دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له کبله د ایران سفیر...

متقي افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له کبله د ایران سفیر سره وکتل

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره ليدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې متقي په ایران کې له افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایران سفیر ته یې په ټینګار سره وویل:« خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي ‏ چې خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.»

متقي وویل: په ایران کې د افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو پر اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي.

هغه زیاته کړه چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل استازیتوب نه کوي.

په همدې حال کې د ایران سفیر وویل؛ کله چې د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو پر مټ روحانیون او یو خادم ټپي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل.

بهادر امینیان په ایران کې افغان مهاجرین خپل مېلمانه وبلل او زیاته یې کړه چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو سلوک ثابته کړې چې له ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري.

ایراني سفیر وویل؛ حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باوري کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خپرې شوې ویډیو ګانې مستنده بڼه لري او په حقیقي ډول د ايران په خاوره کې ايراني ځواکونه پر افغان ماشومانو د جنسي تیري، افغانانو ته د ښکنځلو او افغان کډوالو ته د شکنجو ورکولو په حال کې ښيي.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په طالب چارواکو پسې د کنايو په بڼه لیکلي، چې ایران ته يې افغان کډوالو سره د ناوړه وضعیت په اړه اعتراض کړی، خو ايراني چارواکو ورته ويلي، چې دوی دې افغانانو سره ناوړه چلند نه کوي، څو هغوی هېواد پريښودو ته مجبوره نه شي.

افغانانو د طالبانو له ګرمولو سره پر پخوانيو سياستوالو، د پنجشېر مقاومت ډلې او نورو ايران پلوو لوریو په اړه هم نیوکې کړي، چې ولې یې د ايران په ناوړه چلند ځانونه چوپ ساتلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب