یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeسپورتد کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ مشروط ملاتړ اعلان کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ مشروط ملاتړ اعلان کړ

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏ د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ په اړه په ځانګړې غونډه کې، له دغه کرکټ څخه مشروط ملاتړ اعلان کړی.

د دغې شورا په پریکړه کې راغلي، چې د افغانستان له نارینه کرکټ څخه ملاتړ کوي، خو د ښځینه کرکټ د پراختيا او د کرکټ بورډ د مشرۍ له څرنګوالي به څارنه کوي.

د افغان کرکټ بورډ په اړه په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ رييس او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ميرويس اشرف د افغان کرکټ په استازيتوب ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

ګومان نه کیږي، چې طالبان به ښځينه کرکټ لوبغاړو ته د لوبو اجازه ورکړي.

د طالبانو د حقاني شبکې یوه مخکښ انس حقاني نن په خپله ټويټر پاڼه کې د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې هرکلی کړی او ویلي، چې افغان کرکټ به له سیاسي مسایلو لیرې او مستقل پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب