یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد لشکر طیبه موسس په ۳۱ کاله بند محکوم شو

د لشکر طیبه موسس په ۳۱ کاله بند محکوم شو

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۱مه) په پاکستان کې یوې محکمې د لشکرطیبه ډلې موسس حافظ سعید په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

سعید د هند د مومبي د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو په شمول په دوو تروریستي حملو کې په لاس لرلو تورن دی.

حافظ سعید په ۲۰۱۹ کال هم په تروریستي بریدونو کې د لاس لرلو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شوی و. خو هند ویلي و چې نوموړی نیول شوی نه دی بلکې د دې لپاره چې پاکستان د نړیوالو فشار کم کړي، د سعید د نیولو او محاکمه کولو ادعا کوي.

د امریکا حکومت حافظ سعید بدنامه ترهګر نومولی دی.

امریکا ویلي چې سعید پر امریکایانو بریدونه کړي او د دې لپاره چې نوموړی په پاکستان کې ازاد ګرځي، د امریکا او پاکستان اړیکې یې زیانمن کړي دي. امریکا څو ځلې د حافظ سعید د نیولو او محاکمه کېدو غوښتنه کړې ده.

اوس سعید په داسې حال کې نیول شوی چې د پاکستان اقتصاد سخت خراب دی او د دغه هیواد پوځي چارواکي هڅه کوي چې داسې تغییرات راولي چې امریکا خوشاله او مرستې یې ترلاسه کړي.

حافظ سعید ظاهراً د جماعت الدعوة ډلې مشري په غاړه لري چې د امریکا په وینا د لشکرطیبه د جنګي ډلې لپاره یو برغولی دی.

لشکرطیبه په جنوبي اسیا کې تر ټولو منظمه جهادي ډله ده. د ډېرو په باور دا ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده او په بهر په تېره بیا هند کې د پاکستان د پوځي هدفونو لپاره جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب