جمعه, مارچ 29, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

د هرات ابداليان او د ايران صفويان
۳۵ مه برخه
استاد شهسوار سنګروال
ابداليان د تاريخ په اوږدو کې له هغه مهاله په هرات کې ودان او استوګن ول چې ژمی به يې د هرات په ختيځ «شافلان» او «اوبه» کې تېراوه او اوړی به يې بيا په بادغېس کې.
همدا ډول په وروستيو کې يو شمېر ابداليان بيا د خپل مينځي جګړو له بابته له
کندهاره فراه او ګرشک ته کډه شول او هلته به يې څاروي روزل او نور له خپل مشر حيات سلطان سره ملتان ته لاړل، دا هغه څوک وه چې له ابدالي دولت خان سره يې تربګني او دښمني درلودله. ولې کوم ابداليان چې دغه وخت په کندهار کې مېشت ول، دوی داسې کوم سردار نه درلود چې د هغه شاوخوا را ټول شوي وی.
مجموع التواريخ ليکي چې د ابداليانو اصلي استوګن ځای او ټاټوبی د کابل کوهستان دی. خو د يو شمېر ستونزو له بابته د زر (۱۰۰۰ هـ ق) په شاوخوا کې هرات ته راغلل. دا خبره يو څه د پام او پوښتنې وړ ده، چې څنګه دغه وګړي په ډله ييزه توګه له ختيځ نه تر لوېديځه را ورسېدل؟ حال دا چې په دغه مينځ کې د هېواد نورې ګڼې سيمې هم پرتې وې، ولې د هېواد په نورو سيمو کې مېشت نشول؟! ښايي دا رښتيا وي چې ابداليان په کوهستان کې ودان ول او له ساپيانو سره يو ځای اوسېدل، خو که په لومړۍ خبرې ټينګار وکړو نو بيا دا کېدی شي چې ابداليان دې له فراه نه هرات ته راغلي وي، دا ځکه چې دا سيمې سره بيا هم د کوهستان په پرتله بېخي ډېرې نږدې دي. خو دا ګرانه ده چې وويل شي ابداليان لومړی چېرته او بيا چېرته استوګن شول؟
مجمع التواريخ په هرات کې د ابدالي ټبر شمېر د سليمان او سلطان حسين صفوي د واکمنۍ په مهال شپېته زره کورنۍ ښيي!؟ د دغې شمېرې له مخې ويلی شو چې دغه وګړي له ډېرې پخوا نه دلته اباد ول!؟ داسې ډېرې پوښتنې شته چې مجمع التواريخ ورته د پای ټکی ندی اېښی. خو دا خبره بايد هېره نکړو چې څنګه کېدای شي ابداليان په هرات کې دومره ژر د واک او ځواک څښتن شول؟
له دې څخه دې پايلې ته رسېږو چې ابداليان يا د ابداليانو په څېر نور افغان قومونه له لرغوني تاريخ نه را واخله تر معاصر تاريخ پورې لکه د افغانستان د نورو سيمو غوندې په هرات او د هرات په شاوخوا سيمو کې ودان ول.
هغه مهال چې د ابداليانو يو شمېر مشرانو د «ښار صفا» په سيمه کې سيمه ييزه واکمني ټينګه کړې وه صفوي چارواکو دوی ته د «ميرزا» په وياړلي لقب خطاب کاوو. د دې ټبر يو مشر «سدو» وه چې صفوي شاه عباس اعظم دی د ابداليانو رئيس باله.
زوی يې خضر خان نومېده او لمسی يې شېرخان وه. د ډيلي مغلي چارواکو د سدو لمسي شېرخان ته د شهزاده لقب ورکړی وه. ولې د ايران له بېګلربېګي سره يې جوړه نه وه، نو ځکه خو هغه کوښښ کاوو چې د ابداليانو تر مينځ خپل مينځي جګړې او تربګنۍ ته لمن ووهي.
د پارس صفوي چارواکو د خداداد د تره زوی سلطان حسين ته د ميرزا لقب د همدې موخې لپاره ورکړ، چې دواړه تربوران پخپلو کې وچنګوي. ولې شېرخان په دې پوه شو نو ځکه خو يې له جګړې نه ډډه وکړه او د ترنک په شاوخوا کې واړول.
د شېرخان له مړينې وروسته زوی يې سرمست خان د قام مشر شو.
له ده نه پس د ده زوی دولت خان د کندهار حکمران شو. دلته دي چې د يو شمېر تربګنيو او ستونزو له بابته، د دولت خان تربور د سلطان خدا داد زوی حيات سلطان، له خپل ورور لښکر خان او له شپږو زرو ابدالي کورنيو سره ملتان ته کډه شول او دولت خان خپل واک لا پراخ کړ.
صفوي دولت چې پوه شو چې حيات سلطان د دولت خان له دښمنۍ نه لاس واخست نو بيا يې د پښتنو د نايووالي لپاره غلجيان د ځان ملګري کړل.
ګورګين د دولت خان له زياتېدونکي واک او ځواک نه ووېرېد لومړی يې دولت خان د هغه زوی نظر محمد خان ووژل او بيا «د دولت خان دوه زامن رستم خان او زمان خان پاتې شول، رستم خان د قام مشر شو، خو هغه هم ګورګين وواژه او ابداليان بې مشره شول.»([1])
ابداليان په دې لټه کې ول چې يو مشر پيدا کړي، نو بيا په دې سلا شول چې د حيات سلطان زوی عبدالله خان ته بلنه ورکړي چې هرات ته راشي.
کله چې عبدالله خان او د هغه زوی اسدالله هرات ته را ورسېدل د هرات د صفوي واکمن عباس قلي خان شاملو لخوا بنديان شول. لږ موده وروسته د ظالم عباس قلي خان په ځای جعفر قلي خان وټاکل شو.
عبدالله خان او د هغه زوی اسدالله خان له بنده وتښتېدل او دوشاخ ته لاړل. هلته يې يو لښکر جوړ کړ مخ په هرات وخوځېدل.
د پرلپسې بريدونو له بابته يې هرات ونيو او په ۱۷۱۷ ز کال يې د جولای پر ۲۶ نېټه خپله خپلواکي اعلان کړه.
«صفوي دولت د جنرال صفي قلي خان په مشرۍ دېرش زره کسيز پوځ هرات ته ولېږه. اسدالله خان (۱۷۱۹ ز کال) نوموړي ته په پنځلس زرو جنګياليو ماته ورکړه»([2])
وروسته بيا چې ايراني جنګياليو څو وارې نور بريدونه هم وکړل کوم د پام وړ بری يې ترلاسه نکړ… لا کله چې په ۱۱۲۸ هـ ق کال فتح خان ترکمن په مخامخ جګړه کې ووژل شو، نور نو قزلباشانو د دې وس و نه موند چې په هرات کې تم شي، پښې سپکې کړې او له هرات نه ووتل.
ولې له بده مرغه چې په تاريخ کې ډېر ځله داسې پېښې شوې دي چې کله افغانان له بهرنيو بريدونو بې غمه شوي دي نو بيا يې خپل مينځي جګړو ته مخه کړې ده. په دغه تاريخي پړاو کې هم کله چې ابدالي اسدالله په ايراني بريدګرو برلاسی شو، مخ په فراه وخوځېد، د شاه محمود هوتک او د ده د ځواکونو تر مينځ په دلارام کې نښته وشوه (۱۷۱۹ ز کال) او ووژل سو.
«اسدالله خان په جګړه کې ومړ. محمود د دې لپاره چې صفوي شاحسين ته ځان نږدې وښيي نو د هغه د تېر وېستو لپاره يې د اسدالله ککرۍ صفوي دربار ته واستوله.»([3])
د اسدالله ابدالي پلار عبدالله خان چې د هرات حکمران وه، د يوې لويې جرګې په ترڅ کې د عبدالغني خان الکوزي په وړانديز د جرګې غړو پرېکړه وکړه، چې د ده په ځای د احمد شاه ابدالي پلار محمد زمان خان د هرات والي وټاکي.
کله چې صفويان د اسدالله خان او عبدالله خان له مړينې خبر شول بيا يې د صفي قلي خان ترکستان اوغلي په مشرۍ يو لښکر هرات ته واستوو. محمد زمان چې عبدالغني خان الکوزايي او نورو مشرانو ته درناوی درلود نو تل به يې خپل کارونه د جرګې په سلا او مشوره (۱۷۱۹ – ۱۷۲۲ ز کال) تر سره کول. دلته دی چې د ايران يو نامتو کس جعفرخان استاجلو چې په هرات کې بندي وه را ووېست او په دار يې وځړوه او بيا يې په اسلام کلا کې (کافر قلعه) ايراني بريدګرو ته سخته ماته ورکړه چې په پای کې اوغلي ووژل شو.
د محمد زمان خان له مړينې وروسته د عبدالغني خان الکوزي لخوا يوه جرګه را وبلل شوه چې د عبدالله خان زوی محمد خان يې له شوراوک نه را وغوښت او په هرات کې (۱۷۲۲ – ۱۷۲۳) خپل مشر وټاکه.
محمد خان په داسې مهال واک ته ورسېد چې صفويان د هوتکيانو د واک په مهال ځپل شوي وه. ده غوښتل چې خراسان لاندې کړي مخ په مشهد روان شو. خو ابداليان د خپل مينځي تربګنۍ له امله يوه خوله نه وه. يو شمېر کسان را پاڅېدل او د ده په ځای يې د محمد زمان خان زوی ذالفقارخان (۱۷۲۴ – ۱۷۲۵ ز کال) وټاکه.
ولې د عبدالله خان بل زوی رحمن خان د خپل پلار د کسات اخستو لپاره ډګر ته را ووت او د هرات ابداليان يې پدوه برخو ووېشل، په پای کې د هرات مشرانو په يوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې نه ذولفقارخان او نه رحمان خان، غوره ده چې د عبدالله خان د کورنۍ يو تن چې تر دغه مهاله په ملتان کې اوسېده را وغواړي.
همداسې هم وشول، الله يار خان يې له ملتانه را ووغوښت او په هرات کې خپل حکمران وټاکه.
(۱۷۲۵ – ۱۷۲۹ ز کال)، دی يو اوښيار او د خپل پلار عبدالله خان په څېر يې په ابداليانو کې ډېر پلويان لرل. ولې د قومي اخ و ډب له کبله د دواړو ډلو تر مينځ کړکېچ دومره پراخ شو چې، جرګې پرېکړه وکړه، الله يار خان يې فراه ته ولېږه. ولې جرګې په هرات کې داسې کوم مشر و نه ټاکه چې حکومتي چارې پرمخ بوځي.
 نو ځکه خو صفوي طهماسب نادر افشار ته سپارښتنه وکړه چې هرات لاندې کړي. د هرات ابداليانو له وېرې او ډار نه الله يارخان له فراه نه بېرته را وغوښت او د هرات حکمران يې وټاکه او ذولفقارخان د ده په ځای د فراه والي شو، چې له دې نه د مخه جرګې دی د بادغيس او د بادغيس شاوخوا سيمو حکمران ټاکلی وه.
الله يارخان او ذولفقارخان په ډېرې مېړانې د نادر افشار بريدونه په شاه وتمبول. ولې بيا هم صفوي جنرال وليدل چې افغانان په ايران کې له مينځه لاړل او په افغانستان کې دوی په دوه پلازمېنو (هرات – کندهار) وېشل شوي دي. نو ځکه دی ډاډه وه چې د افغانانو نايووالی ده ته د بري زمينه برابرولی شي.
د نادر افشار په وړاندې الله يارخان او ذولفقارخان په يوه خوله وه نو ځکه خو «هغه د فراه نه د هرات په لور وخوځېد او شپېته زره جنګيالي يې را غونډ کړل او د اسلام کلا (پخوا کاپر کلا) په لور روان شول.»([4])
نادر افشار د خپلو بريدونو په ترڅ کې يو د بل پسې يو شمېر سيمې لاندې کړې او مشهد يې هم په ډېرې اسانۍ ونيو.
«اته زره لښکر يې د سنګان کلا ته واستوو. د هرات والي په يوې ملي جرګې کې پرېکړه وکړه او بيا يې د نادر په وړاندې خپل ملي ځواک را ټول کړ. پر (۱۱۴۱ کال) الله يار خان په تربت جام کې د نادري لښکر مخه ونيوله.
نادر د يوه ليک په لېږلو د روغې وړانديز وکړ، خو و نه منل شو. په کاپرکلا کې جګړه ونښته او نادر په پښه ټپي شو. د هرات لښکر په شا شو.
الله يارخان بيا د پريان په دمه ځای کې د نادر مخې ته ورغی. ذولفقارخان هم د جبهې شا ته د ده ملاتړ کاوه. نادر اړ شو چې روغه وکړي او په هرات کې د دوی حکمراني ومني.»([5])
 له دې پېښې وروسته نادر خپل ځواکونه د ايران لوېديځ ته ولېږل او يو شمېر افغان مشرانو، وپتېله چې اوس ډېر ښه وخت دی چې افغان جنګيالي په خراسان بريد وکړي، چې مشهد او نيشاپور ونيسي. ولې الله يارخان ته چې خپل ځواک د سيال لوري په پرتله څرګند وه، د مشرانو دغه وړانديز يې و نه مانه.
د الله يارخان سيالانو د ده په وړاندې پرېکړه وکړه چې ذولفقارخان چې د هرات له سولې نه بېرته فراه ته ستون شوی وو، بايد ډېر ژر هرات ته راشي.
د دغې ډلې مشر عبدالغني خان الکوزی وه چې د ذولفقارخان ماما کېده. نو همدا لامل وه چې ذولفقارخان د جرګې د غړو غوښتنه ومنله او هرات ته راغی. ولې الله يارخان له ګواښ سره مخ شو.
د هرات د ابداليانو دغه خپل مينځي جرګې درې مياشتې اوږدې شوې چې په پای کې الله يارخان دې ته اړ شو، چې «مروچاق» ته لاړ شي. خو هلته هم ډېر تم نشو ځان يې (۱۷۲۹ ز کال) مشهد ته ورسوو.
د نادر افشار ورور او د مشهد والي ابراهيم خان د هغه تود هرکلی وکړ.
د جرګې کوم وړانديز، چې الله يارخان نه و منلی، ذولفقار ورته غاړه کېښوده، اته (۸) زره جنګيالي يې (۱۷۳۰ ز کال) خراسان ته واستول. مشهد يې کلابند کړ او ابراهيم خان د مشهد د ښار دروازې ځان پسې بندې کړې چې د افغانانو له بريد نه ځان وژغوري.
د نادر افشار زوی رضاقلي خپل پلار ته استازی ولېږه او دی يې له پېښې خبر کړ. نوموړي ډېر ژر ځان له تبريز نه مشهد ته را ورسوه او ذولفقار خان هرات ته په شا شو.
[1] – سيال مومند د پښتنو قبيلو شجرې ۳۰ مخ.
[2] – ګندا سنګ، احمد شاه ابدالي ۹ مخ.
[3] – تاريخ جهان کشان نادري ۷ مخ.
[4] – همدغه اثر ۹۵ مخ.
[5] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۲۶۱ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب