Homeخبرونهعمران خان له سلب اعتماد کېدو وروسته د عمومي احتجاج غوښتنه کړې

عمران خان له سلب اعتماد کېدو وروسته د عمومي احتجاج غوښتنه کړې

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د صدراعظم عمران خان له سلب اعتماد کېدو وروسته نن په ټول هیواد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

تېره شپه د پاکستان د ملي جرګې اکثریت غړیو عمران خان ته د بې باورۍ رایې ورکړې او د پاکستان د ملي جرګې ريیس له دندې استعفا ورکړه.

مخکې تر دې چې عمران خان ته د عدم اعتماد رایې ورکړل شي، د ملي جرګې ريیس اسد قیصر، چې د عمران خان کلک پلوی دی، استعفا ورکړه او ویې ویل چې نه غواړي د ده تر مشرۍ لاندې عمران خان ته د بې باورۍ رایې واچول شي.

د اسد قیصر تر استعفا وروسته د ملي جرګې  د ۳۴۲ غړیو له منځه ۱۷۴ د عدم اعتماد په پلوۍ رایه ورکړه. د عدم اعتماد رایې اخیستو لپاره ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه

په پام کې ده چې سبا (دوشنبه) به لومړی د ملي جرګې نوی ريیس غوره شي او بیا به نوی صدراعظم ونومول شي.

د اپوزیشیون ګوندونو، د مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف د صدراعظمۍ چوکۍ ته کاندید کړی خو په مقابل کې یې تحریک انصاف شاه محمود قریشي نومولی دی.

په همدې حال کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، چې ادعا کوي د عمران خان په سلب اعتماد کېدو کې امریکا لاس لري، له نن ماخوستن څخه په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

له بلې خوا د خیبر پښتونخوا ګونر شاه فرمان ویلي، که شهباز شریف صدراعظم شو، په هماغه ورځ به له دندې استعفا ورکړي.

عمران خان په داسې وخت کې د صدراعظمۍ له چوکۍ لېرې شو چې پاکستان له سخت اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخامخ دی. په پاکستان کې ډېر لږ داسې شوي چې یو منتخب حکومت د واک موده بشپړه کړي.

د پاکستان نوی جوړېدونکی حکومت به له دې کبله یو کمزوری او زیانګالی حکومت وي چې په لږ اکثریت او د ډېرو ګوندونو د ايتلاف له لوري جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...