یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په هند کې د امیندوارو میندو د ژغورنې لپاره یوه ابتکاري لار

په هند کې د امیندوارو میندو د ژغورنې لپاره یوه ابتکاري لار

 تاند – د هند د كليو اميدوارو مېرمنو ته په روغتون او كلينيك كې د ماشوم د زوكړې په خاطر د بخششي پيسو وركول د دې سبب شوي دي چې په هندوستان كې د اميدوارو ميندو د مړينې اندازه كمه شي. هند د دنيا يو هغه هيواد دى چې د اميدوارو ميندو د مړينې اندازه پكې زياته ده.

د هندوستان په هرو سل زره اميدوارو ميندو كې دوه سوه څلورپنځوس د ماشوم د زوكړې په وخت سا وركوي.

د دوه زره اتم كال د احصاييو مطابق له افغانستان، كانګو، اتيوپيا، نايجريا او پاكستانه وروسته اميدوارې ميندې تر بل هر ځاى په هند كې ډېرې مري. د ۲۰۰۸ کال د احصایې له مخې، په افغانستان كې چې په كليوالو سيمو كې كلينكونه كم دي يا نشته، او اكثره ميندې مجبورې دي چې په خپلو كورونو كې ماشومان وزېږوي، په هرو سل زرو كې شپاړلس سوه ميندې ځوانمرګې کېدې خو په راوروسته کلونو کې دا شمېر کم شو مګر د طالبانو له واک ته رسېدو او د روغتیايي خدماتو له کمېدو وروسته اندېښنه ده چې د افغان میندو د مړینو شمېر به بیا لوړ شوی وي.

  په هند كې هم چې كومې ميندې د ماشوم د زوكړې په وخت مري، اكثره يې د كليو اوسېدونكې دي او د غريبۍ يا عادت په وجه نه غواړي چې په روغتون يا كلينك كې بستر شي.

د هندوستان حكومت له دې مشكل سره د مقابلې لپاره څو كاله پخوا يو پروګرام جوړ كړ چې كه هره كليواله مور په كلينك او روغتون كې ماشوم وزېږوي نو حكومت به د دېرش امريكايي ډالرو په اندازه هندي روپۍ چې څه باندې دوه نیم زره افغانۍ كېږي، دغې مور ته بخشش وركړي.

 د واشنګټن پوست ورځپاڼې له راپور سره سم، د دې پروګرام د نتايجو په اړه يوه نوې سروې چې د هند د بيهار او اوتار پراديش په ګڼ نفوسو او ډېرو بې وزلو ايالتونو كې شوې ده، ښيي چې پنځه كاله پخوا (يه دوه زره پنځم كال كې) په دغو ايالتونو كې يوازې په سلو كې شل امينداورو مېرمنو په روغتونونو او كلينكونو كې ماشومان زېږول خو د دې پروګرام له پيل كېدو درې كاله وروسته يعنې په دوه زره اتم كال كې پنځوس فيصده اميدارو ميندو په روغتونونو او كلينكونو كې ماشومان دنيا ته راوړل او د دې معنا دا ده چې كليوالو ميندو ته د بخشش وركولو پروګرام ډېره ښه نتيجه لرلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب