څېړي.

۲۸. ایونولوژي(aeonology) : هغه پوهه چې په عرفاني او تصوفي میتودونو او روشونو کاینات څېړي.

۲۹. ایټیالوژي(aetiology) : هغه پوهه چې علتونه او اسباب تر څېړنې لاندې نیسي او په طب کې د ناروغیو پلټنې او څېړنې ته ایټیالوژي ویل کېږي. همدا رنګه د یوې ناروغۍ د منشاء ساینسي توجیه او تشریح ته هم ایټالوژي ویل کېږي.

۳۰. اګریالوژي(agriology) : هغه پوهه چې لرغوني، نالوستي یا وحشي کلچرونه او فرهنګونه څېړي.

۳۱. انډرالوژي(andrology): د طب هغه څانګه چې د نارینه وګړو ناروغۍ په تېره بیا هغه چې د نارینه وو تناسلي سیسټم اغېزمنوي تر څېړني لاندې نیسي.

۳۲. انیمالوژي(anemology): هغه پوهه چې د بادونو حرکت تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۳. انجیالوژي(angiology): د اناټومي هغه څانګه چې د وینې مجرا او لمفونه مطالعه کوي.

‎۳۴. انتالوژي(anthology) : هغه پوهه چې ګلان څېړي. یوه بله مشهوره معنا يې دا هم ده چې انتالوژي د ادبي پنځونو لکه شعرونو او لنډو کیسو کلکسیون ته هم ویل کېږي، په تېره بیا هغه کلکسیون چې د بېلا بېلو لیکوالو پنځونې پکې را ټولې شوې وي.

۳۵. ارکلوژي(archeology) : هغه پوهه چې لومړني اصول تر څېړني لاندې نیسي.

۳۶. ارکولوژي(archology) : هغه پوهه چې د څیزونو منشاء یا سرچینې څېړي. دغه راز، هغه علم ته هم ویل کېږي چې دولتونه او حکومتونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۷. اریټالوژي(aretology) : د اخلاقي فلسفې هغه څانګه چې فضیلت، د فضیلت فطرت او دا چې فضیلت څنګه ترلاسه کېږي، تر څېړني لاندې نیسي.

۳۸. ارانیالوژي (araneology): هغه پوهه چې غڼه تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۹. اسټرالوژي(astrology) : هغه پوهه چې د ستورو د موقعیت له مخې د انساني چارو او طبیعي پدیدو په تړاو پېش بیني او وړاندوینه کوي.

۴۰. ایتیالوژي(ethiology) : هغه پوهه چې الحاد تر څېړنې لاندې نیسي، د ایتیالوژي په نوم یادېږي.

۴۱. اټومولوژي (atomology): هغه پوهه چې اتومونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۲. آډیولوژي (audiology): هغه پوهه چې غږیز او صوتي سیسټمونه او د هغو اړوند اختلالات (ګډوډۍ) تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۳. بریوالوژي (brewology): هغه پوهه چې د یو څه، په تېره د بیرو (اوربشو اوبه) دم کول (اېشول) تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۴. اډوکالوژي (educology): د ښوونیزو پروسو په هکله هر اړخیزه پوهه چې په خپل ځان کې تیوریکي، فلسفي او انساني اړخونه رانغاړي.

۴۵. ایمیټالوژي (emetology): هغه پوهه چې د کانګو (قی کولو) لاملونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶. ایروټولوژي (erotology): هغه پوهه چې جنسي محرک (انګېزه) او چلند تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۷. ایتنالوژي (ethnology): د بشر پوهنې هغه څانګه چې بېلا بېل بشري کلچرونه او فرهنګونه تر څېړنې او پرتلنې لاندې نیسي.

۴۸. اېټومولوژي (etymology): هغه پوهه چې د ژبو تاریخي پیدایښت او تکامل او دا چې په څه ډول يې د انفرادي لغتونو په بڼه پراختیا موندلې، تر څېړنې لاندې نیسي. یا په بل ډول، هغه پوهه چې د یوه لغت تاریخي سیر او  منشاء مطالعه کوي.

۴۹. اکریډالوژي (acridology): هغه پوهه چې ملخان تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۰. اکټینالوژي (actinology): هغه پوهه چې پر کیمیاوي موادو د رڼا اغېزې څېړي.

۵۱. افریکالوژي (Africology): هغه پوهه چې د نړۍ په کچه د افریقايي وګړو تاریخ او کلچر څېړي.

۵۲. اګاتالوژي (agathology): هغه پوهه یا تیوري چې ښه والی څېړي.

۵۳. اګنایالوژي (agnoiology): د هغو شیانو پوهې ته ویل کېږي چې د پوهېدو وړ نه وي.

۵۴. اګناټالوژي (agnotology): هغه پوهه چې له کلتور څخه را ټوکېدلی جهالت یا تردید مطالعه کوي؛ په تېره بیا د ناکره او غولوونکو ساینسي معلوماتو د تشهیر او خپرولو، څېړنه اګناټالوژي بلل کېږي.

۵۵. الکولوژي (alcohology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو، خلکو او یا ټولنیزو محیطونو د الکولو اغېزې تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۶. امپیلالوژي (ampelology): هغه پوهه چې د انګورو کر او تولید تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۷. اېنجلالوژي (angelology): هغه پوهه چې پرښتې (ملایکې) څېړي.

۵۸. ارټیالوژي (arteology): ارټیالوژي هغه فکري سیسټم دی چې پر هغو اخلاقي پدیدو راڅرخي چې پر فضیلتونو او ښېګڼو بنا وي.

۵۹. ‎اریسټالوژي (aristology): هغه پوهه چې اشپزي او د خوړو خوړل څېړي او په خپل ځان کې د خوړو تیارول، ترکیبول او وړاندې کول رانغاړي او همدا رنګه هغه طرز او روش هم تر څېړنې لاندې نیسي چې له مخې يې باید دغه خوراکونه د یو وخت په ډوډۍ کې یو ځای او ترکیب کړای شي.

۶۰. ارمینالوژي (aremnology): هغه پوهه چې د ارمني سیمې د وګړو کلتور او فرهنګ څېړي.

۶۱. ارترالوژي (arthrology): د اناټومي هغه څانګه چې بندونه (مفصلونه) مطالعه کوي.

۶۲. اسټاکولوژي (astacology): هغه پوهه چې چنګاښ (خرچنګ) څېړي.

۶۳. اټکالوژي  (autecology): هغه پوهه چې فردي ارګانیزمونه یا انواع تر څېړنې لاندې نیسي او د ایکولوژي له دوو لویو فرعي څانګو څخه یوه څانګه ده.

۶۴. اکانتالوژي (acanthology): هغه پوهه چې ستون فقرات لرونکي موجودات تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۵. اکسنټالوژي (accentology): هغه پوهه چې په سیسټماټیک ډول لغوي یا عبارتي خج څېړي.

۶۶. اربنالوژي (urbanology): د ټولنپوهنې هغه څانګه چې په ښارونو او ښارګوټو کې د ژوند کولو پرابلمونه څېړي.

۶۷. الټرا مورفولوژي (ultramorphology): هغه پوهه چې د بیالوژیکو الټرا جوړښتونو (مایکروسکوپي جوړښتونو) مورفولوژي څېړي.

۶۸. اډیکټالوژي (addictology): هغه پوهه چې اعتیاد یا روږدتیا څېړي.

۶۹. اېرو بیالوژي (aerobiology): هغه پوهه چې د هوايي بیالوژیکو موادو او موجوداتو خورېدل څېړي، لکه د ګل ګرده، سپورونه، کوچني ارګانیزمونه او یا ویروسونه.

۷۰. اېرو ایکالوژي (aeroecology): هغه پوهه چې د هوايي ارګانیزمونو ایکالوژي څېړي.

۷۱. اګریکالوژي (agaricology): هغه پوهه چې مرخېړي تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۲. اګروبیالوژي (agrobiology): هغه پوهه چې بوټیز (نباتي) ژوند او تغذیه مطالعه کوي.

۷۳. اګروایکالوژي (agroecology): هغه پوهه چې کرهنیزه ایکالوژي څېړي.

۷۴. اګراسټالوژي (agrostology): هغه پوهه چې واښه څېړي.

۷۵. الیتیالوژي (alethiology): د منطق هغه څانګه چې سم او ناسم (غلط او صحیح) څېړي.

۷۶. الرګالوژي (allergology): هغه پوهه چې د الرجیو لاملونه او درملنه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۷. انارکالوژي (anarchology): هغه پوهه چې انارشي څېړي.

‎۷۸. انتیکالوژي (anthecology): هغه پوهه چې د ګلانونو او القاح کوونکو ترمنځ اړیکې او ارتباطات څېړي.

۷۹. افازیالوژي (aphasiology): افازیالوژي هغه ژبني پرابلمونه څېړي چې له ذهني اختلال څخه را پورته شوي وي.

۸۰. اکواریالوژي (aquariology): اکواریالوژي هغه اوبیز حیوانات او نباتات څېړي چې په یوه سیمه او یوه مهال کې د یوې ډلې په توګه ژوند کوي.

۸۱. ارکنالوژي (arachnology): هغه پوهه چې ارکنیډا څېړي.

۸۲. ارکیالوژي (archeology): هغه پوهه چې د توږنې او یا د پاتې شونو د تجزیې په مرسته لرغوني اثار مطالعه او تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۳. آرټیریالوژي (arteriology): د انجیالوژي هغه څانګه چې د وینې شریانونه څېړي.

۸۴. اسیریالوژي (Assyriology): هغه پوهه چې د لرغوني اشور ژبه او کلچر تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۵. ایکرینالوژي (eccrinology): هغه پوهه چې ترشحات او د خولو غدې تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۶. الکټرالوژي (electrology): د فزیک هغه څانګه چې برېښنا او د هغې ځانګړنې څېړي.

۸۷. اېرامیکالوژي (aeromycology): هغه پوهه چې په هوا کې د فنجي سپورونو خورېدل څېړي.

۸۸. امفیــبیالوژي (amphibiology): هغه پوهه چې غبرګژواکه حیوانات تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۹. انتراکالوژي (anthrocology): هغه پوهه چې د لرګيو د اناټومۍ له مخې هغه سکاره څېړي چې تر سوځېدو وروسته پاتې شوي وي.

۹۰. انتراپولوژي (anthropology): هغه پوهه چې له علمي او ټولنیز اړخه انسانیت او انسان تر څېړنې لاندې نیسي او په اساسي ډول د ایتنوګرافۍ له میتود څخه ګټه اخلي.

۹۱. انټي تیولوژي (antitheology): هغه عقیدوي سیسټم ته ویل کېږي چې له تیولوژي (خدای پوهنې) سره په ټکر کې وي.

۹۲. اپونیورالوژي (aponeurology): هغه پوهه چې اپونیورسونه تر څېړنې لاندې نیسي. اپونیورسونه هغې غشا ته ویل کېږي چې د بدن عضلات له یو بل سره او یا د بدن له نورو برخو، لکه پوستکي یا هډوکي، سره نښلوي.

۹۳. اربو ویرولوژي (arbovirology): هغه پوهه چې اربو ویروسونه تر څېړنې لاندې نیسي. اربو ویروسونه هغه ویروسونه دي چې د ارتوپودا فایلم د حیواناتو له خوا انتقالېږي.

۹۴. ارکانټالوژي (archontology): هغه پوهه چې تاریخي دفترونه او هغه خلک څېړي چې دغه دفترونه يې په واک کې وو.

۹۵. اسټروبیالوژي (astrobiology): هغه پوهه چې، د ځمکې په ګډون، د کاینات په هره برخه کې ژوند مطالعه کوي.

۹۶. اسټرو جیولوژي (astrogeology): هغه پوهه چې د ستورو او د لمریز نظام د نورو اجسامو جوړښت او ترکیب تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۷. اسټرو زولوژي (astrozoology): د زینالوژي هغه څانګه چې د ځمکې له فضا، محیط او اټوموسفیر څخه وتلي حیوانات (مثلاً د یوې بلې سیارې حیوانات) مطالعه کوي.

۹۸. اکسیډنټالوژي (accidentology): هغه پوهه چې پېښې (حادثات)، په تېره بیا د نقلیه وسایطو حادثات، تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۹. اکروپتالوژي (acropathology): هغه پوهه چې د لویو غړو یا د بدن د بهرنیو برخو (لاسونه، پښې او …) ناروغۍ او رنځونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۰۰. اکټینو بیالوژي (actinobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو د وړانګو اغېزې څېړي.

۱۰۱. اېرولیتالوژي (aerolithology): هغه پوهه چې شهاب ثاقب (اسماني کاڼي) څېړي.

۱۰۲. امریکنالوژي (Americanology): هغه پوهه چې امریکایي وګړي څېړي.

۱۰۳. انترو زولوژي (anthrozoology): هغه پوهه چې د انسانانو او ژوو اړیکې او خپلمنځي تعامل تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۰۴. اسټروتیولوژي (astrotheology): هغه تیولوژي (خدای پوهنه) چې د سماوي (علوي) مخلوقاتو پر مشاهده او څېړنه بنا وي.

 ۱۰۵. اډیکشنالوژي (addictionology): هغه پوهه چې روږدتیا (اعتیاد) او د هغې درملنه څېړي.

۱۰۶. اېروپلينالوژي (aeroplynology): هغه پوهه چې په فضا کې سپورونه او (د ګلانو یا بوټو) ګردې څېړي.

۱۰۷. اګرومورفولوژي (agromorphology): هغه پوهه چې د زراعتي بوټو مورفولوژي څېړي.

۱۰۸. اګروټیکنالوژي (agrotechnology): هغه پوهه چې د کرهنې (زراعت) لپاره د عصري ټیکنالوژۍ کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۰۹. امپلیټوډ یالوژي (amplitudeology): د کوانټم فزیک هغه برخه چې د کوانټمي ذراتو د خپرېدو امپلیټوډ څېړي.

۱۱۰. انیستیزیالوژي (anesthesiology): هغه پوهه چې د بې هوښۍ درمل تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۱۲. ارکیوبیالوژي (archeobiology): هغه پوهه چې د ارکیالوژي (لرغونپوهنې) بیالوژيک اړخونه څېړي.

۱۱۳. ارکیوزولوژي (archeozoology): هغه پوهه چې د زمان په اوښتو د انسانانو او حیواناتو اړیکې څېړي.

۱۱۴. ارتروپوډالوژي (arthropodology): هغه پوهه چې ارتروپوډونه (د ارپودا فایلم ژوي) څېړي.

۱۱۵. اسټرولیتالوژي (astrolithology): هغه پوهه چې شهاب سماوي څېړي.

۱۱۶. اټوموسفیرالوژي (atmospherology): هغه پوهه چې د یوه ستوري (سیارې) اټوموسفیر څېړي.

۱۱۷. اګرومیټریالوژي (agrometeorology): د میټریالوژي هغه څانګه چې پر کرهنه د موسم او اقلیم اغېزې څېړي.

۱۱۸. انتروپوبیالوژي (anthropobiology): هغه پوهه چې له تکاملي او ارتقايي لیدلوري، د انسانانو، د انسان لرغوني انسان وزمه نیکونو او اړوند غیرانساني لومړنیو موجوداتو بیالوژيک او چلندي اړخونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۱۹. انټيمیتوډولوژي (antimethodology): هغه پوهه چې له میټوډولوژي سره ټکر لري او یا شته میتوډولوژي سرچپه کوي او یا هم د هغې په خلاف اقدام کوي.

۱۲۰. اسټرسایزمولوژي (asterseismology): هغه پوهه چې د ستورو سایزمولوژي څېړي. وګورئ: سایزمولوژي.

۱۲۱. اسټروسایزمولوژي (astroseismology): هغه پوهه چې په ستورو کې د فشاري څپو ډېرېدل مطالعه کوي.

۱۲۲. اسټروټکنالوژي (astrotechnology): د ستورپوهنې اړوند ټکنالوژۍ د اسټروټکنالوژي په نوم یادېږي. د دې ټکنالوژۍ کارونه، تطبیق او زده کړه د اسټروټکنالوژي تر عنوان لاندې راځي.

۱۲۳. استوفزیالوژي (aesthophysiology): هغه پوهه چې د اعصابو د فعالیتونو په برخه کې حس تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۲۴. اناټوموپتالوژي (anatomopathology): د پتالوژي اناټومیکه څېړنه د اناټوموپتالوژي په نوم یادېږي.

۱۲۵. ارکیوهایډرولوژي (archeohydrology): هغه پوهه چې لرغونې هایډرولوژي څېړي. وګورئ: هایډرولوژي.

۱۲۶. اسټیرو سایزمو لوژي (asteroseismology): هغه پوهه چې د ستورو نوسان (اهتزاز) مطالعه کوي.

۱۲۷. اسټرو ارکیالوژي (astroarcheology): هغه پوهه چې د ارکیالوژيکو میتودونو په اساس ستوري څېړي؛ د ستورپوهنې ارکیالوژي.

۱۲۸. اسټرو میټریالوژي (astrometeorology): هغه پوهه چې د هوا حالاتو د وړاندوینې لپاره د اسټرولوژي کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۲۹. اګري بایو ټکنالوژي (agribiotechnology): هغه پوهه چې د کرهنې لپاره د بایوټکنالوژي کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۳۰. انتروپو سوشیالوژي (anthroposociology): هغه پوهه چې یو بشري نسل له بشرپوهنیزې او ټولنپوهنیزې زاویې څېړي تر څو پر نورو خلکو د یوې ځانګړې ډلې لوړاوی ثابت کړای شي.

۱۳۱. ارکیو ملاکالوژي (archeomalacology): هغه پوهه چې په لرغونو ځایونو (اثارو) کې د نرم تنانو پاتې شوني څېړي.

ارکیو سایزمولوژي (archeoseismology): د ارکیالوژي هغه څانګه چې لرغونې زلزلې څېړي.

۱۳۲. انتروپو مورفولوژي (anthropomorphology): هغه پوهه چې خدای ته د انساني صفاتو منسوبول څېړي. یا دې عمل ته هم انتروپو مورفولوژي ویل کېږي.

۱۳۳. انتروپو سوماټولوژي (anthroposomatology): د انساني بدن هر اړخیزه یا ټولیزه پوهه د انتروپوسومټالوژي په نوم یادېږي چې په ځان کې اناټومي، فزیولوژي، پتالوژي او داسې نورې څانګې رانغاړي.

۱۳۴. ایډافالوژي (edaphology): هغه پوهه چې د ځمکې او بوټو ترمنځ اړیکې او کرنیز فعالیتونه څېړي.

۱۳۵. ایجیپټالوژي (Egyptology): هغه پوهه چې لرغونی مصر څېړي.

۱۳۶. امبریالوژي (embryology): هغه پوهه چې جنین څېړي.

۱۳۷. امینالوژي (emmenology): هغه پوهه چې د ښځینه انسانانو او حیواناتو میاشتنۍ ناروغي (حیض) څېړي.

۱۳۸. انټرالوژي (enterology): هغه پوهه چې کولمې څېړي.

۱۳۹. انټومولوژي (entomology): هغه پوهه حشرات څېړي.

۱۴۰. انزایمولوژي (enzymology): د ساینس هغه څانګه چې انزایمونه مطالعه کوي.

۱۴۱. ایسکپالوژي (escapology): هغه پوهه یا هنر چې له یوه بندښت، لکه پړي یا زولنو، څخه تېښته یا ځان ازادول څېړي.

۱۴۲. اسکیمالوژي (Eskimology): هغه پوهه چې د اسکیمو سیمې خلک او ژبه څېړي.

۱۴۳. ایونټالوژي (eventology): د احصایې هغه څانګه چې ناڅاپي او مبهمې پېښې څېړي.

۱۴۴. اکسوبیالوژي (exobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د یوې بلې ځمکې ژوندي موجودات څېړي.

۱۴۵. انډمیالوژي (endemiology): هغه پوهه چې بومي حالات څېړي.

۱۴۶. انټروپالوژي (entropology): هغه پوهه چې داسې انساني کړنې څېړي چې په یوه ټولنیز سیسټم کې لویو بې نظمیو او اختلالونو ته لاره هواروي.

۱۴۷. اسکټالوژي (eschatology): هغه پوهه چې اخري وختونه – د نړۍ پای یا قیامت – تر څېړنې لاندې نیسي او په تېره په اسلامي او عیسوي تیولوژۍ کې د مسیح ع دوهم ځلې راتګ، د محشر ورځ او داسې نور اړخونه څېړي. د مرګ څېړنې ته هم اسکټالوژي ویل کېږي.

۱۴۸. اټروسکالوژي (Etruscology): هغه پوهه چې د اټرویا (په اټالوي ټاپو وزمه کې یو لرغونی هېواد) کلتور او تمدن څېړي.

۱۴۹. اکلیسالوژي (ecclesiology): د تیولوژي هغه څانګه چې د یوې کلیسا عقاید، رولونه او داسې نور څېړي. یا: هغه پوهه چې د کلیساوو ودانول او سینګارول څېړي.

۱۵۰. ایکوپتالوژي (eccopathology): هغه پوهه چې پر ناروغیو د چاپېریال (محیط) اغېز څېړي.

۱۵۱. ایموشنالوژي (emotionlogy): هغه پوهه چې احساسات/جذبات څېړي. یا: د خپلو احساساتو په اړه د یو ډله خلکو د تفکر او تکلم طرز ته هم ویل کېږي.

۱۵۲. انیګمټالوژي (enigmatology): هغه پوهه چې معماوې څېړي.

۱۵۳. اپډیمیالوژي (epidemiology):  هغه پوهه چې د ناروغیو، ویروسونو، افکارو او داسې نورو خپرېدل او کنټرول څېړي.

۱۵۴. اپیلپټالوژي (epileptology): د عصبپوهنې هغه څانګه چې د مرګي ناروغۍ څېړي.

۱۵۵. اپیسټمالوژي (epistemology): د فلسفې هغه څانګه چې پوهه څېړي. یا: د پوهنې تیوري د اپیسټمالوژي په نوم یادېږي او دا پوښتنې ځوابوي چې: پوهه څه شی ده؟ پوهه څنګه ترلاسه کېږي؟ خلک پر څه شي پوهېږي؟ پخپله پوهه څنګه پوه شو؟

۱۵۶. ایتنو بیالوژي (ethnobiology): هغه پوهه چې د نباتاتو، حیواناتو او انساني کلچرونو ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۵۷. ایتنو زولوژي (ethnozoology): هغه پوهه چې د تېرو او اوسنیو انساني کلچرونو او حیواناتو ترمنځ خپلمنځي اړیکې څېړي.

۱۵۸. اکساکرینالوژي (exocrinology): هغه پوهه چې خارجي ترشحات څېړي.

۱۵۹. اکسومونولوژي (exomoonology): هغه پوهه چې اکسومونونه څېړي. اکسومون هغې سپوږمۍ ته ویل کېږي چې زموږ له لمریز نظام څخه بهر وي.

۱۶۰. ایکو ایمونولوژي (ecoimmunology): د ایمونولوژي، ایکولوژيک تطبیق یا کارونې ته ایکوایمونولوژي ویل کېږي. وګورئ: ایمونولوژي.

۱۶۱. ایکومورفولوژي (ecomorphology): هغه پوهه چې د ارګانیزمونو پر مورفولوژي د چاپېریال اغېزې څېړي.

۱۶۲. ایکوموزیکالوژي (ecomusicology): هغه پوهه چې په ایکولوژي او طبیعي چاپېریال پورې اړوند طبیعت، کلچر او موسیقي تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۳. ایکونامیکالوژي (economicology): هغه پوهه چې د اقتصاد او ایکولوژي خپلمنځي تړاو څېړي.

۱۶۴. ایکوفزیالوژي (ecophysiology): هغه پوهه چې د یوه ارګانیزم د فزیولوژۍ او د هغه د چاپېریال ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۶۵. ایکوسایکالوژي (ecopsychology): د ارواپوهنې هغه بڼه چې د ټولنې پر ځای له طبیعي نړۍ سره مخلوط شوې وي یا پر طبیعي نړۍ بحث کوي.

۱۶۶. ایکوټکنالوژي (ecotechnology): هغې ټکنالوژۍ ته ویل کېږي چې ایکوسیسټم ته ګټوره وي او زیان نه ورته رسوي.

۱۶۷. انسيفالولوژي (encephalology): هغه پوهه چې مغز، د مغزو جوړښت او دندې تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۸. انډوکراینولوژي (endocrinology): هغه پوهه چې د انساني جسم د اندوکراین غدې، د دغو غدو له خوا تولید شوي هورمونونه او د هغو اړوند اختلالونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۹. اسپرانټالوژي (Esperantology): هغه پوهه چې اسپرانټو ژبه څېړي. اسپرانټو هغه نړیواله کمکي (مرستندویه) ژبه ده چې اېل. اېل. زامنهوف ډیزاین کړې او له هند-اروپايي ژبو لکه انګلش، فرانسوي، جرمني، اټالوي، اسپانوي، روسي څخه يې الهام اخیستی او خپل جلا ګرامري ترکیبات، مشتقات او داسې نور اړخونه لري.

۱۷۰. ایتنوپیډالوژي (ethnopedology): هغه پوهه چې د خاوري بومي (سیمه ییزه) پوهه څېړي.

۱۷۱. اټیوپتالوژي (etiopathology): هغه پوهه چې د یوې پتالوژۍ لامل څېړي یا تشخیصوي.

۱۷۲. اکسومورفولوژي (exomorphology): هغه پوهه چې خارجي مورفولوژي څېړي.

۱۷۳. الکټروبیالوژي (electrobiology): هغه پوهه چې د بیالوژيکو ارګانیزمونو په واسطه د برېښنا تولید او کارونه څېړي.

۱۷۴. اکسوپلانټالوژي (exoplanetology): هغه پوهه چې هغه سیارې څېړي چې زموږ له لمریز نظام څخه دباندې شتون لري.

۱۷۵. ایکو اپیډمیالوژي (ecoepidemiology): هغه پوهه چې پر روغتیا ایکولوژیکې اغېزې څېړي.

۱۷۶. الکټروهیالوژي (electroheology): هغه پوهه چې د مادې پر رهالوژیکو خواصو د برېښنايي ساحو اغېزې څېړي. وګورئ: رهالوژي.

۱۷۷. امبریوپتالوژي (embryopathology): هغه پوهه چې د جنین ناروغۍ څېړي.

۱۷۸. ایتنو انټومولوژي (enthnoentomology): د انټومولوژي (حشره پوهنې) هغه څانګه چې د خلکو او حشراتو ترمنځ تعامل څېړي.

۱۷۹. ایتنو موزیکالوژي (ethnomusicology):  هغه پوهه چې کلچر او موسیقي څېړي. یا: هغه پوهه چې موسیقي او له کلچر سره د موسیقۍ تړاو څېړي.

۱۸۰. ایتنو سایکالوژي (ethnopsychology): هغه پوهه چې داسې ارواپوهنیز مفاهیم څېړي چې د بېلا بېلو پرګنو په منځ کې شتون لري.

۱۸۱. اکسانتیماټولوژي (exanthematology): هغه پوهه چې اکسانتم (یو ډول خارښ چې معمولاً په ماشومانو کې لیدل کېږي) څېړي.

۱۸۲. ایکو جیو مورفولوژي (ecogeomorphology): هغه پوهه چې د ایکولوژي او جیومورفولوژي ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۸۳. ایتنوپرایمټالوژي (ethnoprimatology): هغه پوهه چې د انسانانو او نورو لومړنیو موجوداتو ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۸۴. الکټرو کارډیالوژي (electrocardiology): هغه پوهه چې د زړه برقي فعالیت څېړي.

۱۸۵. الکټروفزیالوژي (electrophysiology): د فزیولوژي هغه څانګه چې د ارګانیزمونو برقي فعالیت څېړي.

۱۸۶. الکټروټکنالوژي (electrotechnology): د برقي ټکنالوژي او انجینرۍ ترکیب ته الکټرو ټکنالوژي ویل کېږي.

۱۸۷. ایتنو فارماکولوژي (ethnopharmacology): هغه پوهه چې توکميزې ډلې، د هغو روغتیا او دا چې د هغوی روغتیا د دوی له فزیکي عادتونو او درمل جوړونې او کارونې سره څنګه تړاو خوري، تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۸۹. ایاټرالوژي (iatrology): د طب علم ته ایاټرالوژي ویل کېږي.

۱۹۰. ایماګالوژي (imagology): هغه پوهه چې په ادب او داسې نورو ډګرونو کې کلتوري کلېشې (سیټروټایپونه) څېړي.

۱۹۱. آیرینالوژي (irenology): هغه پوهه چې سوله څېړي؛ سوله پوهنه.

۱۹۲. آیریسالوژي (irisology): هغه پوهه چې د زنبق بوټي کر څېړي.

۱۹۳. ایامټالوژي (iamatology): هغه پوهه چې درملنه څېړي.

۱۹۴. ایمونولوژي (immunology): د طب هغه څانګه چې د بدن دفاعي سیسټم څېړي.

۱۹۵. اسلامولوژي (Islamology): هغه پوهه چې اسلام تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۹۶. اکتیالوژي (ichthyology): د زولوژي هغه څانګه چې ماهیان (کبان) څېړي.

۱۹۷. ایډیوبیالوژي (idiobiology): هغه پوهه چې بیالوژيک فرد څېړي.

۱۹۸. انسکټالوژي (insectology): هغه پوهه چې حشرات څېړي.

۱۹۹. امپلنټالوژي (implantology): هغه پوهه چې د غاښونو تعویض (بدلول) څېړي.

۲۰۰. انفکټیالوژي (infectiology): هغه پوهه چې د ناروغیو سرایت (انفکشن) څېړي.

۲۰۱. ایمونو ایکالوژي (immunoecology): هغه پوهه چې د ایمونولوژي او ایکالوژي تعامل څېړي.

۲۰۲. انفوډیمیالوژي (infodemiology): د اپیډیمیالوژي هغه څانګه چې په هغه کې د انټرنټ له لارې ډاټا (خام معلومات) ترلاسه کېږي.

۲۰۳. انسټرکټالوژي (instructology): د ښوونې هغه څانګه چې په هغه کې لارښوونه د علم او پوهې د لېږد لپاره کارول کېږي.

۲۰۴. ایمونوسرالوژي (immunoserology): د سرالوژي هغه څانګه چې دفاعي غبرګون مطالعه کوي. وګورئ: سرالوژي.

۲۰۵. ایمونو ویرولوژي (immunovirology):  هغه پوهه چې د ویروسونو او دفاعي سیسټم تر منځ تعامل څېړي.

۲۰۶. انټرا کرینولوژي (intracrinology): هغه پوهه چې انټراکراین هورمونونه او د هغو اړوند رنځونه څېړي.

۲۰۷. اکتیو ټاکسیکالوژي (ichthiotoxicology): هغه پوهه چې هغه زهر څېړي چې په کبانو کې موندل کېږي.

۲۰۸. ایمونو واکسینالوژي (immunovaccinology): د واکسین موندنې په ډګر کې له ایمونولوژي څخه ګټه اخیستنه د ایمونو واکسینالوژي په نوم یادېږي.

۲۰۸. انفارمېشن ټکنالوژي (information technology): هغه پوهه چې کمپیوټري سیسټمونه او کاریالونه تر څېړنې لاندې نیسي؛ معلوماتي ټکنالوژي.

یا: د کمپیوټري سیسټمونو او کاریالونو د جوړولو چارې ته هم ویل کېږي.

یا: د یوه سازمان د کمپیوټرپوهنې څانګه د معلوماتي ټکنالوژي په نوم یادېږي.

۲۰۹. اوینالوژي (oenology): هغه پوهه چې شراب او شراب جوړونه څېړي.

۲۱۰. اویکالوژي (oikology): هغه پوهه چې کورونه (ودانۍ) او کور (کورنۍ، غړي)، په تېره د هغو روغتیايي شرایط تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۱۱. اونکالوژي (oncology): د طب هغه څانګه چې تومورونه، د هغو جوړېدل، تشخیص، درملنه او مخنیوی څېړي.

۲۱۲. انټالوژي (ontology):  د میټافزیک هغه څانګه چې د وجود یا هغو شیانو چې موجود وي، طبیعت او اساسي ځانګړنې څېړي؛ وجودپوهه.

۲۱۳. اپټالوژي (optology): هغه پوهه چې دید (نظر) څېړي؛ دید پوهنه.

۲۱۴. آسمالوژي (osmology): هغه پوهه چې بویونه څېړي.

۲۱۵. اکلالوژي (ochlology): د خلکو د ګڼه ګوڼې (رش کش) ارواپوهنه د اکلالوژي په نوم یادېږي.

۲۱۶. افیالوژي (ophiology): هغه پوهه چې ماران څېړي. افیالوژي د هرپټالوژي یوه څانګه ده. وګورئ: هرپټالوژي.

۲۱۷. ارتالوژي (orthology): صحیح تکلم او یا د لغتونو سمه کارونه د ارتالوژي په نوم یادېږي.

۲۱۸. اسټیالوژي (osteology): هغه پوهه چې د هډوکو پتالوژي او مورفولوژي څېړي.

۲۱۹. اوشنالوژي (oceanology): هغه پوهه چې بحرونه څېړي.

۲۲۰. اډنټولوژي (odontology): هغه پوهه چې د غاښونو جوړښت او وده څېړي. یا: د غاښپوهنې هغه څانګه چې د غاښونو ګډوډۍ څېړي.

۲۲۱. اونیرالوژي (oneirology): هغه پوهه چې خوبونه او د هغو تعبیر څېړي.

۲۲۲. ارګنالوژي (organology): هغه پوهه چې د نباتاتو او ژوو غړي څېړي. یا: د تاریخ، کلتور او پنځېدو له مخې د موسیقيي آلاتو څېړنه د ارګنالوژي په نوم یادېږي.

۲۲۳. اوریزمالوژي (orismology): هغه پوهه چې تخنیکي اصطلاحات څېړي؛ ټرمینالوژي.

۲۲۴. اوریکټالوژي (oryctology): هغه پوهه چې له ځمکې څخه را کیندل شوي شیان او همدا رنګه منرالونه او فاسیلونه څېړي.

۲۲۵. اولفکټالوژي (olfactology): د بوی کیمیاوي څېړنه اولفکټالوژي بلل کېږي.

۲۲۶. اونکوبیالوژي (oncobiology): د سرطان بیالوژي ته انکوبیالوژي ویل کېږي.

۲۲۷. اونوماټولوژي (onomatology): هغه پوهه چې د نومونو منشاء څېړي.

۲۲۸. ارکیډالوژي (orchidology): هغه پوهه چې بڼونه (د ګلونو باغونه) څېړي.

۲۲۹. اورنیتالوژي (ornithology): د زولوژي هغه څانګه چې په ساینسي ډول مرغان څېړي.

۲۳۰. اونوماسیولوژي (onomasiology): د لکسیکالوژي هغه څانګه چې نومونه او مفاهیم څېړي.

۲۳۱. اوپیلیونالوژي (opilionology): هغه پوهه چې درمندګر څېړي.

۲۳۲. اوټوپتالوژي (otopathology): هغه پوهه چې د غوږونو ناروغۍ څېړي.

۲۳۳. اوټو رینولوژي (otorhinology): هغه پوهه چې غوږ او پوزه (او د هغو ناروغۍ) څېړي.

۲۳۴. افتلمالوژي (ophthalmology): هغه پوهه چې د سترګو اناټومي، دندې، ناروغۍ او درملنه څېړي.

۲۳۵. اوسفريسالوژي (osphresiology): هغه پوهه چې بویونه څېړي.

۲۳۶. اپټوفزیالوژي (optophysiology): هغه پوهه چې د رڼا فزیالوژي څېړي.

۲۳۷. ارتوپټرالوژي (orthopterology): هغه پوهه چې ارتوپټرا څېړي.

۲۳۸. اسټیوپتالوژي (osteopathology): هغه پوهه چې د هډوکو پتالوژي څېړي.

۲۳۹. اوټولېرنګالوژي (otolaryngology): هغه پوهه چې د غوږ، پوزې او ستوني ناروغۍ څېړي.

۲۴۰. اونیکوپتالوژي (onychopathology): هغه پوهه چې د نکانو ناروغۍ څېړي.

۲۴۱. اورنیتیکنالوژي (ornithichnology): د علم هغه څانګه چې د مرغانو د پښو فوسیلي چاپ/نښه څېړي.

۲۴۲. اسټیو ایمونولوژي (osteoimmunology): هغه پوهه چې د اسکلېټ او دفاعي سیسټم ترمنځ اړیکې څېړي.

۲۴۳. اسټیوارکیالوژي (osteoarchaeology): هغه پوهه چې په لرغونو اثارو کې انساني پاتې شوني څېړي.

۲۴۴. افتلموپتالوژي (ophthalmopathology): هغه پوهه چې د سترګو ناروغۍ څېړي.

۲۴۵. اوټو لېرنګو هینګالوژي (otolaryngohingology): هغه پوهه چې د غوږ، پوزې او ستوني ناروغۍ څېړي.

ب

۲۴۶. بیالوژي(biology): هغه پوهه چې ژوند او ژوندۍ ماده څېړي.

۲۴۷. بارولوژي(barology) : هغه پوهه چې وزن یا د ثقل مرکز څېړي.

۲۴۸. باټالوژي(batology) : هغه پوهه چې په ساینسي میتودونو د روبس ګل تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۴۹. باینالوژي(binology) : باینالوژي هغې بوختیا یا فعالیت ته ویل کېږي چې د نامتو څېرو او عامو خلکو په هکله د معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر د هغو خځلنۍ (کثافت دانۍ) توشپل کېږي او بیا لاسته راغلي معلومات په کوچنیو ورځپاڼو کې خپرېږي. د یادونې وړ ده چې دغه فعالیت له اخلاقي پلوه تر پوښتنې لاندې دی.

۲۵۰. بویالوژي(boyology) : د یوه نارینه زلمي (هلک) څېړنې یا ساینسي ازمایښت ته بویالوژي ویل کېږي.

۲۵۱. برایالوژي(bryology) : د برایوفایټس څېړنې ته برایالوژي ویل کېږي. برایوفایټس هغو بوټو ته ویل کېږي چې رګونه یا مجرا نه لري، مثلاً د کاڼي ګل یا موسه.

۲۵۲. بوګالوژي (bugology): هغه پوهه چې حشرات څېړي، د بوګالوژي په نوم یادېږي.

۲۵۳. بورسالوژي (bursalogy): هغه پوهه چې بورس تر څېړنې لاندې نیسي. بورس یوه ښویه ماده ده چې په هغه ځای کې شتون لري چې د یوې عضلې او هډوکي سولېدل پېښېږي او د دواړو حرکتي سطحو ترمنځ د اصطکاک کچه کموي.

۲۵۴. بالنیولوژي (balneology): هغه پوهه چې حمامونه او لمبېدل (غسل کول) تر څېړنې لاندې نیسي، په ځانګړي ډول هغه غسل چې د درملنې په خاطر ترسره کېږي.

۲۵۵. باریالوژي (barriology): هغه پوهه چې حجروي خنډونه (بندښتونه) څېړي.

۲۵۶. باتمالوژي (bathmology): هغه پوهه چې په یوه ډسکورس کې د تعامل درجې او یا د ژبني خود ارجاعي پوړونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۵۷. بیبلیالوژي (bibliology): هغه پوهه چې د کتابونو او د چاپ د فن تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي. بل تعریف يې په دې ډول دی: هغه پوهه چې بایبلي ادبیات (بایبل او د عیسویت نور کتابونه) تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۵۸. بایو ایکالوژي (bioecology): هغه پوهه چې د ایکالوژي بیالوژيک اړخونه څېړي.

۲۵۹. بوټانولوژي (botanology): هغه پوهه چې بوټي (نباتات) څېړي. د بوټاني په نوم هم یادېږي.

۲۶۰. براکیلوژي (brachylogy): هغه پوهه چې د لغتونو د حذف (غورځن) بېلا بېل حالتونه څېړي چې په دې کې د هغو لغتونو حذف او له منځه هم وړل هم راځي چې په یوه عبارت کې د پوهېدو وړ وي، لکه په انګلش ژبه کې له «good morning» څخه د good کلمې غورځول.

۲۶۱. برانټالوژي (brontology): هغه پوهه چې تندر څېړي.

۲۶۲. بودالوژي (Buddhology): هغه پوهه چې بودا او یا بودیزم تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۶۳. بفیالوژي (Buffyology): هغه پوهه چې ((Buffy the Vampire Slayer)) ټلویزوني سریال په علمي او اکاډمیکو میتودونو تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۶۴. بیریسټالوژي (berestology): هغه پوهه چې د ونې په پوټکي لیکل شوې خطي نسخې مطالعه کوي.

۲۶۵. بایو رهالوژي (biorheology): هغه پوهه چې د بیالوژيکو موادو جریان (بهېدا) او ویجاړتیا څېړي.

۲۶۶. بایو ټیپالوژي (biotypology): بایو ټیپالوژي هغه حیوانات څېړي چې مشابه جینوټایپ ولري.

۲۶۷. بروماټولوژي (bromatology): هغه پوهه چې خواړه څېړي.

۲۶۸. بټنالوژي (buttonlogy): هغه پوهه چې د جامو تڼۍ (بټنونه) څېړي.

۲۶۹. بکټیریالوژي (bacteriology): هغه پوهه چې په عمومي ډول بکټیریا او په تېره د رنځونو او کرهنې په باب يې تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۷۰. بارامینالوژي (baraminology): هغه پوهه چې د بایبلي عقیدې له مخې د ارګانیزمونو ډلبندي څېړي او یا د همدې عقیدې پر اساس د موجوداتو ډلبندي ترسره کوي. په لنډ ډول ویلای شو چې د مخلوقاتو مطالعې ته بارامینالوژي ویل کېږي.

۲۷۱. بایوکونولوژي (biocoenology): هغه پوهه چې بایکونوس څېړي. بایکونوس د هغو ارګانیزمونو ټولنې ته ویل کېږي چې یو طبیعي ایکالوژیک واحد جوړوي.

۲۷۲. بایوپتالوژي (biopathology): د بدن د غړو، تومورونو او ورته بیالوژیکو جوړښتونو پتالوژي (د ناروغیو پوهه/رنځپوهنه) د بایوپتالوژي په نوم یادېږي.

۲۷۳. بایوسوشیالوژي (biosociology): وګورئ: سوشوبیالوژي.

۲۷۴. براکټالوژي (bracketology): هغه پوهه چې د لوبو د پایلې وړاندوینه او تجزیه څېړي او یا د لوبو د پایلې په هکله وړاندوینه کوي.

۲۷۵. بایوکرونولوژي (biochronology): هغه پوهه چې د تیږو د فاسیلونو د شننې له لارې د هغو نېټې ټاکي.

۲۷۶. بایو فزیالوژي (biophysiology): بیالوژیکې فزیالوژۍ ته بایوفزیالوژي ویل کېږي.

۲۷۷. بایوسایکالوژي (biopsychology): بیالوژیکې ارواپوهنې ته بایوسکایلوژي ویل کېږي.

۲۷۸. بایوسپیلیالوژي (biospeleology): د هغو ارګانیزمونو بیالوژي چې په سمڅو کې ژوند کوي.

۲۷۹. بایوټکنالوژي (biotechnology): په صنعتي، زراعتي، طبي او نورو ټکنالوژیکو مواردو کې د ژوندیو موجوداتو (په تېره مایکرو موجوداتو) کارونه د بایوټکنالوژي په نوم یادېږي.

دغه راز، د ژوندیو موجوداتو د علومو د څېړنې او مطالعې لپاره د انجینرۍ او ټکنالوژۍ اصول او میتودونو پلي کول د بایوټکنالوژي یوه برخه ده.

د تعریف په توګه ویلای شو چې بایوټکنالوژي د پورته یادو ټولو اړخونو څېړنې او شننې ته ویل کېږي.

۲۸۰. بایوارکیالوژي (bioarcheology):  وګورئ: اسټي ارکیالوژي.

۲۸۱. بایوکلیمټالوژي (bioclimatology): د ساینس هغه پوهنګڼتیايي څانګه چې د موسمونو د ترتیب له مخې د بایوسفیر او ځکمني اټوموسفیر ترمنځ اړیکې څېړي.

۲۸۲. بایومیټریالوژي (biometeorology): هغه پوهه چې د اتوموسفیري شرایطو (موسم) او ژوندیو موجوداتو ترمنځ اړیکې څېړي.

۲۸۳. بایو انتروپولوژي (bioanthropology): بیالوژیکې انتروپولوژۍ ته بایوانتروپولوژي ویل کېږي.

۲۸۴. بایو جیو مورفولوژي (biogeomorphology): هغه پوهه چې د ځمکې او ارګانیزمونو تر منځ تعامل تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۸۵. بایو نانو ټکنالوژي (bionanotechnology):  هغه پوهه چې د نانوټکنالوژۍ لپاره د بیالوژي کارونه او تطبیق څېړي.

۲۸۶. بایو مایکرو میټریالوژي (biomicrometeorology): هغه پوهه چې د کوچنۍ کچې موسمي سیسټمونه څېړي چې تر شا يې یو بیالوژیک لامل لاس ولري. د مثال په ډول هغه سیسټم چې د ونو د زیاتې پراختیا له کبله رامنځته کېږي.

پ

۲۸۷. پیډالوژي (pedology): د خاورې پوهنې هغه څانګه چې خاوره د طبیعي سیسټمونو د یوه جز په توګه څېړي او یا د خاورې پیدایښت او ډلبندي مطالعه کوي.

۲۸۹. پینالوژي (penology): هغه پوهه چې د سزا او همدا رنګه د جرم د مخنیوي لپاره منل شوې او پلان شوې پروسې څېړي.

۲۹۰. پومولوژي (pomology): هغه پوهه چې مېوه او د مېوې کر څېړي.

۲۹۱. پوسالوژي (posology): هغه پوهه چې د درملو کارونه / ډوسونه او په تېره د دقیقو نسخو تشخیص څېړي.

۲۹۲. پیرالوژي (pyrology):  هغه پوهه چې د تودوخې یا لمبې اغېزې، چې ډېر کله په چاودېدونکو موادو او کیمیاوي مرکباتو پورې اړه لري، تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۹۳. پانټالوژي (pantology):  د بشري علومو ټولو څانګو ته یوه سیسټماټیکه کتنه یا د نړیوالو معلوماتو یوه پنځونه د پانټالوژي په نوم یادېږي.

۲۹۴. پالیالوژي (paleology): هغه پوهه چې لرغوني وختونه یا لرغوني شیان څېړي.

۲۹۵. پتالوژي (pathology): د طب هغه څانګه چې د ناروغي طبیعت، د هغې علتونه، پروسې، وده او پایلې څېړي.

۲۹۶. پاټرالوژي (patrology): هغه پوهه چې د کلیسا د پاپانو ژوند او کارونه څېړي.

۲۹۷. پیسټالوژي (pestology): هغه پوهه چې وباوې څېړي.

۲۹۸. پیټرالوژي (petrology): هغه پوهه چې د تیږو منشاء، ترکیب او ساختمان څېړي.

۲۹۹. پیمپالوژي (pimpology): هغه پوهه چې دلالي یا دلال کېدل څېړي.

۳۰۰. پلوټالوژي (plutology): هغه پوهه چې شتمني څېړي.

۳۰۱. پورنالوژي (pornology): هغه پوهه چې جنسي اړیکې (جماع) څېړي. یا: د جنسي اړیکو په تړاو لوڅو لیکنو ته هم ویل کېږي.

۳۰۲. پروټالوژي (protology): د تیولوژي هغه څانګه چې منشاوې (سرچینې) او لومړني شیان تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۰۳. پنالوژي (punnology): له لغتونو سره د لوبېدو هنر یا فعالیت د پنالوژي په نوم یادېږي.

۳۰۴. پیرګالوژي (pyrgology): هغه پوهه چې مینارونه څېړي.

۳۰۵. پاپیرالوژي (papyrology): هغه پوهه چې پر پاپیروس لیکلي لرغوني متنونه څېړي.

۳۰۶. پاسیمالوژي (pasimology): د افهام او تفهیم لپاره د بدني حرکتونو استفاده (کارونه) د پاسیمالوژي په نوم یادېږي.

۳۰۷. پېټریالوژي (patriology): د عیسوي تیولوژۍ یوه څانګه چې خدای – ازلي پلار، څېړي.

۳۰۸. پیسټیالوژي (pisteology): هغه پوهه چې ایمان څېړي.

۳۰۹. نیومالوژي (pneumology): هغه پوهه چې تنفسي سیسټم او غړي يې څېړي.

۳۱۰. پوګونولوژي (pogonology): هغه پوهه چې ږیره څېړي.

۳۱۱. پولمالوژي (polemology): هغه پوهه چې بشري نښتې او جګړې څېړي.

۳۱۲. پولیټالوژي (politology): د ټولنیزو علومو هغه څانګه چې د سیاست، سیاسي سیسټمونو او سیاسي چلن وړاندوینه، تجزیه، سپړنه او تیوري څېړي.

۳۱۳. پونرالوژي (ponerology):  هغه پوهه چې بدي / شر څېړي.

۳۱۴. پوټامولوژي (potamology): هغه پوهه چې سیندونه څېړي.

۳۱۵. پراکسیالوژي (praxeology): هغه پوهه چې انساني کړه وړه یا چلن څېړي.

۳۱۶. پراکټالوژي (proctology): د طب هغه څانګه چې مقعد او اړوندې برخې يې څېړي.

۳۱۷. پوسیالوژي (pussyology): هغه پوهه چې پیشوګانې څېړي.

۳۱۸. پایراټولوژي (pyretology): هغه پوهه چې تبې څېړي.

۳۱۹. پانتیالوژي (pantheolgy): د تیولوژي هغه سیسټم چې ټولو ادیانو ته په خپله غېږه کې ځای ورکوي؛ د تیولوژي ټولیز سیسټم ته هم ویل کېږي.

۳۲۰. پارابیالوژي (parabiology): هغه پوهه چې بیالوژیک پارا نورمال فعالیتونه څېړي.

۳۲۱. پېرمیالوژي (paremiology): هغه پوهه چې متلونه څېړي.

۳۲۲. پرسونالوژي (personology): د شخصیتي ارواپوهنې هغه تیوري چې هېنري موري او نورو ورته وده ورکړه.

۳۲۳. پیفیلالوژي (piphilology): د یوې بوختیا په توګه د پای (ریاضیکي عدد/سمبول) د شمېرو په یادو زده کول د پیفیلالوژي په نوم یادېږي.

۳۲۴. پیسکټالوژي (piscatology): هغه پوهه چې کب نیونه څېړي.

۳۲۵. پلانیټالوژي (planetology): هغه پوهه چې ستوري، ستوریز سیسټمونه او لمریز نظام څېړي.

۳۲۶. پرایمټالوژي (primatology): د زولوژي هغه څانګه چې پرایمېټونه (اولیه موجودات) څېړي.

۳۲۷. پولمونولوژي (pulmonology): د طب هغه څانګه چې د سږو او تنفسي جهاز ناروغۍ څېړي.

۳۲۸. پایروبالوژي (pyroballogy):  هغه پوهه چې توپونه څېړي.

۳۲۹. پالټیالوژي (palaetiology): هغه پوهه چې د علت و معلول د قانون په اساس د ځمکې تېر حالات او بدلونونه څېړي.

۳۳۰. پالیوبیالوژي (paleobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د نباتاتو او حیواناتو فاسیلونه څېړي.

۳۳۱. پالیوایکالوژي (paleoecology): هغه پوهه چې د لرغوني تېرمهال ایکالوژي څېړي.

۳۳۲. پالیوجیولوژي (paleogeology): په لرغوني تېر مهال کې د یوه خاص ځای ایکالوژي ته پالیوجیولوژي ویل کېږي.

۳۳۳. پالیوبوټاني (paleobotany): د پالیونټالوژي هغه څانګه چې نباتي فاسیلونه څېړي.

۳۳۴. پالیوانټالوژي (paleontology): هغه پوهه چې د ماقبل التاریخ یا جیولوژیکو وختونو ژوندي موجودات، په تېره هغه چې د فاسیلونو په ډول پاتې وي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۳۵. پالیوزولوژي (paleozoology): د زولوژي هغه څانګه چې فاسیلونه څېړي.

۳۳۶. پارډاکسالوژي (paradoxology): د پاراډاکسونو کارونې ته پاراډاکسالوژي ویل کېږي.

۳۳۷. پارسیټالوژي (parasitology): هغه پوهه چې پرازیتونه څېړي.

۳۳۸. پاتوبیالوژي (pathobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې پتالوژي څېړي او د طبي اړخونو پر ځای ډېر ټینګار يې پر بیالوژيکو مواردو وي.

۳۳۹. پرنیټالوژي (perinatology): د قابلګي هغه څانګه چې د کړکېچن زېږون پر طبي او عملیاتي مدیریت تمرکز کوي.

۳۴۰. پي اېچ تيسیالوژي (phthisiology): هغه پوهه چې د سږي توبرکلوز، د هغه درملنه او ساتنه څېړي.

۳۴۱. پروټوزولوژي (protozoology): هغه پوهه چې پروتوزوا څېړي.

۳۴۲. پیرمیډالوژي (pyramidology): هغه پوهه چې اهرامونه څېړي، خو د تاریخي یا لرغونپوهنیز لیدلوري پر ځای ماوراء الطبیعي یا د عصر جدید لیدلوری کاروي.

۳۴۳. پانکريټالوژي (pancreatology): هغه پوهه چې د پانکراس غده څېړي.

۳۴۴. پراسوپونالوژي (prosoponology): د ماسکونو غونډولو او ډلبندۍ ته پراسوپونالوژي ویل کېږي.

۳۴۵. پرو-وربیالوژي (proverbiology): هغه پوهه چې متلونه څېړي.

۳۴۶. پالیو آکسي لالوژي (palaeoxylology):

هغه پوهه چې فاسیلي لرګي، که تېږه شوي وي یا نه، تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۴۷. پالیونیورالوژي (paleoneurology): هغه پوهه چې د له منځه تللیو حیواناتو عصبي سیسټم څېړي.

۳۴۸. پالیوپتالوژي (paleopathology): هغه پوهه چې لرغوني ناروغۍ څېړي.

۳۴۹. پالیوفایکالوژي (paleophycology): د پالیونټالوژي هغه څانګه چې فاسیلي الجي څېړي.

۳۵۰. پالیو فایټالوژي (paleophytology): وګورئ: پالیوبوټاني.

۳۵۱. پالیو راډیولوژي (paleoradiology): د لرغونو پاتې شونو او اثارو د څېړنې لپاره د عصري رایډلوژیکو تخنیکونو کارونه د پالیو راډیولوژي په نوم یادېږي.

۳۵۲. پاراسایکالوژي (parapsychology): د هغه څه پوهه چې تر دمګرۍ نه شي تشریح کېدای؛ رواني یا ماوراء الطبیعي پدیدې، لکه ټیلي پاتي او ارواوې.

۳۵۳. پیډو مورفولوژي (pedomorphology): د خاورې مورفولوژي (جوړښت/بڼې) ته پیډو مورفولوژي ویل کېږي.

۳۵۴. پیریوډانټالوژي (periodontology): پیرډیوډانټیک؛ هغه پوهه چې د غاښونو حمایوي جوړښتونه – ژامې، وورۍ، هډوکی، سیمنټم – او هغه شرایط او رنځونه څېړي چې پر غاښونو اغېز کوي.

۳۵۵. فوټو پتالوژي (photopathology): د پتالوژي هغه څانګه چې هغه ناروغۍ څېړي چې رڼا ته د ظاهرېدو له امله پیدا شوې وي.

۳۵۶. فایټولیتالوژي (phytolithology): هغه پوهه چې فاسیلي نباتات څېړي؛ پالیوبوټاني؛ پالیوفایټالوژي.

۳۵۷. فایټوپتالوژي (phytopathology): هغه پوهه چې د نباتاتو ناروغۍ څېړي؛ نباتي پتالوژي.

۳۵۸. فایټوسوشیالوژي (phytosociology): هغه پوهه چې د نباتي ټولنو ایکالوژي، ډلبندي او خپرېدل څېړي.

۳۵۹. پولي ګلاټالوژي (polyglottology):د ډېرو ژبو کارونه د پولي ګلاټالوژي په نوم یادېږي.

۳۶۰. پرابلمټالوژي (problematology): د فلسفې هغه بڼه چې پر پوښتلو (questioning) ولاړه ده.

۳۶۱. سایکاټوپالوژي (psychotopology): د ځای رواني بعد؛ د یو چا پر ذهني او احساساتي حالت د فزیکي چاپېریال اغېز د سایکاټوپالوژي په نوم یادېږي.

۳۶۲. پېډوسایکالوژي (paedopsychology): هغه پوهه چې د ماشوم او/یا نوزېږي د ذهن (یا اروا چې اوس نه کارېږي) طبیعت، کار کولو طرز او وده تر څېړنې لاندې نیسي؛ د ماشوم ارواپوهنه.

یا: د ماشوم د ذهن یا اروا سیسټماټیکه څېړنه یا تیوریکه شننه د پیډوسایکالوژي په نوم یادېږي.

۳۶۳. پالیوهایډرالوژي (palaeohydrology): هغه پوهه چې لرغوني سیندونه او نور اوبیز خواص څېړي.

۳۶۴. پالیوماسټالوژي (palaeomastology): وګورئ: پالیومامالوژي.

۳۶۵. پالیوکرونولوژي (paleochronology): ماقبل التاریخ کرونولوژي د پالیوکرونولوژي په نوم یادېږي.

۳۶۶. پالیوفزیالوژي (paleophysiology): هغه پوهه چې د حیواني فزیالوژي ارتقايي (تکاملي) اساس څېړي.

۳۶۷. پالیو اورنټالوژي (paleoornithology): د پالیونټالوژي هغه څانګه چې فاسیلي مرغان څېړي.

۳۶۸. پاتو مورفولوژي (pathomorphology): هغه پوهه چې د یوه پاتولوژیک حالت مورفولوژي څېړي.

۳۶۹. پاتو فزیالوژي (pathophysiology): هغه پوهه چې په ناروغۍ او ټپ (زخم) پورې تړلي فزیولوژیک بهیرونه څېړي.

۳۷۰. پاټرونوموټالوژي (patronomatology): د علم هغه څانګه چې شخصي نومونه او د هغو منشاء څېړي؛ د پاټرونومیکونو څېړنه.

۳۷۱. پایکورنا ویرولوژي (picornavirology): هغه پوهه چې پایکورنا ویروسونه څېړي. پایکورنا هغه ویروسونه دي چې ډېری یې سرایت کوونکي او د پولیو، د پښې و خولې ناروغۍ او د ټوخلي بېلا بېل ډولونه او د داسې نورو ناروغیو لامل ګرځي.

۳۷۲. ټایلوکرونولوژي (ptilochronology): هغه پوهه چې د غذايي حالت د یوه انډیکس په توګه د وزرونو د ودې فیصدي څېړي.

۳۷۳. پالیوکلیمټالوژي (palaeoclimatology): هغه پوهه چې د ځمکې ماقبل التاریخ اقلیم څېړي.

۳۷۴. پالیو انتروپولوژي (paleoanthropology): هغه پوهه چې لرغوني انساني پاتې شوني څېړي.

۳۷۵. پالیو اپیډمیالوژي (paleoepidmeiology): هغه پوهه چې له اپیدمیالوژیک اړخه د لرغونو وختونو ناروغۍ څېړي.

۳۷۶. پوسټ-فینامینالوژي (postphenomenology): د فینامینالوژي نوې بڼه چې موخه يې د ذهن ګرايي یا موضوعیت پر محدودیتونو برلاستيا ده.

۳۷۷. پالیو هیسټوپتالوژي (paleohistopathology): هغه پوهه چې د لرغونو ناروغیو هیسټوپتالوژي څېړي.

۳۷۸. پاتو نیورو فزیالوژي  ((pathoneurophysiology: د ناروغۍ نیوروفزیالوژي ته پاتو نیورو فزیالوژي ویل کېږي.

۳۷۹. پاتولوژيکل هیسټالوژي (pathological histology): هغه پوهه چې د ژوندي موجود ناروغه نسجونه څېړي. (د نورمال هیسټالوژي پر خلاف، چې روغ نسجونه څېړي.)

ت

۳۸۰. تیالوژي (thealogy): هغه پوهه چې له فیمنیستي لیدلوري خدایڼه یا ښځینه خدای تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۸۱. تیولوژي (theology): هغه پوهه چې خدای (ازلي خدای)، یو خدای، یا خدایان او په ټوله کې د دین رښتینولي تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۸۲. تیریالوژي (thereology): تیراپیوټکس؛ د ناروغیو درملنه؛ یا د شفا (درملنې) پوهې ته تیریالوژي ویل کېږي.

۳۸۳. ترمالوژي (thermology): هغه پوهه چې تودوخه څېړي.

۳۸۴. ټیبیټالوژي (Tibetology): هغه پوهه چې تبت، د دې سیمې تاریخ او کلچر څېړي.

۳۸۵. تاناټولوژي (thanatology): هغه پوهه چې مړینه او په مرګ پورې تړلي موارد، او همدا رنګه په مرض الموت اخته وګړي او د هغه د کورنۍ اړتیاوې تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۸۶. تیماټالوژي (thematology): هغه پوهه چې په ادبیاتو، په تېره له جیوګرافیک اړخه تقسیم شوي، کلچر کې تیمونه (themes) څېړي.

۳۸۷. تریپسالوژي (threpsology): د تغذیې ګروهې ته تریپسالوژي ویل کېږي.

۳۸۸. تاماټولوژي (thaumatology): هغه پوهه چې معجزې څېړي.

۳۸۹. ترماټالوژي (thermatology): د درمان پوهنې هغه څانګه چې د درملنې لپاره د تودوخې کارونه څېړي.

۳۹۰. تریماټالوژي (thremmatology): هغه پوهه چې د بوټو او ژوو تکثیر او تناسل څېړي.

۳۹۱. تیوریوګنالوژي (theriogenology): د وترنري طب هغه څانګه چې تناسل څېړي.

۳۹۲. تیو تاناټولوژي (theothanatology): د هغه فکر یو لړ فلسفي او تیولوژیکي موندنې چې ښايي خدای مړ وي.

ټ

۳۹۳. ټاکسیکو پتالوژي (toxicopathology): هغه پوهه چې په هغو حجراتو، نسجونو او غړو کې جوړښتي او عملیاتي بدلونونه څېړي چې په زهرو یا زهرجنو موادو ککړ وي.

۳۹۴. ټرانسپلانټالوژي (transplantology): د طب هغه څانګه چې د غړو په بدلولو (یا تعویض الاعضاء) کې ښکېل مسایل څېړي.

۳۹۵. ټاکسیکو فارماکولوژي (toxicopharmacology): د زهري موادو فارماکولوژي ته ټاکسیکو فارماکولوژي ویل کېږي.

۳۹۶. ټرانسلاټالوژي (translatology): وګورئ: ټراډکټالوژي.

۳۹۷. ټنګوسالوژي (Tungusology): هغه پوهه چې ټنګوسي ژبې څېړي.

۳۹۸. ټین ټینالوژي (tintinlogy): هغه پوهه چې د The Adventures of Tintin سریال په اکاډمیکه زمینه کې تر څېړنې لاندې نیسي.

۳۹۹. ټوپوبیالوژي (topobiology): هغه پوهه چې بیالوژیکې بڼې (شکلونه) څېړي.

۴۰۰. ټکنیکالوژي (technicology): وګورئ: ټکنالوژي.

۴۰۱. ټیمپسټالوژي (tempestology): هغه پوهه چې سایکلونونه، هريکن توپانونه او ورته ستر واقعات څېړي.

۴۰۲. ټیمبرالوژي (timbrology): هغه پوهه چې مهرونه څېړي. د مهرونو غونډولو ته هم ویل کېږي.

۴۰۳. ټاکسیکالوژي (toxicology): د فارماکولوژي هغه څانګه چې د زهرونو او مسموم کولو طبیعت، اغېزه، تشخیص او درملنه څېړي.

۴۰۴. ټولکینالوژي (Tolkienology): هغه پوهه چې د برتانوي لیکوال جې. آر. آر. ټولکین پنځونې او کارونه څېړي.

۴۰۵. ټراډکټالوژي (traductology): هغه پوهه چې د ژباړې او ترجمانۍ تیوري او عمل، په تېره په یوه اکاډمیکه زمینه کې تر څېړنې لاندې نیسي، داسې چې د ټولنیزو او انساني علومو عناصر هم ورسره مل وي. ډېره عامه اصطلاح ورته د ژباړې مطالعات یا ټرانسلاټالوژي کارېږي.

۴۰۶. ټرانزیټالوژي (transitology): هغه پوهه چې له یوه سیاسي رژیم څخه بل سیاسي رژیم ته د بدلون (اوښتلو) بهیر څېړي.

۴۰۷. ټراماټالوژي (traumatology): د طب هغه څانګه چې د ټراما تشخیص او درملنه څېړي.

۴۰۸. ټیلي پتالوژي (telepathology): د ټیلي کمونیکېشن له لارې د ناروغۍ تشخیص د ټیلي پتالوژي په نوم یادېږي؛ لر رنځپوهه.

۴۰۹. ټیلي سایزمولوژي (teleseismology): د سایزمولوژي هغه څانګه چې د لرې واټن سایزمي پېښې څېړي یا ثبتوي.

۴۱۰. ټونو مورفولوژي (tonomorphology): هغه پوهه چې توني جوړښت څېړي.

۴۱۱. ټایپوکرونولوژي (typochronology): د شیانو د ټولګي په یو ډول کې کرونولوژیک توپیر د ټایپوکرونولوژي په نوم یادېږي.

۴۱۲. ټیلي ډرماټالوژي (teledermatology): د پوستکي په حالتونو او تومورونو پورې اړوند طبي معلوماتو د لېږد لپاره د ټیلي کمونیکېشن ټکنالوژۍ کارونه د ټیلي ډرماټالوژي په نوم یادېږي.

۴۱۳. ټریکالوژي (trichology): هغه پوهه چې وېښتان تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۱۴. ټروفالوژي (trophology): هغه پوهه چې تغذیه څېړي.

۴۱۵. ټایفلولوژي (typhlology): هغه پوهه چې ړوندوالی (نابینايي) څېړي.

۴۱۶. ټانګوټالوژي (Tangutology): هغه پوهه چې د ټانګوټ سیمې خلک، کلچر او ژبه څېړي.

۴۱۷. ټلماټالوژي (telmatology): هغه پوهه چې لمده یا زیمناکه ځمکه څېړي.

۴۱۸. ټرمینالوژي (terminology): د اصطلاحاتو هغه ډله چې په تجارت، هنر، ساینس او داسې نورو برخو کې کارېږي. یا: د اصطلاحاتو عقیدې ته هم ویل کېږي. یا: هغه پوهه چې اصطلاحات څېړي.

۴۱۹. ټرمونولوژي (terminology): وګورئ: ټرمینالوژي.

۴۲۰. ټاکالوژي (ptochology): هغه پوهه چې نېستي (فقر) څېړي.

۴۲۱. ټاکسالوژي (taxology): ټاکسونومي؛ هغه پوهه یا تخنیک چې د ډلبندۍ لپاره کارول کېږي. یا: هغه پوهه چې د ارګانیزمونو موندنه، سپړنه، ډلبندۍ او نومونه څېړي.

۴۲۲. ټایډولوژي (tidology): هغه پوهه چې مد و جزر څېړي.

۴۲۳. ټوکولوژي (tocology): د طب هغه څانګه چې زېږون (د ماشوم حمل) څېړي.

۴۲۴. ټونولوژي (tonology): هغه پوهه چې په انساني ژبو کې غاړه (ټون) څېړي.

۴۲۵. ټوپولوژي (topology): د ریاضیاتو هغه څانګه چې د یوه هندسي شکل یا جامد هغه ځانګړنې څېړي چې په کشولو، کږولو او نورو ورته حالتونو بدلون نه خوري.

۴۲۶. ټاکسولوژي (toxology): هغه پوهه چې توپونه او د توپونو د ګوزارولو مسیر/خط څېړي.

۴۲۷. ټایپولوژي (typology):  هغه پوهه چې سمبولیکه ښودنه، په تېره د مذهبي متنونو منشا او معنا تر څېړنې لاندې نیسي. یا: د مشترکو ځانګړنو له مخې د یو شي د ډولونو سیسټماټیکه ډلبندي د ټایپولوژي په نوم یادېږي.

۴۲۸. ټاسالوژي (tassology): ټاسیوګرافۍ؛ د چایو د پاڼو یا قهوې د ذراتو په مټ فال ښودنه یا وړاندوینه کول.

۴۲۹. ټیلیالوژي (teleology):  هغه پوهه چې د طبیعي پېښو موخه او ډیزاین څېړي.

۴۳۰. ټروپالوژي (tropology): د اخلاقي او نورو معناوو د استنباط لپاره د یوه مذهبي متن یا بلې پنځونې تعبیر د ټروپالوژي په نوم یادېږي.

۴۳۱. ټرکالوژي (Turkology): هغه پوهه چې د ترکیې د وګړو ژبې، تاریخ او کلتور څېړي.

۴۳۲. ټیپټالوژي (typtology): هغه پوهه چې د ارواوو د استحظار په ځای کې د ارواوو له خوا تولید شوي کړپند غږونه څېړي.

۴۳۳. ټکنالوژي (technology): د عملي مقاصدو لپاره د علم تنظیم او ترتیب ته ټکنالوژي ویل کېږي. یا: ټولې بېلا بېلې او کار وړ ټکنالوژۍ چې یوه کلچر یا خلکو پنځولې وي.

ج

۴۳۴. جیولوژي: هغه پوهه چې د ځمکې (یا نورو ستورو) جوړښت، د هغو منشاء او رامنځته کېدل څېړي. دغه راز، د یوې سیمې جغرافیوي جوړښت ته هم ویل کېږي.

۴۳۵. جیمولوژي: هغه پوهه چې ګرانبیه ملغلرې او تیږې څېړي.

۴۳۶. جیمنالوژي (geminology): هغه پوهه چې غبرګوني (وروڼه/خویندې) څېړي.

۴۳۷. جینیالوژي (genealogy): هغه پوهه چې نسب څېړي. د شجرې یا نسب نامې جوړولو ته هم جینیالوژي ویل کېږي. نسب پوهنه / علم الانساب.

۴۳۸. جینکالوژي (genecology): د ایکالوژي هغه څانګه چې په بېلا بېلو محیطونو کې جنیټیک توپیرونه څېړي.

۴۳۹. جیوبیالوژي (geobiology): هغه پوهه چې له جیولوژي او بیالوژي څخه ترکیب شوې.

۴۴۰. جیوایکالوژي (geoecology):  هغه پوهه چې له جیولوژي او بیالوژي څخه ترکیب شوې.

۴۴۱. جیراټالوژي (geratology): هغه پوهه چې د لوړ عمر کسان، د هغو ناروغۍ او په زړښت پورې تړلي نور موارد څېړي.

۴۴۲. جیپسیالوژي (gypsiology): هغه پوهه چې د جټانو ژوند او کلچر څېړي.

۴۴۳. جینسیالوژي (genesiology): هغه پوهه چې تناسل څېړي.

۴۴۴. جیرنټالوژي (gerontology): هغه پوهه چې د زاړه عمر خلک یا پخپله د زړښت پروسه څېړي. یا: هغه پوهه چې د عمر خوړلو کسانو پرابلمونه څېړي.

۴۴۵. جایګنټالوژي (gigantology): هغه پوهه چې بلاوې (دېبان) څېړي.

۴۴۶. جیومایتالوژي (geomythology): د هغو خرافاتو څېړنه چې په حیولوژیکو ځانګړنو او پېښو پورې اړوند وي.

۴۴۷. جینتلیالوژي (genethlialogy): د نو زېږي ماشوم د برخلیک او تقدیر وړاندوینه کول د جینتلیالوژي په نوم یادېږي.

۴۴۸. جیوکرونولوژي (geochronology): د تیږو او کاڼو د نېټو ټاکلو پوهې ته جیوکرونولوژي ویل کېږي.

۴۴۹. جیومورفولوژي (geomorphology): هغه پوهه چې ځمکبڼې (landforms) لکه غر، دره، سیند… ، د هغو ډلبندي، منشاء، رغېدنه او تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۵۰. جیوفزیالوژي (geophysiology): هغه پوهه چې د ځمکې پر سر د ژوندیو موجوداتو تعامل څېړي او پر دې فرضیې بنا ده چې ځمکه پخپله د یوازیني ژوندي ارګانیزم په توګه فعالیت کوي.

۴۵۱. جینالوژي (jineology): د فیمنستي نظریې هغه مکتب چې په کردستان کې يې بېلا بېلو چپي ګوندونو ملاتړ کړ.

۴۵۲. جکسټالوژي (juxtology): هغه پوهه چې په ادب کې د متن او معنا مجاورت (نږدېکت) څېړي.

۴۵۳. جاپانالوژي (Japanology): هغه پوهه چې جاپان، د جاپان ژبه، کلچر او تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۵۴. جوسیفالوژي (Josephology): هغه پوهه چې د سېنټ جوسیف (یوسف) تیولوژي څېړي.

چ

۴۵۵. چیرولوژي (cherology): د اشاروي ژبو لپاره د غږپوهنې یا فونولوژۍ معادله پوهه ده.

۴۵۶. چایرولوژي (chirology): هغه پوهه چې د ورغوي لوستنه څېړي.

۴۵۷. چیزالوژي (cheesology) : هغه پوهه چې پنیر څېړي.

۴۵۸. چېسالوژي (chessology): هغه پوهه چې چېس (شطرنج) څېړي.

۴۵۹. چېرالوژي (chierology): هغه پوهه چې د ګوتو په استفاده د تورو او لغتونو ښودنه تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶۰. چیروپ ټرالوژي (chiropterology): هغه پوهه چې اسمانڅکالي څېړي.

ډ

۴۶۱. ډاټالوژي(datalog) : هغه پوهه چې کمپیوټر څېړي، د ډاټالوژي په نوم یادېږي. یا کمپیوټرپوهنې ته ډاټالوژي هم ویل کېږي.

۴۶۲. ډوسالوژي(dosology) : هغه پوهه چې د درملو نسخه یا د درملو د مصرف اندازه څېړي.

۴۶۳. ډیسمالوژي (desmology): د اناټومي هغه څانګه چې پله تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶۴. ډایابولوژي (diabology): هغه پوهه چې له دیني اړخه شیطان یا ابلیس تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶۵. ډیکالوژي (dickology): هغه پوهه چې د نارینه تناسلي غړی تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶۷. ډپسالوژي (dipsology): هغه پوهه چې د الکولي څښاکونو لپاره تنده تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۶۸. ډراکالوژي (dracology): هغه پوهه چې ښاماران څېړي.

۴۶۹. ډلټیالوژي ((deltiology: هغه پوهه چې پوستي کارتونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۷۰. ډیمنالوژي (demonology): هغه پوهه چې بلاګانې، په تېره بیا هغه منترونه او طلسمونه چې د هغو د را بللو او کنټرول لپاره پکارېږي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۷۱. ډنډرالوژي (dendrology): هغه پوهه چې ونې او نور لرګین بوټي څېړي.

۴۷۲. ډیونټالوژي (deontology): د اخلاقیاتو هغه څانګه چې د یوه کار د اخلاقي دریځ قضاوت د ټولنیزو قوانیونو او ارزښتونو له مخې کوي او د هغه کار ذاتي ښه والی یا پایلې په پام کې نه نیسي.

۴۷۳. ډاکټیلالوژي (dactylology): هغه پوهه چې د افکارو د تبادلې لپاره د ګوتو او لاسونو کارونه، په تېره بیا د یوه کوڼ وګړي له لوري د لاسونو او ګوتو حرکات تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۷۳. ډیفیکټالوژي (defectology): هغه پوهه چې د معلولو ماشومانو روزل مطالعه کوي او د هغه روزنیز سیسټم لپاره هم کارول کېږي چې ښوونکي يې د معلولو ماشومانو د روزنې لپاره کاروي.

۴۷۴. ډرمټالوژي (dermatology): هغه پوهه چې پوستکی او د پوستکي ناروغۍ څېړي.

۴۷۵. ډایابټالوژي (diabetology): هغه پوهه چې د شکر تشخیص او درملنه تر څېړنې لاندې نیسي.

۴۷۶. ډایانویالوژي (dianoialogy): هغه پوهه چې ذهني او عقلي وړتیاوې څېړي.

۴۷۷. ډپټرالوژي (dipterology): هغه پوهه چې مچان څېړي.

۴۷۸. ډراګنالوژي (dragnology): هغه پوهه چې ښاماران څېړي.

۴۷۹. ډایلنالوژي (Dylanology): هغه پوهه چې د باب ډایلن موسیقي او سندرې څېړي.

۴۸۰. ډاکټیلیالوژي (dactyliology): د ارکیالوژي هغه څانګه چې د غمیو (ملغلرو) توږنه څېړي. یا: د ارکیالوژي هغه څانګه چې ګوتمۍ (ګوتې) څېړي.

۴۸۱. ډلفینالوژي (delphinology): هغه پوهه چې ډولفینونه څېړي.

۴۸۲. ډایاکانیالوژي (diaconiology): هغه پوهه چې دفترونه او د یوې ځانګړې کلیسا اداري تشکیل (سلسه مراتب) څېړي.

۴۸۳. ډایالکټالوژي (dialectology): هغه پوهه چې لهجې (ګړدودونه) څېړي.

۴۸۴. ډیسټلیالوژي (dysteleology): هغه پوهه چې د حیوناتو او نباتاتو هغه غړي څېړي چې په ظاهره بې دندې او بې ګټې ښکاري.

۴۸۵. ډاینوسارولوژي (dinosaurology): د پالیانټالوژي هغه څانګه چې ډایناسورونه مطالعه کوي.

۴۸۶. ډیپلومټالوژي (diplomatology): هغه پوهه چې ډیپلوماسي، چارټرونه، سیاسي نظریات او داسې نور څېړي.

۴۸۷. ډاکومنټالوژي (documentology): هغه پوهه چې د معلوماتو ثبت او اخذ تر څېړنې لاندې نیسي. یا: هغه پوهه چې تاریخي اسناد او معلومات څېړي.

۴۸۸. ډونهانګالوژي (Dunhaungology): هغه پوهه چې د چین «ډونهانګ» ښار څېړي، په تېره بیا د دې ښار پر کلتوري او تاریخي میراث خبرې کوي.

۴۸۹. ډیسمورفولوژي (dysmorphology): هغه پوهه چې ارثي (جنیټیک) عوارض څېړي، په تېره پیدایشي عیبونه.

۴۹۰. ډرمټوپتالوژي (dermatopathology): هغه پوهه چې په مایکروسکوپي کچه د پوستکي ناروغۍ څېړي.

۴۹۱. ډرمټو اونیریالوژي (dermatovenereology): هغه پوهه چې په پوستکي باندې د هغې ناروغۍ اغېزې څېړي چې په جنسي ډول انتقال شوې وي.

ر

۴۹۲. ریالوژي (rheology): د فزیک هغه څانګه چې د مادې جریان او ویجاړتیا (deformation) څېړي.

۴۹۳. رونالوژي (runology): هغه پوهه چې رونیک الفبا، د هغو کتیبې (لاسي نسخې) او تاریخ څېړي.

۴۹۴. راډیولوژي (radiology): د تشخیص او درملنې لپاره راډیو اکټیف مواد کارول د راډیولوژي په نوم یادېږي.

۴۹۵. رینالوژي (rhinology): هغه پوهه چې پوزه څېړي.

۴۹۶. ریزالوژي (rhizology): هغه پوهه چې نباتي ریښې څېړي.

۴۹۷. رمپالوژي (rumpology): هغه وړتیا چې له مخې يې د یوه کس د کوناټو د ځانګړنو د لوستلو له لارې د هغه د راتلونکي وړاندوینه کېدای شي.

۴۹۸. ریټینالوژي (retinology): هغه پوهه چې د سترګې شبکیه څېړي.

۴۹۹. ریفلکسالوژي (reflexology): هغه پوهه چې ساده او پېچلي غبرګونونه څېړي.

۵۰۰. ریپرالوژي (Ripperology): هغه پوهه چې جېک ريپر نومي قاتل څېړي. نوموړی د نولسمې پېړۍ په وروستیو وختونو کې د لندن د وایټ چېپل ولسوالۍ یو ناپېژانده قاتل وو چې پرلپسې وژنې به يې کولې.

۵۰۱. راډیوبیالوژي (radiobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو د وړانګو اغېزې څېړي.

۵۰۲. راډیو ایکالوژي (radioecology): هغه پوهه چې په چاپېریال باندې د راډیو اکټیف موادو اغېزې او برخلیک څېړي.

۵۰۲. راډیو جیولوژي (radiogeology): هغه پوهه چې د ځمکې پر مخ د راډیو اکټیف عناصرو خپرېدل څېړي.

۵۰۳. ریماټولوژي (rheumatology): د طب هغه څانګه چې د بندونو پاړسوب او د مفصلونو نور مرضونه څېړي.

۵۰۴. روټا ویرولوژي (rotavirology): هغه پوهه چې روټا ویروسونه څېړي.

۵۰۵. راډیو اونکالوژي (radiooncology): په انکالوژي کې د راډیو تیراپي کارونه د راډیو اونکالوژي په نوم یادېږي.

۵۰۶. رو انټجینالوژي (roentgenology): راډیوګرافۍ؛ د راډیوګرافونو د جوړولو بهیر او د هغو د تحلیل پوهې ته رو انټجینالوژي یا راډیوګرافي ویل کېږي.

۵۰۷. راډیو کرونولوژي (radiochronology): هغه تخنیک چې په هغه کې د معلومو راډیو اکټیف آیزوټوپونو نسبتونه اندازه کېږي او له دې لارې د یوه اثر مطلق عمر ټاکل کېږي.

۵۰۸. راډیو مورفولوژي (radiomorphology): د راډیو ستورو (او نورو ورته راډیو سرچینو) مورفولوژي ته راډیو مورفولوژي ویل کېږي.

۵۰۹. راډیو ټکنالوژي (radiotechnology): هغه ټکنالوژي چې په خپل ځان کې راډیويي څپې او راډیو کمونیکېشن رانغاړي.

۵۱۰. راډو ټاکسیکالوژي (radiotoxicology): هغه پوهه چې راډیو ټاکسي سيټي څېړي.

۵۱۱. رینولارینګالوژي (rhinolaryngology): هغه پوهه چې پوزه او ستونی، په تېره د هغو اناټومي، فزیالوژي او پتالوژي څېړي.

۵۱۲. راډيېشن بیالوژي (radiation biology):  هغه پوهه چې پر بیالوژیکو سیسټمونو د ایوني یا غیر ایوني وړانګو اغېز څېړي.

۵۱۳. راډیو فارماکولوژي (radiopharmacology): هغه پوهه چې د راډیو درملو تولید او کارونه څېړي.

۵۱۴. رینو هیسټو پتالوژي (renohistopathology): د پښتورګو هیسټو پتالوژي ته رینو هیسټو پتالوژي ویل کېږي.

ز

۵۱۵. زولوژي: د بیالوژي هغه څانګه چې د ټولو ژوندیو او له منځه تللو حیواناتو چاپېریال، د هغو جوړښت، منشاء و زوکړه، تکامل، ډلبندي، عادتونه او وده تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۱۶. زینالوژي (xenology): هغه پوهه چې اېلین (د بلې سیارې مخلوق) څېړي.

۵۱۷. زایلولوژي (xylology): هغه پوهه چې لرګی څېړي.

۵۱۸. زینوبیالوژي (xenobiology): زموږ له ځمکې څخه بهر د نورو ژوندیو موجوداتو (فضايي مخلوقاتو) په هکله اټکلي بیالوژي د زینو بیالوژي په نوم یادېږي.

۵۱۹. زینو جیولوژي (xenogeology): هغه پوهه چې د فضايي مخلوقاتو جیولوژي څېړي.

۵۲۰. زینو زولوژي (xenozoology): د زینولوژي هغه څانګه چې زموږ له ځمکې څخه بهر شته حیوانات څېړي.

۵۲۱. زینو سایټولوژي (xenocytology): هغه پوهه چې زموږ له ځمکې څخه بهر شته حجرات څېړي.

۵۲۲. زینو میتالوژي (xenomythology): هغه پوهه چې د فضايي مخلوقاتو اسطورې او افسانې څېړي.

۵۲۳. زینو پتالوژي (xenopathology): هغه پوهه چې زموږ د کهکشان د بېلا بېلو ژوندیو نوعو ترمنځ د ناروغیو طبیعت، د ناروغیو لاملونه، بهیرونه، منځته راتګ او پایلې څېړي.

۵۲۴. زینو سوشیالوژي (xenosociology): هغه پوهه چې د فضايي مخلوقاتو سوشیالوژي څېړي.

۵۲۵. زینو مورفولوژي (xenomorphology): هغه پوهه چې زموږ له ځمکې څخه بهر شته بیالوژیک جوړښتونه څېړي.

۵۲۶. زینو سایکالوژي (xenopsychology): هغه پوهه چې د فضايي مخلوقاتو روان (اروايي حالت) څېړي.

۵۲۷. زینو ارکیالوژي (xenoarchaeology): هغه افسانوي پوهه چې د فضايي مخلوق د کلچرونو فزیکي پاتې شوني څېړي. دغه پاتې شوني پر هغو سیارو موندل کېدای شي چې یادو مخلوقاتو پکې ژوند تېر کړی وي یا یې لیدنه ترې کړې وي.

۵۲۸. زینو انتروپولوژي (xenoanthropology): د زینولوژي هغه څانګه چې بل ستوریز کلچرونه څېړي.

۵۲۹. زینو بکټریالوژي (xenobacteriology): هغه پوهه چې د بلې سیارې بکټریاوې څېړي.

۵۳۰. زینو مایکرو بیالوژي (xenomicrobiology):  هغه پوهه چې بل ستوریز مایکرو ارګانیزمونه څېړي.

۵۳۱. زیمالوژي (zymology): هغه پوهه چې تخمر (خمیره کول یا کېدل) څېړي.

۵۳۲. زایتولوژي (zythology): هغه پوهه چې د اوربشو اوبه یا د اوربشو د اوبو دم کول (اېشول) څېړي.

۵۳۳. زو ایکالوژي (zooecology): د ایکالوژي هغه څانګه چې د ژوو او د هغو د چاپېریالونو ترمنځ اړیکې څېړي.

۵۳۴. زو جیولوژي (zoogeology): هغه پوهه چې د فاسیلي حیواناتو پاتې شوني څېړي.

۵۳۵. زونوسالوژي (zoonosology): هغه پوهه چې حیواني ناروغۍ څېړي.

۵۳۶. زوپتالوژي (zoopathology): هغه پوهه چې د حیواناتو پتالوژي څېړي.

۵۳۷. زوفایټولوژي (zoophytology): هغه پوهه چې د زوفایټونو طبیعي تاریخ څېړي.

۵۳۸. زو مورفولوژي (zoomorphology): د حیواناتو مورفولوژي ته زو مورفولوژي ویل کېږي.

۵۳۹. زو موزیکالوژي (zoomusicology): د زو سیمیاټک هغه څانګه چې د حیواناتو د غږونو موسیقيي اړخونه څېړي.

۵۴۰. زوفزیالوژي (zoophysiology): د ژوو فزیالوژي.

۵۴۱. زو سایکالوژي (zoopsychology): هغه پوهه چې په حیواناتو کې ارواپوهنه (سایکالوژي) مطالعه کوي.

۵۴۲. زو ټکنالوژي (zootechnology): د حیواناتو اړوند ټکنالوژي ته زو ټکنالوژي ویل کېږي.

س

۵۴۳. سیټالوژي(cetology): د زولوژي هغه څانګه چې ستر بحري ژوي لکه نهنګ، ډالفن او سمندري سرکوزي تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۴۴. سینالوژي (cynology): هغه پوهه چې سپي څېړي.

۵۴۵. سایټالوژي(cytology) : هغه پوهه چې حجرات تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۴۶. سیریالوژي (cereology): هغه پوهه چې د غلې (غنمو، وریځو…) په دایروي (یا کوم بل هندسي) شکل کوټه کول څېړي.

۵۴۷. سیرمالوژي (ceramology): هغه پوهه چې سرامیک (د کلالۍ صنعت) تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۴۸. سربرالوژي (cerebrology): هغه پوهه چې ماغزه یا د مغزو مخنۍ برخه څېړي.

۵۴۹. سینماټولوژي (cinematology): هغه پوهه چې د سینمايي فلمونو جوړول څېړي.

۵۵۰. سایټوپتالوژي (cytopathology): د پتالوژي هغه څانګه چې د حجراتو ګډوډۍ (اختلالات) څېړي.

۵۵۱. سایټو امبریالوژي (cytoembryology): د جنین سایټولوژي د سایټو امبریالوژي په نوم یادېږي.

۵۵۲. سایټو فزیالوژي (cytophysiology): هغه پوهه چې د حجراتو فزیالوژي څېړي.

۵۵۳. سربرو فزیالوژي (cerebrophysiology): هغه پوهه چې ماغزه، د مغزو جوړښت او دندې څېړي.

۵۵۴. سایټو هیسټا پتالوژي (cytohistopathology): د حجراتو هیسټا پتالوژي ته سایټو هیسټا پتالوژي ویل کېږي.

۵۵۵. سامالوژي (psammology): د جیولوژي هغه څانګه چې شګه څېړي.

۵۵۶. سیفالوژي (psephology): د ټاکنو احصایوي او اټکلي څېړنې ته سیفالوژي ویل کېږي.

۵۵۷. سایکالوژي (psychology): هغه پوهه چې انساني ذهن څېړي. یا: هغه پوهه چې انساني چلند څېړي. یا: هغه پوهه چې د حیواناتو چلن څېړي. د یوه شخص، ډلې یا فعالیت ذهني، احساساتي او چلني خواصو ته هم سایکالوژي ویل کېږي؛ ارواپوهنه.

۵۵۸. سایکوبیالوژي (psychobiology): هغه پوهه چې د ادراک او نورو ذهني پروسو لپاره بیالوژیک بنسټونه څېړي.

۵۵۹. سایکو فارماکولوژي (psychopharmacology): د فارماکولوژي هغه څانګه چې د درملو رواني-ذهني اړخونه څېړي.

۵۶۰. سایکو نیورو ایمونولوژي (psychoneuroimmunology): هغه پوهه چې د چلندي، عصبي، اندوکراین او دفاعي عملیو (چارو) ترمنځ تعامل څېړي.

۵۶۱. سوډومیتالوژي (pseudomythology): هغه ادبي پنځونه یا لیکنه چې د اسطورې ځینې اړخونه ولري؛ اسطوره وزمه ادبیات.

۵۶۲. سوډوسوشیالوژي (pseudosociology): د سوشیالوژي ناسمه او مصنوعي بڼه د سوډو سوشیالوژي په نوم یادېږي.

۵۶۳. سایکوپتالوژي (psychopathology): هغه پوهه چې د ذهني او چلندي ګډوډیو منشاء، وده، تشخیص او درملنه څېړي.

۵۶۴. سایکوګرافولوژي (psychographology): هغه پوهه چې د یوه کس د کرکټر شخصیت د شننې لپاره د نوموړي لاسي لیک تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۶۵. سایکوفزیالوژي (psychophysiology): د فزیالوژي هغه څانګه چې د ذهن او فزیولوژیکو بهیرونو ترمنځ تعامل څېړي.

۵۶۶. سایکوټکنالوژي (psychotechnology): د ارواپوهنې ټکنالوژیکې کارونې (اپلېکشن) ته سایکوټکنالوژي ویل کېږي.

۵۶۷. سینالوژي (senology): د طب هغه څانګه چې د سینې (تیونو) ګډوډۍ څېړي.

۵۶۸. سیرالوژي (serology): هغه پوهه چې د وینې سیروم (د وینې هغه پلازما چې د وینې حجرات، پلاټیلونه او فبرینوجن ترې ایستل شوي وي) او په تېره په سیروم کې د انټي جنونو او انټي باډیو ترمنځ غبرګون څېړي.

۵۶۹. سېکسالوژي (sexology): هغه پوهه چې جنس (سکس) او جنسيت (سکشوالټي)، معمولا له رواني او طبي لیدلوري، تر څېړنې لاندې نیسي. سیکشوال ارواپوهنه هم ورته وايي.

۵۷۰. سینالوژي (sinology): هغه پوهه چې د چین هېواد تاریخ، ژبه او کلچر څېړي؛ چین پوهنه.

۵۷۱. سایټالوژي (sitology): هغه پوهه چې خواړه او تغذیه څېړي.

۵۷۲. سارکالوژي (sarcology): هغه پوهه چې د بدن نرمې برخې څېړي، چې په دې کې مایولوژي، انجیالوژي، نیورولوژي او سپلانکولوژي راځي.

۵۷۳. سکاټالوژي (scatology): هغه پوهه چې د انسان ډکې بولې تر څېړنې لاندې نیسي. د ډکو بولو علمي او کیمیاوي شننه د سکاټالوژي په نوم یادېږي.

۵۷۴. سیمیالوژي (semiology): هغه پوهه چې نښې څېړي؛ نښپوهنه.

پخوانی تعریف يې په دې ډول دی: هغه پوهه چې د ناروغۍ نښې یا علامتونه څېړي. سیمپټوماټولوژي.

۵۷۵. سوشیالوژي (sociology): هغه پوهه چې ټولنه، د انسان ټولنیز تعاملونه او هغه قوانین او بهیرونه تر څېړنې لاندې نیسي چې خلک، نه یوازې د انفرادي وګړو په توګه بلکې د ټولنو، ډلو او ادارو د غړو په توګه، له یو بل سره پیوستوي او یا هم جلا کوي.

۵۷۶. سومنالوژي (somnology): د خوب د ګډوډیو او اختلالونو طبي درملنه او څېړنه د سومنالوژي په نوم یادېږي.

۵۷۷. سیمبالوژي (symbology): د سمبولونو څېړنه یا کارونه د سبمالوژي په نوم یادېږي.

۵۷۸. سېنټالوژي (saintology): وګورئ: هاګالوژي.

۵۷۹. سالیکالوژي (salicology):  هغه پوهه چې د ولې (بېد) ونې تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۸۰. سېټانالوژي (satanology): هغه پوهه چې شیطان تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۸۱. سایزمولوژي(seismology) : هغه پوهه چې د ځمکې هغه داخلي اهتزاز (رپېدا) څېړي چې د طبیعي یا غیرطبیعي سرچینو له امله پېښه شوې وي، لکه زلزله.

۵۸۲. سیلینالوژي (selenology): هغه پوهه چې (زموږ د شمسي نظام) سپوږمۍ څېړي.

۵۸۳. سیماټالوژي (sematology): هغه پوهه چې نښې، په تېره لفظي نښې چې د تفکر او استدلال په عملیه کې کارېږي، تر څېړنې لاندې نیسي. هغه پوهه چې داسې ژبه څېړي چې د نښو په واسطه بیان شوې وي.

۵۸۴. سیمینالوژي (semenology): هغه پوهه چې (د نارینه) مني څېړي.

۵۸۵. سیمیټالوژي (Semitology): هغه پوهه چې سامي ژبې او ادبیات او د سامي ژبو ویونکو تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي.

۵۸۶. سوماټالوژي (somatology): هغه پوهه چې د انسانانو فزیکي طبیعت څېړي.

۵۸۷. سوفرالوژي (sophrology): هغه تخنیک چې د فشار د کمښت او د روغتیا د ودې لپاره یوه ډله فزیکي او ذهني تمرینونه په ځان کې رانغاړي.

۵۸۸. سپازمالوژي (spasmology): د نیورولوژي هغه څانګه چې تشنجوالی (سپازم) او د هغه تنظیم څېړي.

۵۸۹. سپیلیالوژي (speleology): هغه پوهه چې سمڅې څېړي. د سمڅو موندلو تفریحي بوختیا ته هم ویل کېږي.

۵۹۰. سپرمالوژي (spermology): هغه پوهه چې تخمونه څېړي.

۵۹۱. سپلینالوژي (splenology): هغه پوهه چې توری (طحال) څېړي.

۵۹۲. سپنګالوژي (spongology): هغه پوهه چې سفنجي څېړي.

۵۹۳. سټاسالوژي (stasiology): هغه پوهه چې سیاسي ګوندونه څېړي.

۵۹۴. سټیریالوژي (stereology): هر هغه تخنیک چې له دوه بعدي انځورونو څخه د درې بعدي معلوماتو د ترلاسي لپاره کارول کېږي، د سټیریالوژي په نوم یادېږي.

۵۹۵. سټوریالوژي (storiology): هغه پوهه چې ولسي کیسي (نکلونه) مطالعه کوي.

۵۹۷. سومرالوژي (Sumerology): هغه پوهه چې لرغونی سومیري تمدن څېړي.

۵۹۸. سینیکالوژي (synecology): د ایکالوژي او آټیکالوژي هغه څانګه چې داسې ارګانیزمونه مطالعه کوي چې د یوه واحد په توګه ژوند کوي.

۵۹۹. ساینټالوژي (Scientology): هغه عقیدوي سیسټم چې ځینې مذهبي اړخونه لري او په ۱۹۵۲ز کال کې د ران هوبرډ د لارښوونو له مخې رامنځته شو.

۶۰۰. سکولیکالوژي (scolecology): هغه پوهه چې چینجي څېړي.

۶۰۱. سیماسالوژي (semasiology): معناپوهنه؛ د ژبپوهنې هغه څانګه چې د یوه لغت معنا، د هغه فونیټیک جوړښت ته له پام پرته، تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۰۲. سینډانولوژي (sindonology): هغه پوهه چې له مذهي لیدلوژي د تورین ټوکر (shroud of turin) مطالعه کوي.

۶۰۳. سوټیریالوژي (soteriology): هغه پوهه چې نجات (یا کفاره) څېړي.

۶۰۴. سویټالوژي (Sovietology): هغه پوهه چې شوروي اتحاد تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۰۵. سپېکټرالوژي (spectrology): هغه پوهه چې طیف تر څېړنې لاندې نیسي. یا: هغه پوهه چې ارواوې څېړي.

۶۰۶. سفیګمالوژي (sphygmology): هغه پوهه چې نبض څېړي.

۶۰۷. سټوماټالوژي (stomatology):  هغه پوهه چې خوله، د خولې اختلالونه او ناروغۍ (رنځونه) څېړي.

۶۰۸. سټریټالوژي (streetology): هغه پوهه چې د ښاري پلان ګذارۍ په زمینه کې کوڅې او سرکونه څېړي.

په عامیانه ډول، سټریټالوژي هغې تجربې ته ویل کېږي چې په کوڅو کې له ژوند کولو څخه لاسته راغلې وي.

۶۰۹. سوسیډالوژي (suicidology): هغه پوهه چې د ځانوژنې لاملونه او د هغو خلکو اغېزې چې په لاسي ډول ځانوژنه کوي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۱۰. سینپټالوژي (synaptology): هغه پوهه چې ساینپسونه مطالعه کوي.

۶۱۲. سیفیلالوژي (syphilology): هغه پوهه چې اتشک او د هغه درملنه څېړي.

۶۱۳. سکوټو بیالوژي (scotobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو ارګانیزمونو او بیالوژیکو بهیرونو د تیارې (تورتم) اغېزې څېړي.

۶۱۴. سروو-وایرولوژي (servovirology): هغه پوهه چې په وینه کې شته ویروسونه څېړي.

۶۱۷. سوشوبیالوژي (sociobiology): هغه پوهه چې په انسانانو او ژوو کې د ټولنیز چلند د څېړلو لپاره د ارتقايي (تکاملي) بیالوژۍ اصول پلي کوي.

۶۱۸. سپرمټالوژي (spermatology): هغه پوهه چې سپرم مطالعه کوي.

۶۱۹. سټاټیسټالوژي (statistology): هغه پوهه چې احصایه څېړي.

۶۲۰. سټیماټولوژي (stemmatology): هغه پوهه چې د یوه متن ګڼې نسخې په دې موخه څېړي تر څو له لاسه تللې اصلي نسخه يې بېرته ورغول شي.

۶۲۱. سټوچیالوژي (stoichiology): د فزیولوژي هغه برخه چې هغه اصول او عناصر څېړي چې حیواني نسجونه سازوي.

۶۲۲. سټروماټالوژي (stromatology): هغه پوهه چې د طبقه، طبقه شوو تیږو منځته راتګ یا جوړښت څېړي.

۶۲۳. سینډیزمالوژي (syndesmology): د اناټومۍ هغه څانګه چې لیګامنټونه څېړي.

۶۲۴. سینیچیالوژي (synechiology): د شیانو ترمنځ د علت و معلول د اړیکې ماوراء الطبیعي عقیده د سینچیالوژي په نوم یادېږي.

۶۲۵. سیډمنټالوژي (sedimentology): هغه پوهه چې طبیعي رسوب او هغه بهیرونه چې له مخې يې رسوبونه سازېږي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۲۶. سپیلیا بیالوژي (speleobiology): د سمڅو بیالوژي ته سپیلیابیالوژي ویل کېږي.

۶۲۷. سپلنکنالوژي (splanchnology): هغه پوهه چې د بدن داخلي غړي څېړي.

۶۲۸. سټرابیزمالوژي (strabismology): هغه پوهه چې سټرابیزم او تړلي صورتونه تر څېړنې لاندې نیسي. سټرابیزم د لید هغه نیمګړتیا ده چې په هغه کې یوازې سترګه پر یوه شي تمرکز کولی شي او دا بله سترګه کار نه کوي.

۶۲۹. سیسټمالوژي (systematology): هغه پوهه چې سیسټموالی څېړي. یا: هغه پوهه چې سیسټمونه او د هغو سازېدل څېړي.

۶۳۰. سوشوپتالوژي (sociopathology): هغه پوهه چې سوشوپاتان څېړي. سوشوپات هغه کس ته ویل کېږي چې د ټولنې ضد شخصیتي اختلال لري او له خپل ځان نه د ټولنې ضد چلند ښکاروي او دغه ډول چلند معمولاً د یوه کس د لومړنیو کلونو په ژوند کې د پېښو ټولنیزو او چاپېریالي فکټورونو پایله وي.

۶۳۱. سوشوفونولوژي (sociophonology): د ژبپوهنې هغه څانګه چې د اواز پوهنې، ټولنــژبپوهنیز اړخونه څېړي؛ د ټولنیزې ژبپوهنې او فونولوژۍ ترمنځ تعامل ته سوشوفونولوژي ویل کېږي.

۶۳۲. سوماټو ټایپولوژي (somatotypology): هغه پوهه چې سوماټو ټایپونه (یا د بدن ډول/کالبد) څېړي.

۶۳۳. سیمپټو ماټولوژي (symptomatology): هغه پوهه چې د ناروغیو علایم څېړي.

۶۳۴. سیسټمز بیالوژي (systems biology): هغه پوهه چې د بیالوژیکو سیسټمونو ترمنځ پېچلي تعاملونه (اړیکې) څېړي.

یا: هغه پوهه چې د پېچلو، ډاینامیکو غیر بیالوژیکو سیسټمونو د خود تنظیمۍ چلند څېړي.

۶۳۵. سایفوناپټرالوي (siphonapterology): هغه پوهه چې ورږې او د سایفوناپترا ډلې نور حشرات څېړي.

۶۳۷. سپېس ټکنالوژي (space technology): د برنۍ فضا د پلټنې او کارونې لپاره د ساینس او انجینرۍ کارونه د سپېس ټکنالوژي تر عنوان لاندې راځي. یا: هره هغه ځانګړې ساینسي یا انجینري پوهه چې په دې ډګر کې کارېږي.

۶۳۸. سیریو پي زوټیالوژي (sereopizootiology): هغه پوهه چې د وینې د حیواني ناروغیو اپیډمیالوژي او خوځښتونه (حرکات) څېړي.

۶۳۹. سوشل سایکالوژي (social psychology): د فرد او ټولنې ترمنځ تعامل (فعل و انفعال) ته سوشل سایکالوژي ویل کېږي. یا: هغه پوهه چې د خلکو او ډلو د تعامل (متقابلو اړیکو) څرنګوالی څېړي؛ ټولنیزه ارواپوهنه.

۶۴۰. سوشو مایکروبیالوژي (sociomicrobiology): هغه پوهه چې مایکروبیال ټولنه څېړي.

۶۴۱. سرفېس اېټمولوژي (surface etymology): د یوې کلمې (اصطلاح) ظاهري آرپوهه چې په هغو اجزاوو ولاړه وي چې د ژبې په اوسنۍ بڼه کې پېښېږي، لکه earth + -en د earthen لپاره چې په زړه انګلش ژبه کې د eorthene په ډول وو؛ سطحي آرپوهه یا ظاهري آرپوهه.

۶۴۲. سوشل انتروپولوژي (social anthropology): کلتوري وګړپوهه؛ د وګړپوهنې هغه څانګه چې انساني چلند، کلتور او ټولنیز تعامل تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۴۳. ساینټیفیک میتوډلوژي (scientific methodology): د مشاهدې وړ نړۍ په هکله د یوې پوښتنې د ځواب موندلو سیسټماټیکه لاره د ساینټیفیک میتوډولوژي په نوم یادېږي.

۶۴۴. سټرکچرل انتروپولوژي (structural anthropology): هغه پوهه چې انساني جسم مطالعه کوي؛ اناټومي. یا: هغه پوهه چې په بشري ټولنو کې ټولنیز جوړښتونه څېړي. یا: هغه پوهه چې د رغښتوالې د تیورویو له مخې ، په تېره هغه چې په فرانسوي بشرپوه کلاډ لېوي سټراس پورې اړوند دي، بشري ټولنه څېړي.

۶۴۵. سیګنالوژي (tsiganology): هغه پوهه چې جټان څېړي.

ف

۶۴۶. فیټالوژي: هغه پوهه چې جنین تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۴۸. فسټیلوژي (festilogy): هغه پوهه چې د کلیسا جشنوارې څېړي.

۶۴۹. فسټولوژي (festology): د مارټيرولوژي هغه څانګه چې د نمانځ ورځې څېړي.

۶۵۰. فاسیلوژي (fossilogy): هغه پوهه چې فاسیلونه څېړي.

۶۵۱. فرومالوژي (fromology): هغه پوهه چې پنیر څېړي.

۶۵۲. فنګالوژي (fungology): هغه پوهه چې فنجي څېړي.

۶۵۳. فېریالوژي (fairyology): هغه پوهه چې ښاپېرۍ څېړي.

۶۵۴. فیمنالوژي (feminology): هغه پوهه چې ښځې څېړي.

۶۵۵. فیوټرالوژي (futurology): په علم، ټکنالوژي او ټولنه کې د راتلونکو پرمختګونو علمي او ساینسي وړاندوینه فیوټرالوژي بلل کېږي.

۶۵۶. فارسټالوژي (forestology): هغه پوهه چې ځنګلونه څېړي.

۶۵۷. فلامنکالوژي (flamencology): هغه پوهه چې فلامنکو (د اسپانيې د ولسي موسیقۍ او نڅا یو ژانر) څېړي.

۶۵۸. فیټوپتالوژي (fetopathology): هغه پوهه چې د جنین پتالوژي څېړي.

۶۵۹. فوک ایټمولوژي (folk etymology): هغه آرپوهه چې له آرپوهنیزې پوهې او تجربې پرته د یوه عادي ویونکي د بې بنسټه قضاوت له مخې په ناسم ډول د یوه لغت آر او ریښه تشریح کوي.

۶۶۰. فارالوژي (pharology): هغه پوهه چې رڼا کورونه یا د رڼا خپرونې نورې بڼې څېړي.

۶۶۱. فینالوژي (phenology):  هغه پوهه چې پر دوراني بیالوژیکو پدیدو د اقلیم اغېزې څېړي.

۶۶۲. فیلالوژي (philology): هغه پوهه چې تاریخي ژبپوهنه له بشري اړخه څېړي.

په فلسفه کې، د زده کړې او ادب مینه او یا څېړنه د فیلالوژي په نوم یادېږي.

۶۶۳. فونولوژي (phonology):  هغه پوهه چې په یوه ژبه کې د اوازونو دندې، اوازونه، څپه ییز جوړښتونه، خج، فشار، آهنګ او نور هغه غږونه چې په یوه ژبه کې ځانګړي واحدونه جوړوي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۶۴. فوټالوژي (photology): د فزیک هغه څانګه چې رڼا او د هغې اغېزې څېړي.

۶۶۵. فایکالوژي (phycology): هغه پوهه چې الجي څېړي.

۶۶۶. فایټولوژي (phytology): هغه پوهه چې بوټي (نباتات) څېړي؛ بوټاني.

۶۶۷. فالالوژي (phallology): هغه پوهه چې د نارینه تناسلي غړی څېړي.

۶۶۸. فلیبالوژي (phlebology): هغه پوهه چې رګونه او د هغو ناروغۍ څېړي.

۶۶۹. فرینالوژي (phrenology): هغه پوهه چې د یوه کس د چلند او د ککرۍ د مورفولوژي (جوړښت) ترمنځ اړیکې څېړي.

۶۷۰. فزیالوژي (physiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د ژوند یا ژوندۍ مادې (لکه غړو، نسجونو یا حجراتو) دندې او فعالیتونه او اړوندې فزیکي او کیمیاوي پدیدې څېړي.

یو پخوانی تعریف يې په دې ډول دی: هغه پوهه چې طبیعي شیان څېړي؛ طبیعي علوم.

۶۷۱. فرېزیالوژي (phraseology):  هغه پوهه چې ټاکلي اصطلاحات څېړي. یا: هغه سبک چې له مخې يې په یوه لیکنه یا وینا کې ویونه او عبارتونه کارول کېږي.

۶۷۲. فزیکالوژي (physicology): د فزیک زوړ نوم.

۶۷۳. فانټازمالوژي (phantasmology): هغه پوهه چې روحاني موجودات یا خارق العاده مخلوقات څېړي.

۶۷۴. فارماکالوژي (pharmacology): هغه پوهه چې درمل، د هغو منشاء، ترکیب، درماني کارونه او ټاکسیکالوژي څېړي.

۶۷۵. فارینګالوژي (phyaryngology): هغه پوهه چې حنجره او د حنجرې د ناروغیو درملنه څېړي.

۶۷۶. فوټوبیالوژي (photobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو او بیالوژیکو پروسو د رڼا اغېزې څېړي.

۶۷۷. فوټو جیولوژي (photogeology): د جیولوژیکو ځانګړنو د سپړنې لپاره له فوټوګرافۍ څخه ګټه اخیستنه د فوټو جیولوژي په نوم یادېږي.

۶۷۸. فایټو بیالوژي (phytobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې نباتات پکې شامل دي.

۶۷۹. فینومینولوژي (phenomenology): هغه پوهه چې د شعور جوړښتونه په داسې ډول څېړي چې د لومړي شخص له لیدلوري تجربه شوي وي. یا: هغه غورځنګ چې په ۱۹۰۵ شاوخوا کې د اډمنډ هسرل له خوا د همدې فلسفې پر بنسټ را پورته شو.

۶۸۰. فایلماټالوژي (philematology): هغه پوهه چې ښکلول (مچول) څېړي.

۶۸۱. فایټوفزیالوژي (phytophysiology): هغه پوهه چې د سبزیجاتو فزیالوژي څېړي.

۶۸۲. فایټو ټکنالوژي (phytotechnology): هره هغه بایوټکنالوژي چې له نباتاتو ګټه پورته کوي.

۶۸۳. فوټو جیو مورفولوژي (photogeomorphology): د جیولوژیکو پدیدو د شننې لپاره له فوټوګرافۍ څخه ګټه اخیستنه د فوټو جیو مورفولوژي په نوم یادېږي.

۶۸۴. فارماکو انوارنمنټالوژي (pharmacoenvironmentology): هغه پوهه چې د یوه ځانګړي درمل چاپېریالي اغېز څېړي.

ک

۶۸۵. کالالوژي: هغه پوهه چې ښکلا څېړي. کالالوژي ته استیټکس یا ښکلاپوهنه هم وايي.

۶۸۶. کالیالوژي (caliology): هغه پوهه چې د مرغانو ځالې تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۸۷. کارپولوژي (carpology): هغه پوهه چې د تخمونو او مېوو جوړښت مطالعه کوي.

۶۸۸. کارټولوژي (cartology): هغه پوهه چې د یوې سیمې د جغرافیوي چوکاټ له مخې د چارټونو او نقشو جوړول تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۸۹. کورولوژي (chorology): د کرونولوژۍ ساحوي معادل دی، په دې معنا چې کرونولوژي د پېښو وخت او زمان څېړي، خو کورولوژي د پېښو ځای او مکان څېړي. ډېر سیسټماټیک تعریف يې په دې ډول دی: هغه پوهه چې د ځایونو او ساحو د رامنځته کېدو یا جوړښت نظم او ترتیب تر څېړنې لاندې نیسي.

په بیالوژي کې د ارګانیزمونو ساحوي وېش ته کورولوژي ویل کېږي.

۶۹۰. کلینالوژي (clinology): هغه پوهه چې تر بلوغ وروسته د ارګانیزم (ژوندي موجود) ویجاړتیا (ډیفارمېشن) یا ځوړتیا تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۹۱. کونالوژي (coenology): هغه پوهه چې د ژوندیو موجوداتو هغه کلکسیون تر څېړنې لاندې نیسي چې په یوه ایکوسیسټم کې د یوې ټولنې په توګه له یو بل سره تعامل کوي. دغه کلکسیون د کونوز په نوم یادېږي او کونالوژي کلمه هم له همدې څخه منځته راغلې.

۶۹۲. کاسمولوژي (cosmology): هغه پوهه چې فزیکي کاینات، د هغه جوړښت، حرکتونه، منشاء، تکامل او برخلیک تر څېړنې لاندې نیسي. همدا رنګه، د کاینات د منشاء او فطرت ماورالطبیعي یا میټافیزیکي څېړنې ته هم کاسمولوژي ویل کېږي.

۶۹۳. کالسیالوژي (calceology): هغه پوهه چې د پښو کېدلو توکي (لکه بوټان، څپلۍ، پڼۍ او داسې نور) څېړي، په تېره بیا د پښو کېدو تاریخي توکي.

۶۹۴. کارډیالوژي (cardiology): هغه پوهه چې د زړه جوړښت، دندې او ګډوډۍ تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۹۵. کرونولوژي (chronology): هغه پوهه چې د وخت یا زمان له مخې د پېښو او واقعاتو د پېښېدو ترتیب په ګوته کوي.

۶۹۶. کریسالوژي (chrysology): د سیاسي اقتصاد هغه څانګه چې د شتمنۍ تولید تر څېړنې لاندې نیسي.

۶۹۷. کلرولوژي (colorology) : هغه پوهه چې رنګونه څېړي.

۶۹۸. کاميټالوژي (cometology): د ستورپوهنې هغه څانګه چې لکۍ لرونکي ستوري مطالعه کوي.

۶۹۹. کامیټالوژي (comitology): هغه پوهه چې د کمېټو د رامنځته کېدو، فعالیت، پراختیا او ډلبندۍ څرنګوالی څېړي.

۷۰۰. کانکالوژي (conchology): هغه پوهه چې نرم تنان (حلزون) او د هغو پوټکي تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۱. کرانیالوژي (craniology) : هغه پوهه چې د انساني کپرۍ (کوپړۍ) فزیکي ځانګړنې تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۲. کریپټالوژي (cryptology): هغه پوهه چې ریاضیکي، ژبنۍ او نورې رمزي نقشې او د هغو تاریخونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۳. کیولینالوژي (culinology): هغه پوهه چې د خوړو علم، د خوړو ټکنالوژۍ او د اشپزي د هنر له ترکیب او ګډولو څخه منځته راځي.

۷۰۴. کېمپنالوژي (campanology): هغه پوهه چې زنګونه (bell) د هغو جوړښت، تنظیم او غږ تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۵. کانسرولوژي (cancerology): هغه پوهه چې سرطان څېړي.

۷۰۶. کارسینالوژي (carcinology): هغه پوهه چې د اوبو کلک پوټکي ژوي تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۷. کاکسالوژي (Caucasology): هغه پوهه چې له تاریخي، ژبنۍ او جغرافیوي-سیاسي اړخه د قفقاز سیمه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۰۸. کانډرالوژي (chondrology): د اناټومۍ هغه برخه چې کرپندوکي (غضروف) مطالعه کوي.

۷۰۹. کریسمالوژي (chresmology): هغه پوهه چې وړاندوینې (پېش بېنۍ) څېړي.

۷۱۰. کریسټالوژي (Christology): په عیسویت کې د علم هغه څانګه چې د مسیح ع فطرت او په تېره بیا دا چې انسان او خدای په څه ډول د نوموړي په شخصیت پورې اړه لري، تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۱۱. کلایمټالوژي (climatology): هغه پوهه چې اقلیم څېړي او د اقلیمونو د پدیدو او لاملونو په تړاو پلټنې ترسره کوي.

۷۱۲. کاګنیټالوژي (cognitology): د ذهن او چلند ګډ څانګیزه څېړنه د کاګنیټالوژي په نوم یادېږي او د ادراکي پوهنې په نوم هم پېژندل کېږي.

۷۱۳. کاسمیټالوژي (cosmetology): هغه پوهه چې سینګار توکي څېړي.

۷۱۴. کریمنالوژي (criminology): هغه پوهه چې جرم، مجرم او په تېره د مجرم چلند تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۱۵. کرایوبیالوژي (cryobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو (ارګانیزمونو) د ټیټې تودوخې (درجه حرارت) اغېزې څېړي.

۷۱۶. کلچرالوژي (culturology): د ټولنیزو علومو هغه څانګه چې په ټولیز ډول کلتورونه تر څېړنې او تجزیې لاندې نیسي.

۷۱۷. ‎ کاولوژي(chaology) : هغه پوهه چې بې نظمي او بې نظمه سیسټمونه څېړي.

۷۱۸. کریالوژي(cryology) : هغه پوهه چې واوره او یخ تر څېړنې لاندې نیسي، د کرایالوژي په نوم یادېږي. یو بل تعریف يې په دې ډول دی: د کنګل کولو یا کنګلتیا علم ته کرایالوژي ویل کېږي.

۷۱۹. کیوبالوژي(cubology) : هغه پوهه یا بوختیا چې د روبیک مکعب (کیوب) حل کول تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۲۰. کاسټیلالوژي (castellology): هغه پوهه چې کلاوې (حصار) څېړي.

۷۲۱. کیموبیالوژي (chemobiology): هغه پوهه چې پر بیالوژیکو سیسټمونو د کیمیاوي مرکباتو اغېز څېړي. او یا: هغه پوهه چې پر بیالوژیک فعالیت د کیمیاوي جوړښت اغېز مطالعه کوي.

۷۲۲. کیموایکالوژي (chemoecology): هغه پوهه چې د ایکالوژي کیمیاوي اړخونه څېړي.

۷۲۳. کروماټولوژي (crhomatology): هغه پوهه چې رنګونه څېړي.

۲۷۴. کولمبالوژي (collembology): هغه پوهه چې springtail )یو ډول خوګۍ) څېړي.

۷۲۵. کوپ-پوډالوژي (copepodology): هغه پوهه چې کوپ-پوډونه څېړي.

۷۲۶. کاسموبیالوژي (cosmobiology): هغه پوهه چې د کایناتو او ژوندیو موجوداتو ترمنځ اړیکې څېړي.

۷۲۷. کرایټیریالوژي (criteriology): هغه پوهه چې د استدلال سموالی او د علم د لاسته راوړنې لپاره اړین معیار تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۲۸. کیمریالوژي (chermorheology): هغه پوهه چې د یوې مادې پر ویجاړېدو د کیمیاوي بدلون اغېز څېړي.

۷۲۹. کرونوبیالوژي (chronobiology): هغه پوهه چې پر بیالوژیکو سیسټمونو د وخت او په تېره بیا د دوراني زمان اغېزې څېړي.

۷۳۰. کرونوایکالوژي (chronoecology): هغه پوهه چې پر ایکوسیسټمونو د وخت اغېزې څېړي.

۷۳۱. کمپیوټرالوژي (computerology): هغه پوهه چې کمپیوټرونه او په کمپيوټرونو پورې تړلی هر اړخ تر څېړنې لاندې نیسي؛ کمپيوټرپوهنه

۷۳۲. کاسمیټکالوژي (cosmeticology): وګورئ: کاسمیټالوژي

۷۳۳. کراکپوټالوژي (crackpotology): هغه پوهه چې لېونیان یا غیرعادي کسان څېړي.

۷۳۴. کریپټو زولوژي (cryptozoology): هغه پوهه چې داسې حیوانات څېړي چې شتون يې نه وي ثابت شوی.

۷۳۵. کارډیوسایټولوژي (cardiocytology): د زړه د نسجونو سایټالوژي (حجره پوهنه) د کارډیو سایټولوژي په نوم یادېږي.

۷۳۶. کرکټرالوژي (characterology): هغه پوهه چې د وګړو چلند او کړه وړه څېړي.

۷۳۷. کلیماټو ایکالوژي (climatoecology): هغه پوهه چې پر ایکالوژي د اقلیم (هوا) تعامل یا اغېزې څېړي.

۷۳۸. کولیوپټرالوژي (coleopterology): هغه پوهه چې خزدکې څېړي.

۷۳۹. کولو پروکټالوژي (coloproctology): هغه پوهه چې د اطراح سیسټم (لویو بولو) وروستۍ برخې (لکه colon, rectum او anus) څېړي.

۷۴۰. کرونا ویرولوژي (coronavirology): هغه پوهه چې د کرونا ویروس څېړي.

۷۴۱. کرایو انزایمولوژي (cryoenzymology): هغه پوهه چې په ټیټه تودوخه کې انزایمولوژي  څېړي. وګورئ: انزایمولوژي.

۷۴۲. کرایو فزیالوژي (cryophysiology): هغه پوهه چې په ټیټه تودوخه کې د حجراتو او نسجونو فزیالوژي څېړي.

۷۴۳. کرایو ایمونولوژي (cryoimmunology): هغه پوهه چې په ټیټه تودوخه کې ایمونولوژي څېړي. وګورئ: ایمونولوژي.

۷۴۴. کریپټو وایرولوژي (cryptovirology): د قوي او زیانمنو کمپیوټري ویروسونو (سافټوېر) د ډیزاین لپاره له کریپټوګرافۍ څخه ګټه اخیستنه د کریپټو وایرولوژي په نوم یادېږي.

۷۴۵. کارډیوپتالوژي (cardiopathology): هغه پوهه چې د زړه ناروغۍ څېړي.

۷۴۶. کارډیو راډیولوژي (cardioradiology): هغه پوهه چې د زړه راډیولوژي څېړي. وګورئ: راډیولوژي.

۷۴۷. کیمو ایمونو لوژي (chemoimmunology): هغه پوهه چې د ایمونولوژي کیمیاوي اړخونه څېړي.

۷۴۸. کامپلیمنټالوژي (complementology): د ایمونولوژي هغه څانګه چې کامپلیمنټونه (د وینې هغه پروټین چې د دفاعي غبرګون پر مهال له انټي باډي سره مرسته کوي) تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۴۹. کانشنټالوژي (conscientiology): هغه پوهه چې شعور (اګاهي) څېړي.

۷۵۰. کارډیو فزیالوژي (cardiophysiology): هغه پوهه چې د زړه او د وینې د مجراګانو فزیالوژي څېړي.

۷۵۱. کیمیاوي بیالوژي (chemical biology): هغه پوهه چې کیمیا او بیالوژي دواړه په خپل ځان کې رانغاړي.

۷۵۲. کرونو فزیالوژي (chronophysiology): هغه پوهه چې په بدن کې د فزیولوژیکو پروسو دوراني توپیرونه او انسجام تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۵۳. کلینیکو پتالوژي (clinicopathology): هغه پوهه چې د یوې ناروغۍ نښې او علایم او په تېره د هغو خپلمنځي اړیکې څېړي.

۷۵۴. کرونو فارماکولوژي (chronopharmacology): د فارماکولوژي هغه څانګه چې د درملو او د بدن د غبرګون تعامل څېړي.

۷۵۵. کیبالوژي (Kibology): د انټرنټ پر مخ (انلاین) دین چې جېزم «کیبو» پاري يې مشري کوي او تر ډېره په ساینټالوژي رشخند او ملنډې وهي. وګورئ: ساینټالوژي.

۷۵۶. کیډالوژي (kidology): هغه پوهه چې ملنډې، ټوکې او طنز تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۵۷. کینالوژي (kinology): د فزیک هغه څانګه چې د حرکت قوانین څېړي.

۷۵۸. کاریولوژي (karyology): هغه پوهه چې د حجراتو هستې څېړي.

۷۵۹. کونیالوژي (koniology): هغه پوهه چې دوړې، پولن او هوايي ذرات څېړي.

۷۶۰. کې ټېنالوژي (ktenology): هغه پوهه چې د خلکو وژنه څېړي. دغه اصطلاح د امریکايي ارواپوه او عصبپوه، لیو الکسنډر، له خوا جوړه شوې چې ریښې يې زړې یوناني ژبې ته غځېږي.

۷۶۱. کیمټالوژي (kymatology): هغه پوهه چې څپه ییز حرکت څېړي.

۷۶۲. کینسیالوژي (kinesiology): هغه پوهه چې د بدن حرکت څېړي.

۷۶۳. کوریانولوژي (Koreanology): هغه پوهه چې کوریا څېړي.

۷۶۴. کرشنالوژي (Krishnology): هغه پوهه چې د کرشنا تیولوژي څېړي. یا: په کرشنایزم کې د کرشنا مقام چې د مسیح ع له هغه مقام سره موازي ګڼل کېږي چې نوموړي ته په عیسویت کې ورکول شوی.

۷۶۵. کریملینالوژي (Kremlinology): هغه پوهه چې د یوه ځواکمن او پټ سازمان داخلي سیاست څېړي.

یا: هغه پوهه چې د شوروي اتحاد د حکومت د لوړ پوړو چارواکو داخلي سیاست تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۶۶. کوبریکالوژي (Kubrickology): هغه پوهه چې د سټانلې کوبریک لاسته راوړنې یا پنځونې څېړي.

۷۶۷. کرونو سایزمو لوژي (kronoseismology): هغه پوهه چې په زحل ستوري کې د فشاري څپو خورېدل څېړي.

۷۶۸. کوینالوژي (quinology): هغه پوهه چې د کونینو کر او د کونین په توګه يې په درملو کې کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

ګ

۷۶۹. ګاربالوژي (garbology): هغه پوهه چې د کثافاتو او خځلو د شننې او تجزیې له لارې یوه ټولنه یا کلچر تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۷۰. ګیزمالوژي (gizmology): د پېچلو آلاتو کارونه یا څېړنه د ګیزمالوژي په نوم یادېږي.

۷۷۱. ګوګالوژي (googology): هغه پوهه چې ګوګل څېړي. یا: د معلوماتو د موندنې لپاره د ګوګل لټون ماشین کارونه د ګوګالوژي په نوم یادېږي. د یادونې وړ ده چې دغه کلمه د ملنډو په ډول په عامیانه ژبه کې کارېږي.

۷۷۲. ګاسټرالوژي (gastrology): هغه پوهه چې معده څېړي.

۷۷۳. ګلاچیالوژي (glaciology): هغه پوهه چې یخ او پر ځمکه د یخ اغېزې څېړي، په تېره د یخچالونو څېړنې ته ګلاچیالوژي ویل کېږي.

۷۷۴. ګلاسالوژي (glossology): هغه پوهه چې ژبې څېړي؛ ژبپوهنه.

۷۷۵. ګلاټالوژي (glottology): هغه پوهه چې ژبې څېړي؛ ژبپوهنه.

۷۷۶. نازیالوژي (gnoseology): هغه پوهه چې په علمي او فلسفي ډول پوهه یا علم څېړي.

۷۷۷. ګرافالوژي (graphology): هغه پوهه چې لاسي لیک، په تېره بیا د یوه کس د اخلاقو د شننې د یوې وسیلې په توګه د نوموړي لاسي لیک تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۷۸. ګاینوکالوژي (gynecology): هغه پوهه چې د ښځو طبي پرابلمونه په تېره د تناسلي غړو اختلالونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۷۹. ګلایکو بیالوژي (glycobiology): هغه پوهه چې د کاربو هایډرېټونو او ګلایکو سایډونو بیالوژيک رول څېړي.

۷۸۰. ګراماټالوژي (grammatology): هغه پوهه چې لیکني سیسټمونه یا متنونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۸۱. ګایرو کرونولوژي (gyrochronology): هغه میتود چې د یوه ستوري د وضعي حرکت د اندازه ګیرۍ له مخې د هغه د عمر اټکل کوي.

۷۸۲. ګاینوکو پتالوژي (gynecopathology): هغه پوهه چې په نوزېږي ماشوم پورې تړلې ناروغۍ یا هغه چې زیاتره پر ښځو اغېزه کوي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۸۳. ګاسټرو انټرالوژي (gastroenterology): هغه پوهه چې له خولې څخه تر مقعد پورې بشپړ اطراحي سیسټم څېړي.

۷۸۴. ګلاټو کرونولوژي (glottochronology): هغه پوهه چې ژبې تر څېړنې لاندې نیسي او دا په ډاګه کوي چې یوه ورته ژبه په کوم وخت کې په نورو ژبو ووېشل شوه.

ل

۷۸۵. لوګالوژي (logology): هغه پوهه چې ویونه څېړي. په دینپوهنه کې د لوړ حقیقت د موندنې لپاره د ویونو څېړنه د لوګالوژي په نوم یادېږي.

۷۸۶. لوډولوژي (ludology): هغه پوهه چې ګېمونه او د لوبو نور ډولونه څېړي.

۷۸۷. لیمنالوژي (limnology): هغه پوهه چې د تازه اوبو د ځایونو، په تېره جهیلونو او اوبډنډونو بیالوژیکي، فزیکي او جیولوژیکي خواص څېړي.

۷۸۹. لیتالوژي (lithology): هغه پوهه چې کاڼې څېړي او د هغو پر سپړنه او ډلبندي خاص ټینګار کوي.

۷۹۰. لویمالوژي (loimology): وګورئ: اپیډمیالوژي.

۷۹۱. لکسیکالوژي (lexicology): د ژبپوهنې هغه څانګه چې ویونه، د هغو طبیعت او معنا، د ویونو اجزاوې، د ویونو او همدا رنګه د هغو د معناوو ترمنځ اړیکې او ټوله وییپانګه تر څېړنې لاندې نیسي.

۷۹۲. لمفالوژي (lymphology): هغه پوهه چې لمفاتیک سیسټمونه څېړي.

۷۹۳. لیریکالوژي (lyricology): هغه پوهه چې لیریکونه (سندرې/اشعار) څېړي.

۷۹۴. لارینګالوژي (laryngology): د فزیالوژي هغه څانګه چې ستونی او د هغې اختلالونه څېړي.

۷۹۵. لکټینالوژي (lectinology): هغه پوهه چې لکتینونه څېړي.

۷۹۶. لیبراټالوژي (librettology): هغه پوهه چې د اوپرا کتابونه څېړي.

۷۹۷. لیمنو بیالوژي (limnobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د تازه اوبو حیوانات او نباتات څېړي.

۷۹۸. لیټورجیالوژي (liturgiology): هغه پوهه چې مذهبي عبادات، دعاګانې، سرودونه او مراسم څېړي.

۷۹۹. لوډو موزیکالوژي (ludomusicology): هغه پوهه چې د ویډیويي لوبو موسیقي څېړي.

۸۰۰. لیپډوپټرالوژي (lepidopterology): هغه پوهه چې شاپرکونه او ملخان څېړي.

۸۰۱. لپراکنالوژي (leprechaunology): هغه پوهه چې لپراکان (کوچني پېریان) تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۰۲. لیپډو کرونولوژي (lepidochronology): هغه پوهه چې د پاڼو په مټ د نباتو عمر ټاکي.

۸۰۳. لینګویسټک ایکالوژي (linguistic ecology): هغه پوهه چې له یو بل سره د ژبو د تعامل څرنګوالی او هغه ځایونه چې دغه ژبې پکې کارېږي، تر څېړنې لاندې نیسي؛ ژبنۍ ایکالوژي.

۸۰۴. لېنګویج ټکنالوژي (language technology): هغه ګډ څانګیز پوهه چې داسې کمپیوټري پوستغالي جوړوي چې انساني ژبه موډل، تجزیه او تولید کړای شي، بدلون پکې راولي او طبیعي ژبې ته د غبرګون ښودلو وړتیا ولري.

۸۰۵. لینګویسټک انتروپولوژي (linguistic anthropology): د انتروپولوژي هغه څانګه چې ژبه او د ژبې کارونه (استعمال) تر څېړنې لاندې نیسي.

م

۸۰۶. مایولوژي (myology): د بدن د غړو فزیولوژیکې څېړنې ته مایولوژي ویل کېږي.

۸۰۷. مانولوژي (manology): هغه پوهه چې انسان څېړي.

۸۰۸. میسالوژي (mesology): هغه پوهه چې د ارګانیزمونو او د هغو د چاپېریال ترمنځ خپلمنځي اړیکې څېړي؛ د ایکالوژي لپاره پخوانۍ اصطلاح.

۸۰۹. میسالوژي (misology): له استدلال او حجت څخه وېره د میسالوژي په نوم یادېږي.

۸۱۰. میکسالوژي (mixology): د ډول، ډول اجزاوو د ترکیب په واسطه د الکولي څښاکو جوړولو هنر د میکسالوژي په نوم یادېږي.

۸۱۱. مورولوژي (morology): هغه پوهه چې چټیات څېړي.

۸۱۲. مایکولوژي (mycology): هغه پوهه چې فنجي څېړي.

۸۱۳. مامالوژي (mammalogy): هغه پوهه چې تي لرونکي ژوي څېړي.

۸۱۴. ماریالوژي (Mariology): هغه پوهه چې پر مریم ع بحث کوي.

۸۱۵. ماسټالوژي (mastology): هغه پوهه چې سینې (تیونه) څېړي.

۸۱۶. میډیالوژي (mediology): د کلچر څېړنې ګډ څانګیز (interdisciplinary) میتود چې په ۱۹۷۹ ز کال کې د رېجس ډیبرې له خوا رامنځته شو او د انسان سمبولیک فعالیت او ټکنالوژۍ ته، په تېره د کلتوري لېږد د یوې وسیلې په توګه خاصه پاملرنه کوي. یا: هغه پوهه چې رسنۍ (ټلویزون، راډیو، ټولنیزې رسنۍ…) او د هغو اغېز څېړي.

۸۱۷. میریالوژي (mereology): هغه پوهه چې د یوه کل اجزاوې څېړي.

۸۱۸. مټرالوژي (metrology): هغه پوهه چې وزنونه، پیمانې او اندازه ګیرۍ څېړي.

۸۱۹. مایکرولوژي (micrology): هغه پوهه چې مایکروسکوپي اجسام او شیان څېړي.

۸۲۰. میوزیالوژي (museology): د موزیمونو (لرغونتونونو) ډیزاین، تشکیل او مدیریت ته میوزیالوژي ویل کېږي. یا: هغه پوهه چې موزیمونه څېړي.

۸۲۱. میتالوژي (mythology): هغه پوهه چې اسطورې یا افسانې څېړي.

۸۲۲. ماجیرالوژي (magirology):  هغه پوهه چې پخلی (اشپزي) څېړي.

۸۲۳. میازمالوژي (miasmology): هغه پوهه چې ککړه هوا څېړي.

۸۲۴. منرالوژي (mineralogy): هغه پوهه چې منرالونه څېړي.

۸۲۵. میسالوژي (missiology): د عملي تیولوژي هغه څانګه چې د عیسوي مبلغ کار، پیغام او دریځ تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۲۶. مولینولوژي (molinology): هغه پوهه چې میلونه (کارخونې) څېړي.

۸۲۷. مورفولوژي (morphology): هغه پوهه چې بڼه (شکل/حالت) او جوړښت تر څېړنې لاندې نیسي او د هغې پدیدې دندې په پام کې نه نیسي.

په ژبپوهنه کې، د مورفیمونو (ویونه او د هغو معنوي جوړښتي توکي) د داخلي جوړښت څېړنې ته مورفولوژي ویل کېږي؛ صرف.

په بیالوژي کې، د حیواناتو او نباتاتو د بڼې او جوړښت څېړنې ته ویل کېږي.

په جیولوژي کې، د تیږو او ځمکبڼو جوړښت ته ویل کېږي.

۸۲۸. موټیوالوژي (motivology): هغه پوهه چې له ارواپوهنیز اړخه د خلکو موخې څېړي.

۸۲۹. موزیکالوژي (musicology): هغه پوهه چې موسیقي او یا د غږ فزیکي طبیعت څېړي.

۸۳۰. ملریالوژي (malariology): هغه پوهه چې ملریا څېړي.

۸۳۱. مارټرالوژي (martyrology): د شهیدانو په تېره اولیاوو فهرست چې د هغوی د کلیزو له مخې ترتیب شوی وي.

۸۳۲. میکنالوژي (mechanology): هغه پوهه چې ماشینونه او میخانیک څېړي.

۸۳۳. ملیټالوژي (melittology): هغه پوهه چې د شاتو مچۍ څېړي.

۸۳۴. میټریالوژي (meteorology): هغه پوهه چې اتوموسفیر، د اتوموسفیر پدېدې په تېره موسم او هوا حالاتو وړاندوینه تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۳۵. میتوډولوژي (methodology): هغه پوهه چې د یوې څانګې میتودونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۳۶. مرمیکالوژي (myrmecology): هغه پوهه چې مېږي څېړي.

۸۳۷. مېکروبیالوژي (macrobiology): هغه پوهه چې لوی ژوندي ارګانیزمونه څېړي.

۸۳۸. ماسټوزولوژي (mastozoology): وګورئ: مامالوژي.

۸۳۹. ممبرانولوژي (membranology): هغه پوهه چې غشاوې څېړي.

۸۴۰. مایکروبیالوژي (microbiology): هغه پوهه چې کوچني ارګانیزمونه، په تېره پر انسان او نورو ژوندیو موجوداتو د هغو اغېزې تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۴۱. مایکرو ایکالوژي (microecology): هغه پوهه چې د کوچنیو ارګانیزمونو ایکالوژي څېړي.

۸۴۲. مایکرو جیولوژي (microgeology): د جیولوژي هغه څانګه چې مایکروسکوپي جوړښتونه او ساختمانونه څېړي.

۸۴۳. مانسټرالوژي (monsterology):  هغه پوهه چې بلاګانې څېړي.

۸۴۴. مایکوسیرالوژي (mycoserology): هغه پوهه چې د وینې فنجي څېړي.

۸۴۵. مالډیکټالوژي (maledictology): هغه پوهه چې سپکاوی او کنځلې تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۴۶. میریوټاپولوژي (mereotopology): هغه تیوري چې میریولوژي او ټاپولوژي یو ځای کوي او د کل او جز ترمنځ اړیکې او د هغو ترمنځ شته بریدونه څېړي.

۸۴۷. مېکروسوشیالوژي (macrosociology): د سوشیالوژي (ټولنپوهنې) هغه څانګه چې د نفوسو او لویو جمعیتونو په سویه انساني تعاملونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۴۸. مګنیټوبیالوژي (magnetobiology): هغه پوهه چې د مقناطیسي ساحو او بیالوژیکو سیسټمونو ترمنځ تعامل څېړي.

۸۴۹. میکنوبیالوژي (mechanobiology): هغه پوهه چې د بیالوژیکو سیسټمونو میخانیک (فزیکي قوې او تعاملونه) تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۵۰. میټافزیالوژي (metaphsiology): هغه پوهه چې د فزیکي جسم پر خلاف، ذهن او ژوند څېړي.

۸۵۱. میټاسایکالوژي (metapsychology): د ذهن او ارواپوهنې فلسفي څېړنه د میټاسایکالوژي په نوم یادېږي.

په ارواپوهنه کې يې دوهم تعریف دا دی چې: هغه ډله اصول چې د فروید پر ارواپوهنه حاکم دي.

په فلسفه کې هغې پوهې ته ویل کېږي چې دا څېړي چې بشري تجربې په څه ډول ادراک جوړوي، تصفیه کوي او هویت ته بڼه ورکوي.

۸۵۲. مایکروسوشیالوژي (microsociology): د ټولنپوهنې هغه څانګه چې ورځني، د کوچنۍ سطحې انساني تعاملونه، تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۵۳. مایکرو ټریبالوژي (microtribology): د ټریبالوژي هغه څانګه چې د خورا کوچنیو سطحو ترمنځ تعامل څېړي؛ وګورئ: ټریبالوژي.

۸۵۴. میټومورفولوژي (mitomorphology): د مایتوکاندریا مورفولوژي ته ویل کېږي.

۸۵۵. میټو فزیالوژي (mitophysiology): د مایتوکاندریا فزیولوژي ته ویل کېږي.

۸۵۶. مېکرو مورفولوژي (macromorphology): هغه پوهه چې د یوه ارګانیزم، منرال، یا خاورې د یوه جز لوی جوړښتونه یا مورفولوژي څېړي چې له مرستندویه سترګې (مایکروسکوپ) پرته د لیدو وړ وي.

۸۵۷. میزو مټریالوژي (mesometeorology): هغه پوهه چې د مایکرومټریالوژي په پرتله، په لویه کچه اتموسفیري پدیدې تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۵۸. مایکرو منرالوژي (microminerology): هغه پوهه چې کوچني منرالونه مطالعه کوي.

۸۵۹. مایکرو مورفولوژي (micromorphology): هغه پوهه چې د یوه ارګانیزم، منرال یا خاورې د یوه جز لطیف جوړښتونه یا مورفولوژي څېړي چې یوازې د مایکروسکوپ په واسطه د لیدو وړ وي.

۸۶۰. مورفوفونالوژي (morphophonology): د ژبپوهنې هغه څانګه چې فونیمونه او د مورفیمونو فونولوژیکه ښودنه تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۶۱. مایکرو مټریالوژي (micrometeorology): د مټریالوژي هغه څانګه چې د یوې وړې سیمې لپاره چې څو کیلو متره قطر ولري، په وړه سطحه موسم او د هوا حالاتو مشاهده او سپړنه ترسره کوي.

۸۶۲. مورفو فزیالوژي (morphophysiology): هغه پوهه چې د بڼې او فزیولوژیکو دندو ترمنځ خپلمنځي بیالوژیکي اړیکې څېړي.

۸۶۳. مورفو سایکالوژي (morphopsychology): هغه پوهه چې د څېرې د خواصو او شخصیت ترمنځ اټکلي مشابهت څېړي.

۸۶۴. مليسو پالينو لوژي (melissopalynology): هغه پوهه چې له شاتو او مچیو څخه پیدا شوی پولن څېړي.

۸۶۵. مالیکولر بیالوژي (molecular biology): د بیالوژي هغه څانګه چې د ژوند مېکرو مالیکولونه، لکه پروټین، لیپو پروټین او هستوي تېزاب تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۶۶. مینسي کرونولوژي (mensichronology): هغه پوهه چې د خښتو او نورو ودانیزو موادو د بعدونو او ترکیب له تجزیې وروسته د هغو عمر معلوموي.

۸۶۷. مایکرو کلامټالوژي (microclimatology): د اقلیم پوهنې هغه څانګه چې کوچني اقلیمونه څېړي.

۸۶۸. ماريټایم ارکیالوژي (maritime archeology): د لرغنپوهنې هغه څانګه چې بحرونو، جهیلونو او سیندونو ته ځانګړې ده.

ن

۸۶۹. ناوالوژي(neology) : ناوا له یوناني څخه ژبې څخه راغلې چې د «عبادتځای» په معنا ده. ناوالوژي هغې پوهې ته ویل کېږي چې مقدس ځایونه، عبادتځایونه او سپېڅلې ودانۍ څېړي.

۸۷۰. نیولوژي(nealogy): د زولوژي یوه څانګه ده چې د یوه حیوان د ژوند د لومړنیو پړاوونو ترمنځ مورفولوژیکې اړیکې تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۷۱. نولوژي(noology) : د هرې هغې پدیدې سیسټماټیکه څېړنه او مطالعه چې له پوهېدو او پوهنې سره سروکار ولري. نو د یوناني ژبې ویوکی دی چې د «ذهن» معنا لري.

۸۷۲. نیولوژي (neology): هغه پوهه چې نیولوجیزم (د نوو ویونو جوړونه) څېړي.

یا: د نویو او عقلاني مذهبي نظریاتو و افکارو درلودل، د نیولوژي په نوم یادېږي.

۸۷۳. ناسولوژي (nasology): هغه پوهه چې پوزه څېړي.

۸۷۴. نیډولوژي (nidology): هغه پوهه چې ځالې څېړي.

۸۷۵. نومولوژي (nomology): هغه پوهه چې قوانین څېړي. یا: د عمومي فزیکي او منطقي قوانینو څېړنه د نومولوژي په نوم یادېږي. یا: هغه پوهه چې د ذهن قوانین څېړي؛ ذهني ارواپوهنه.

۸۷۶. نوسولوژي (nosology): هغه پوهه چې د ناروغۍ څېړنه، تشخیص، ډلبندي او سیسټماټیکه پلټنه ترسره کوي.

۸۷۷. نارکولوژي (narcology): هغه پوهه چې د درملو تر حد زیاته کارونه څېړي.

۸۷۸. نیکرالوژي (necrology): هغه پوهه چې مړینه یا مړی څېړي.

۸۷۹. نیوټولوژي (neotology):  هغه پوهه چې یو  نوی موندل شوی/کشف شوی شی، ځای، حیوان، حشره، منرال او داسې نور تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۸۰. نیفالوژي (nephology): د میټریالوژي هغه څانګه چې ورېځې مطالعه کوي.

۸۸۱. نیورولوژي (neurology): د طب هغه څانګه چې عصبي ګډوډۍ او همدا رنګه د مرکزي عصبي سیسټم مغز او حرام مغز، اعصاب، غړي او د شاوخوا عصبي سیسټم عصبي-عضلي مفصلونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۸۲. نوسټولوژي (nostology): هغه پوهه چې زړښت څېړي.

۸۸۳. نیونټالوژي (neontology): هغه پوهه چې د روان عصر ژوندي ارګانیزمونه څېړي او له هغو موجوداتو سره کار نه لري چې نور شتون نه لري.

۸۸۴. نیوسالوژي (neossology): هغه پوهه چې کوچني مرغان څېړي.

۸۸۵. نیفرالوژي (nephrology): د طب هغه څانګه چې د پښتورګو دنده او ناروغۍ څېړي.

۸۸۶. نومرالوژي (numerology): هغه پوهه چې د اعدادو (یا د هغو ویونو توري چې د اعدادو استازیتوب کوي) ترمنځ صوفیانه اړیکې او همدا رنګه د فزیکي توکو او ژوندیو شیانو فعالیت یا چلند څېړي.

۸۸۷. نانوبیالوژي (nanobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د نانو په کچه بیالوژيک تعاملونه څېړي.

۸۸۸. ناراټالوژي (narratology): هغه پوهه چې کیسه ییز (نرټیو) ساختمان څېړي.

۸۸۹. نیونا ټولوژي (neonatology): د طب هغه څانګه چې نو زېږي او په تېره ناروغه یا تر وخت دمخه نو زېږي ماشومان څېړي.

۸۹۰. نیګرالوژي (niggerology): هغه پوهه چې تورپوستي او په تېره هغه تورپوستي چې د مشکل جوړوونکو په توګه له ټولنې ویستل شوي وي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۸۹۱. نانوسایټولوژي (nanocytology): د سایټولوژي لپاره د نانوټکنالوژي کارونه د نانوسایټولوژي په نوم یادېږي.

۸۹۲. نیورو بیالوژي (neurobiology): هغه پوهه چې په خلکو او حیواناتو کې د اعصابو او مغزو دندې څېړي.

۸۹۳. نیورو یورالوژي (neurourology): د یورولوژي هغه څانګه چې د مثانې هغه اختلالونه څېړي چې د ستون فقرات په ټپونو او عصبي اختلالونو پورې اړه ولري.

۸۹۴. نیوروسونولوژي (neurosonology): د عصبي رګونو د عملیاتو لپاره د الټراساؤنډ کارونه د نیوروسونولوژي په نوم یادېږي.

۸۹۵. نیورو وایرولوژي (neurovirology): د هغو ویروسونو علمي څېړنه چې عصبي سیسټم ته د سرایت کولو وړتیا لري.

۸۹۶. نانوټکنالوژي (nanotechnology): د نانو ذراتو جوړول او د نانو متر په کچ کې د ماشینونو جوړول د نانوټکنالوژي په نوم یادېږي.

۸۹۷. نیورو راډیولوژي (neuroradiology): د عصبي سیسټم راډیولوژي او په تېره د عصبي سیسټم د ګډوډیو د تشخیص او درملنې لپاره د وړانګو کارونه د نیورو راډیولوژي په نوم یادېږي.

۸۹۸. نیورو پتالوژي (neuropathology): د عصبي سیسټم پتالوژي (ناروغۍ یا د ناروغیو څېړنې) ته ویل کېږي.

۸۹۹. نیورو کارډیالوژي (neurocardiology): هغه پوهه چې د زړه او عصبي سیسټم تعامل څېړي.

۹۰۰. نیورو مورفولوژي (neuromorphology): هغه پوهه چې د عصبي سیسټم او د هغه د اجزاوو مورفولوژي څېړي.

۹۰۱. نیورو فزیالوژي (neurophysiology): د فزیالوژي هغه څانګه چې عصبي سیسټم څېړي.

۹۰۲. نیورو سایکالوژي (neuropsychology): د نیورولوژي او درماني ارواپوهنې هغه څانګه چې د ارواپوهنیزو بهیرونو فزیولوژیک بنیادونه څېړي.

۹۰۳. نیورو ټاکسیکالوژي (neurotoxicology): هغه پوهه چې د عصبي زهرو په واسطه مسموم کېدل څېړي.

۹۰۴. نیورو پالیو بیالوژي (neuropaleobiology): د پالیو بیالوژي (یا نیورو بیالوژي) هغه څانګه چې د لرغونو حیواناتو عصبي سیسټم څېړي.

۹۰۵. نیورو فینومینولوژي (neurophenomenology): هغه پوهه چې عصبپوهنه او پدیدوي مشاهده سره یو ځای کوي.

۹۰۶. نیورو-افتلمالوژي (neuro-ophthalmology): د نیورولوژي او افتلمالوژي هغه فرعي څانګه چې په عصبي سیسټم پورې اړوند عیني پرابلمونه څېړي.

۹۰۷. نیورو سایکو فزیالوژي (neuropsychophysiology): هغه پوهه چې عصبپوهنه، ارواپوهنه او فزیولوژي سره یو ځای کوي.

۹۰۸. نیورو الکټرو فزیالوژي (neuroelectrophysiology): هغه پوهه چې د نیورونونو برقي فعالیت څېړي.

۹۰۹. نیوماټولوژي (pneumatology): هغه پوهه چې د اروايي موجوداتو او پدیدو او په تېره د انسان او خدای ترمنځ تعامل څېړي.

و

۹۱۰. وینالوژي (vinology): هغه پوهه چې شراب او شراب جوړونه څېړي؛ انګالوژي.

۹۱۱. وایرولوژي (virology): د مایکرو بیالوژي هغه څانګه چې ویروسونه او ویروسي ناروغۍ څېړي.

۹۱۲. وکالوژي (vocology): هغه پوهه چې غږ زېږوونکي وسایل څېړي.

۹۱۳. ولنالوژي (vulnology): هغه پوهه چې د ټپونو درملنه او ساتنه څېړي.

۹۱۴. وینرالوژي (venereology): هغه پوهه چې په جنسي نژدیوالې پورې مربوطې ناروغۍ او د هغو درملنه څېړي.

۹۱۵. ورمیالوژي (vermeology): هغه پوهه چې چینجي څېړي.

۹۱۶. واکسینالوژي (vaccinology): هغه پوهه چې د نوو واکسینونو جوړول او تولید څېړي.

۹۱۷. وینریالوژي (venereology): د طب هغه څانګه چې د جماع له لارې انتقال شوې ناروغۍ او د هغو درملنه څېړي.

۹۱۸. وېکسي لالوژي (vexillology): هغه پوهه چې بیرغونه څېړي.

۹۱۹. ویکټیمالوژي (victimology): هغه پوهه چې د یوه جرم قربانیان او په تېره هغه لاملونه څېړي چې ولې ځینې خلک ډېر زیات د جرمونو قرباني کېږي.

۹۲۰. ولکنالوژي (volcanology): هغه پوهه چې ولکانونه څېړي؛ vulcanology.

۹۲۱. واټیکانولوژي (Vaticanology): هغه پوهه چې د واتیکان سیاست، پرېکړې او د کار کولو طرز څېړي.

۹۲۲. وایرو ایمونولوژي (viroimmunology): هغه پوهه چې پر ایمونولوژیک سیسټم د ویروسونو اغېز څېړي.

۹۲۳. وېدرالوژي (weatherology): هغه پوهه چې د هوا حالاتو د وړاندوینې لپاره کارېږي؛ میټریالوژي.

۹۲۴. ووډ پیکرالوژي (woodpeckerology): هغه پوهه چې رتکاڼک (یو ډول مرغه) څېړي. په انګلش کې ورته woodpecker وايي.

هـ

۹۲۵. هینولوژي(henology) : هغه فلسفي ډسکورس چې پر «یو یا احد» راڅرخي او په ځانګړي ډول په افلاطوني فلسفه کې څرګند شوی.

۹۲۶. هیکسولوژي(hexology) : هغه پوهه چې د هېکس نښې تر څېړنې لاندې نیسي. هېکس هغو نښو ته ویل کېږي چې د پنسلوانیا جرمني خلکو به د خپلو ودانیو لپاره کارول تر څو له بدو ارواوو څخه په امان کې وي. هېکس یو هندسي ډیزاین وو او یو ستوری یا ګل به یې درلود چې په یوه دایروي ساحه کې به ځای پر ځای شوی وو.

۹۲۷. هوډولوژي(hodology) : هوډولوژي ګڼ تعریفونه لري. په عموم کې هغې پوهې ته ویل کېږي چې پلی لارې څېړي.

بل خوا د مغزو په فزیولوژي کې، د مغزي حجراتو د خپلمنځي اړیکو څېړنې ته هوډولوژي ویل کېږي او د دې تعریف له مخې د بیالوژي یوه څانګه ګرځي.

په فلسفه کې د تړلو او مربطو ایډیاوو او نظریاتو مطالعې ته هوډولوژي ویل کېږي او د جغرافیې د یوې څانګې په توګه هغې پوهې ته ویل کېږي چې لارې تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۲۸. هورولوژي(horology) : هغه پوهه چې وخت مطالعه کوي او همدا رنګه هغه فن، ساینس او ټکنالوژي تر څېړنې لاندې نیسي، چې وخت قیدوي یا ښيي لکه دېوالي ګړۍ، لاسي ګړۍ او لمریزه ګړۍ (سندیال) چې د سیوري د موقعیت له مخې وخت ښيي.

۹۲۹. هاګالوژي (hagiology): هغه پوهه چې د اولیاوو ژوند څېړي.

۹۳۰. هاپلالوژي (haplology): په یوه لغت کې له دوو تقریبا مشابه څپو څخه د یوې څپې حذف یا غورځولو ته هاپلالوژي ویل کېږي.

۹۳۱. هلکالوژي (helcology):  هغه پوهه چې ناسورونه او د هغو درملنه څېړي.

۹۳۲. هربالوژي (herbology): هغه پوهه چې طبي بوټي او د هغو طبي ځانګړنې په تېره چې کله سره ترکیب شي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۳۳. هایرولوژي (hierology): هغه پوهه چې د ادیانو مقایسوي او تاریخي څېړنه کوي.

۹۳۴. هیپالوژي (hippology): هغه پوهه چې اسونه څېړي.

۹۳۵. هیسټالوژي (histology): هغه پوهه چې مایکروسکوپي جوړښتونه، کیمیاوي مرکبات، د نسجونو دندې او د حیواناتو او نباتاتو نسجي سیسټمونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۳۶. هوپلالوژي (hoplology): هغه پوهه چې په انساني جګړو کې ښکېله ټکنالوژي په تېره وسلې و زغرې، چلن او میتودونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۳۷. هرټالوژي (hortology): هغه پوهه چې بڼ او بڼوالي څېړي. د بڼوالۍ هنر ته هم هرټالوژي ویل کېږي.

۹۳۸. هایډرولوژي (hydrology):  هغه پوهه چې د اوبو ځانګړنې، وېش او د ځمکې پر سطحه، خاوره، کاڼو او اتوموسفیر باندې د اوبو اغېزې تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۳۹. هایټولوژي (hyetology): هغه پوهه چې ورښت (وریا) څېړي.

۹۴۰. هایګالوژي (hygiology): هغه پوهه چې د روغتیا تحفظ او تداوم څېړي.

۹۴۱. هایګرالوژي (hygrology): هغه پوهه چې د بدن سیاله ماده څېړي.

۹۴۲. هیمنالوژي (hymnology):  هغه پوهه چې حمدونه او مناجات څېړي.

۹۴۳. هیپنالوژي (hypnology): هغه پوهه چې خوب څېړي.

۹۴۴. هیمټالوژي (hematology): هغه پوهه چې وینه او د وینې تولیدوونکي غړي څېړي.

۹۴۵. هیمرالوژي (hemerology): هغه پوهه چې کلیزې (کالنډرونه)، په تېره د خاصو ورځو د تشخیص او پېژندنې لپاره تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۴۶. هورټولوژي (heortology): هغه پوهه چې مذهبي جشنوارې څېړي.

۹۴۷. هیپټالوژي (hepatology): هغه پوهه چې جګر، مثانه او پانکراس او د دې غړو درملنه څېړي.

۹۴۸. هکسیکالوژي (hexicology): هغه پوهه چې د ژوندیو موجوداتو او نورو ارګانیزمونو اړیکې او په عموم کې له شاوخوا شرایطو سره  د هغو تعامل تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۴۹. هیریسالوژي (heresiology): هغه پوهه چې کفر (عقیدوي انحراف) څېړي.

۹۵۰. هرپټالوژي (herpetology): هغه پوهه چې چرمښکۍ او ذوحیاتین څېړي.

۹۵۱. هیټیټالوژي (Hittitology): هغه پوهه چې د هټیټي وګړي، د هغو ژبه او کلچر څېړي. هیټيټي په اناتولیا کې د برونزو د پېر یو سلطنت وو.

۹۵۲. هیسټرالوژي (hysterology): هغه پوهه چې زیلانځی (رحم) څېړي.

۹۵۳. هامارشیالوژي (hamartialogy): د تیولوژي هغه څانګه چې د ګناه طبیعت او اغېزې څېړي.

۹۵۴. هیموسایټالوژي (hemocytology): هغه پوهه چې د وینې سایټالوژي څېړي.

۹۵۵. هیپاټکالوژي (hepaticology): هغه پوهه چې د کاڼي ګل څېړي.

۹۵۶. هیسټوریالوژي (historiology): هغه پوهه چې تاریخ څېړي؛ تاریخپوهنه.

۹۵۷. هایډروبیالوژي (hydrobiology): هغه پوهه چې د داسې حیواناتو بیالوژي څېړي چې په اوبو کې ژوند کوي.

۹۵۸. هایډرو ایکالوژي (hydroecology):  هغه پوهه چې په لمدو ځمکو کې د اوبو او وحشي موجوداتو ترمنځ اړیکې څېړي.

۹۵۹. هایډرو جیولوژي (hydrogeology): هغه پوهه چې تر ځمکې لاندې اوبه، په تېره د دې اوبو د شتون او خوځښت بیالوژیکي، فزیکي او کیمیاوي خواص څېړي.

۹۶۰. هلمنتالوژي (helminthology): د زولوژي هغه څانګه چې هلمنتونه (پرازیټي چینجي) څېړي.

۹۶۱. هیموپتالوژي (hemopathology): د پتالوژي هغه څانګه چې د وینې ناروغۍ څېړي.

۹۶۲. هیسټو سایټولوژي (histocytology): د هیسټولوژي او سایټولوژي ترکیب ته ویل کېږي.

۹۶۳. همبرګرالوژي (hamburgerology): هغه پوهه چې د میکډانلډز له خوا معرفي شوه تر څو په خپلو فاسټ فوډ رستورانتونو کې خلکو ته کاري روزنه ورکړي.

۹۶۴. هیموسټاسیالوژي (hemostaseology): هغه پوهه چې هیموسټاسیس (یا د وینې توقف) څېړي.

۹۶۵. هیپو پتالوژي (hippopathology): هغه پوهه چې د اسونو ناروغۍ څېړي.

۹۶۶. هیسټوپتالوژي (histopathology): هغه پوهه چې د مایکروسکوپي کچې نسجونه، په تېره هغه نسجونه چې د ناروغۍ له کبله غیرنورمال وي، تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۶۷. هیلیوسایزمالوژي (helioseismology): هغه پوهه چې په لمر کې د فشاري څپو خورېدل څېړي.

۹۶۸. هیماټوپتالوژي (hematopathology): وګورئ: هیموپتالوژي.

۹۶۹. هیسټو مورفولوژي (histomorphology): هغه پوهه چې د حجراتو د مورفولوژۍ د څېړنې لپاره له هیسټولوژي څخه استفاده کوي.

۹۷۰. هیسټو فزیالوژي (histophysiology): هغه پوهه چې د حجراتو او نسجونو دندې څېړي.

۹۷۱. هایډرو میټریالوژي (hydrometeorology):  د مټریالوژي هغه څانګه چې په اتموسفیر کې د اوبو د حالت پېښېدل، بدلونونه او خوځښت څېړي.

۹۷۲. هیټرو فینومینولوژي (heterophenomenology): هغه پوهه چې د نورو خلکو شعور څېړي.

۹۷۳. هیپاټو ګاسټرو انټرالوژي (hepatogastroenterology): د طب هغه څانګه چې د ځیګر، معدې، وړو کولمو او همدا رنګه د دې ټولو غړو د درملنې علم په ځان کې رانغاړي.

ی

۹۷۴. یوفولوژي(ufology): د UFO یا ناپېژانده الوتنیزو شیانو پوهې ته یوفولوژي ویل کېږي.

۹۷۵. یورولوژي(urology) : د طب هغه څانګه چې د تشو بولو د جهاز او اړوند سیسټم ګډوډۍ او اختلالات تر څېړنې لاندې نیسي.

۹۷۶. یوکالوژي(eucology) : هغه پوهه چې دعاګانې مطالعه کوي. همدا رنګه د دعاګانو او ماثوراتو کتاب ته هم د یوکالوژي کلمه کارېږي.

۹۷۷. یورانالوژي (uranology): هغه پوهه چې اسمانانو او سماوي اجسام مطالعه کوي.

یا: د اورانوس ساینسي مشاهده او څېړنه د یورانالوژي په نوم یادېږي.

۹۷۸. یورینالوژي (urinology): هغه پوهه چې د ناروغ د روغتیايي حالت د تحلیل لپاره تشې بولې څېړي.

۹۷۹. یورونالوژي (uronology): د طب هغه څانګه چې تشې بولې څېړي.

۹۸۰. یونیورسالوژي (universology): هغه پوهه چې کاینات څېړي.

۹۸۱. یورو پتالوژي (uropathology): هغه پوهه چې د تشو بولو د جهاز ناروغۍ څېړي.

۹۸۲. یورو راډیولوژي (uroradiology): هغه پوهه چې د تشو بولو د جهاز راډیولوژي څېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب