Homeخبرونهد‌ سلما بند درېیم ټوربین فعال شو

د‌ سلما بند درېیم ټوربین فعال شو

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو د سلما بند د درېيم ټوربین د فعالیدو خبر ورکړی.

دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تخنیکي کارکوونکو يې له دوامداره هڅو وروسته د سلما بند درېیم ټوربین ترمیم او بیا ځل د برېښنا په شبکه کې شامل کړ.

بريښنا شرکت وايي، چې د یاد ټوربین بیا ځلې فعالېدو سره سلما بند کې د برېښنا تولید بېرته عادي حالت ته را وګرځېد.

دغه شرکت زیاتوي، چې ‏همدا اوس د سلما بند درې ګوني توربینونه تر ۳۰ مېګاواټه زیاته برېښنا تولیدوي.

دا خبر په داسې مهال خپور شوی، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند له زیاتیدو سره پر طالبانو ولسي فشار زیات شوی، څو ايران ته د اضافي اوبو د ور پريښودو هوکړې لغوه کړي.

د طالبانو یو شمېر مطبوعاتي مبلغينو د خپل دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په حواله ویلي، چې ایران ته بهېدونکي اوبه به ودروي.

د‌ سلما بند په اړه د بریښنا شرکت څرګندونې ځينې شنونکي د ایران په اړه پر طالبانو د ولسي فشارونو د کمولو هڅه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...