یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهايران: افغانستان سره د اړيکو خرابیدو لپاره مو توطيې روانې دي

ايران: افغانستان سره د اړيکو خرابیدو لپاره مو توطيې روانې دي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏د ایراني ځواکونو له لوري افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د ویډیو ګانو له رسنيز کیدو سره هم مهاله، په کابل کې د ایران سفارت وايي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د روابطو د خرابوالي په هدف توطئې روانې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له خوا د افغانانو د ځورونې کلپونه د روابطو د خرابولو لپاره پلان شوي دي.

ايراني سفارت نه دي ويلي، چې دا توطيې څوک کوي او يادې ویډیو ګانې څنګه جوړيږي؟

دا په داسې حال کې ده، چې خپرې شوې ویډیو ګانې مستنده بڼه لري او په حقیقي ډول د ايران په خاوره کې ايراني ځواکونه پر افغان ماشومانو د جنسي تیري، افغانانو ته د ښکنځلو او افغان کډوالو ته د شکنجو ورکولو په حال کې ښيي.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په طالب چارواکو پسې د کنايو په بڼه لیکلي، چې ایران ته يې افغان کډوالو سره د ناوړه وضعیت په اړه اعتراض کړی، خو ايراني چارواکو ورته ويلي، چې دوی دې افغانانو سره ناوړه چلند نه کوي، څو هغوی هېواد پريښودو ته مجبوره نه شي.

افغانانو د طالبانو له ګرمولو سره پر پخوانيو سياستوالو، د پنجشېر مقاومت ډلې او نورو ايران پلوو لوریو په اړه هم نیوکې کړي، چې ولې یې د ايران په ناوړه چلند ځانونه چوپ ساتلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب