Homeخبرونهطالبان پر ډیورند کرښه نوې پوستې جوړوي

طالبان پر ډیورند کرښه نوې پوستې جوړوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۱مه) د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د خالد بن ولید په نوم قول اردو وايي چې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورند کرښې په اوږدو کې نوي پوستې جوړوي.

د خالد بن ولید قول اردو ویندوی وحیدالله محمدي وویل چې دا پوستې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې جوړېږي او هدف یې په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو مخنیوي او د سیمې داوسېدونکو لپاره د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرزول کېدو وروسته د افغانستان اکثره سرحدي پوستې له ځواکونو خالي شوې. طالبانو کابو درې میاشتې پخوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۳۲ پوستې جوړې کړې او دا کار یې د سیمې اوسېدونکو وستایه.

محمدي وویل چې ډیورنډ کرښې ته نژدې به په سرکاڼو ولسوالي کې د نویو پوستو پر جوړولو ژر کار پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...