دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط: يو نيم ميليون برېښنايي تذکرې مو وېشلي

ط: يو نيم ميليون برېښنايي تذکرې مو وېشلي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏د احصایې ملي ادارې چارواکي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکزونه فعال شوي او له یو نیم میلیون ډېرې برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د‌ طالبانو اړوند باختر خبري اژانس په دې‌ اړه لیکلي، چې دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۳ مرکزونه فعال دي.

طالبان په دې برخه کې د خدمتونو دوام خپله مهمه لاسته راوړنه ګڼي، خو منتقدین یې باور لري چې دوی د‌ بريښنايي تذکرو ویش ته يوازې د يوې عايداتي وسيلې په توګه ګوري او پاملرنه ورته لري.

د طالبانو منتقدین د معارف، صحت او نورو لومړنيو خدمتونو د کيفيت خرابیدل او يا په ټپه دریدل یادوي، چې په وینا یې دوی پکې پاتی راغلي دي.

د‌ بريښنايي تذکرو د وېش مرکزونو ته تلونکي کسان هم شکایت لري، چې طالبانو په ډېرو مرکزونو کې د روزل شويو متخصصينو پر ځای خپل ملایان ټاکلي، چې له ټيکنالوژۍ سره سمه بلدتيا نه لري او هم په مختلفو پلمو ترې د رشوت تمه لري.

طالبان بيا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي.

1 COMMENT

  1. ښه! تاسي او خدای د تير رژيم کسانو په تذکره کښي پښتو صحيح ليکلی شوی
    لږ د سترګو نه د تعصب چشمي لرې کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب