یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسمیع سادات هم د ط خلاف د وسله وال قیام اعلان وکړ

سمیع سادات هم د ط خلاف د وسله وال قیام اعلان وکړ

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۱ مه) ‏‏‏‏په جمهوري نظام کې د افغانستان يوه مشهور جنرال سمیع سادات، چې د طالبانو خلاف یې څو خونړۍ جګړې رهبري کړې وې، په یوه غږيږ پیغام کې له روژې وروسته د طالبانو پر ضد د وسله والې مبارزې اعلان کړی.

جنرال سادات، چې ویل کیږي اوس په لویدیز کې دی، د خپل دغه اعلان دلیل دا ښودلی، چې ګواکې طالبانو په ناسمو اقداماتو او پاکستان نه په اطاعت دې پریکړې ته مجبوره کړی دی.

سميع سادات په دې پیغام کې د افغانستان د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو د منسوبينو تر څنګ پر ټولو طالب ضدو سياسي، مدني او نورو لوریو هم غږ کړی، چې ټول په خپله برخه کې د ده په ټکیو د هېواد د « ازادۍ» مبارزې ته چمتو شي.

نوموړي له مشخصو جزيياتو پرته ويلي، چې په دې اړه د دوی خپلمنځي مشورې روانې دي.

په وروستيو کې د طالبانو خلاف د نورو جنګي جبهو د اعلان خبرونه هم شوي، خو اکثره دا اعلانونه د غیر پښتنو طالب ضدو له لوري شوي.

جنرال سمیع سادات ممکن لومړنی مشهور طالب ضد قومندان وي، چې ورته اعلان کوي.

له دې سره، معلومه نه ده چې سميع سادات او نا افشا شوي ملګري به یې تر کوم چتر لاندې د طالبانو خلاف« د افغانستان د ازادۍ» په نوم جنګیږي.

د طالبانو مشرانو او وياندويانو، ان ډېرو عامو خلکو ردوله، چې د طالبانو خلاف به وسله وال مقاومت ریښتیا موجود وي، خو په وروستيو ورځو کې له یو شمېر سیمو د طالبانو خلاف د جګړې مستندې ویډیو ګانې خپريږي او وژل شوي طالب جنګيالي پکې ليدل کيږي.

ډېر شنونکي باور لري، چې افغانان په ټوله کې د جګړې خلاف دي، خو طالبانو پرې د ملي ارزښتونو له مخالفت او د فردي حقونو او ازاديو له پارونکي نقض سره د جګړې انتخاب تحميل کړی.

طالبان په ۸ مياشتينۍ واکمنۍ کې یې د میلیونونو نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل، د خپلو سلګونو منتقدینو په وژلو او شکنجې تورن شول او دغه راز یې د ملي بیرغ، فردي حقونو او نورو ارزښتونو مخالفت وکړ.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد لا له وړاندې خبرداری ورکړی، چې پر خپل ضد هر ډول وسله وال او مدني حرکت به وځپي.

6 COMMENTS

  1. سمیع سادات او کورنۍ یی انګلستان کی مزی کوی
    او دغریب زامن افغانستان کی دانګلیس اوپردیو دګټو لپاره یوځل بیا داورلمبی ته غورځوی
    داسلامی نظام پروړاندی دغه جنګ به مودبربادی سبب شی

  2. ددې پنچابی ځناورو او د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سپاکوی ته چې اوس هم افغانان غلي دي او دا نجس يي سپکاوی کوي او هر څه چې يې زړه وغواړي څوک يي مخې ته نه دريږي،دا هم لوی منافقت او غیری اسلامی او افغاني عمل ده… سميع سادات يو نر افغانان ده او نور به هم د طالبانو پر ضد آن شا الله راپورته سي، طالب نه افغان ده او نه د افغانانو په ګټه يي تر اوسه کوم عمل کړای…

  3. انګریزان سپی دخپلی ګټی لپاره ساتی. همدا تښتیدلی باید هغوی ته خدمت وکړی. ددوی په قیصه کی ندی چی په کوم چرۍ او یا کډی کی مرداریږی.
    بګیل مور خزڅونکی به ورته خوشاله سی او ځینی بیعقل به پری خطا هم سی خو په امریکا او انګلیس کی خوګان به رانسی.

  4. هر هغه هېواد پلورونکی او د پردیو تالي څټی چې د اسلامي امارت پر ضد وسله پورته کړي، انجام به یې د لیوني سپي په شانې وي. دا فېسبوکي او فېشني جنرالان هېڅ نشي کولای، بېغمه اوسئ. دوی او دوی ته ورته ځېرې غواړي لنډغر بېرته راولي او هېواد مخ په تجزیه بوځي. تاسو چې د یونیم لک پردیو په شتون کې جګړه او حکومت ونه شو کړای، اوس به ښه جګړه وکړئ. مننه چې خپه نشئ

  5. دوی ټول جنرالان باید خلع رتبه شی د جنرالانو په هلمند او کندهار ……که خپل نظامی پتلونونه ډک او ککړ (!) کړل او په ذلیله تښته بریالی شول, ای هی دوی د شرم او حیا په نامه څه لری که یه?. دوی به هم د شپی خپلو ماینو ته وایی وایی چه لژ راوڅکېژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب