یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+Spike S-512 الوتکې

Spike S-512 الوتکې

نور احمد عایل

په نړۍ کې د الوتکو او هوايي نقليه وسايلو په دې تېزه سيالۍ کې د Spike S-512 په نامه الوتکې چې اوس یې ازمايښتي الوتنې پيل کړې او لا هم پکې کار پاتې دی، تر ۲۰۲۳ کال پورې به د سپرلۍ وړلو ته اماده شي. (د دې الوتکو د جوړولو د نظريې په اړه په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې ما له خپلې فيسبوک پاڼې خبر کړي یئ) دا الوتکې به له غږ څخه چټکې وې او په ساعت کې به شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره مزل کوي، يانې له نيويارک څخه به تر لندن پورې په ۳ ساعتونو کې او له کابل څخه به نوي ډيلي ته په شاوخوا ۴۵ دقيقو کې رسېږي. له مومبی تر لندن پورې به ۳ ساعته کې ځان رسوي. داخل کې به یې د کړکيو پرځای دېوال يو نری سکرين وي چې ټول د باندې ځای به مساپر ته په سکرين کې ښکاري خو که مساپر غواړي په دېوالونو فلم او يا خپل عکسونه هم کتلی شي. په يوځل به ۱۸ تر ۲۲ پورې مساپر وړي. د هرې يوې الوتکې بيه له ۶۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره ده او طبيعي ده چې د ټکټ بيه به یې هم له نورو الوتکو ډېره وي، ځکه د مساپر ۵۰ فيصده د الوتکې وخت بچت کوي، ياده دې وي چې دا الوتکې په يوه ساه ۹۹۰۰کيلومتره مزل کوي.

دا الوتکې د فرانسوۍ الوتکو کنکورډ د زوی په نامه ‘Son of Concorde’ هم يادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب