Homeسیمه - نړۍداعش د پاکستان د یوه مخکیني پوځي مقام د وژلو مسووليت پر...

داعش د پاکستان د یوه مخکیني پوځي مقام د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستی

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏داعش ډلې د پاکستان تر ولکې لاندې باجوړ قبايلي سيمه کې د پخواني پوځي مقام زمين خان د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستی.

زمين خان د تېرې جمعې په ورځ دباجوړ د ماموند په لغړۍ سيمه کې ووژل شو.

 داعش ډلې د خپل انسټګرام له لارې د نوموړي د وژل کيدو مسوليت پر غاړه اخيستی.

پاکستاني شنونکو په دغه هېواد کې د يادې ډلې د فعالیتونو زیاتیدل د اندیښنې وړ ګڼلي.

 تيره مياشت د پېښور په قيصه خوانۍ کې پر یوه جومات د برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

په دې برید کې ۶۰ لمونځ کوونکي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...