دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات کې ترافيکي پېښې ۱۱ ط مړه کړي

هرات کې ترافيکي پېښې ۱۱ ط مړه کړي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏د هرات- اسلام قلعه پر لویه لاره نن د يوې ترافيکي پېښې له امله ۱۱ طالبان مړه شوي.

په هرات کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول محمود شاه رسولي ويلي، چې په دې پېښه کې ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه له يوه باروړونکي موټر سره د طالبانو د يوه رينجر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر خلکو د طالبانو پر موټر چلوونکو نیوکې کړي، چې ګواکې په موټر چلولو کې احتیاط نه کوي او دا کار یې د ملي شتمنیو د ضايع کيدو سبب ګرځي.

له دې مخکې هم په مختلفو ترافيکي پېښو کې د طالبانو د امنيتي ځواکونو او یو شمېر ځايي چارواکو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب