یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت ملکي کارکوونکي: ط مو حاضرۍ ته غواړي خو معاش...

د دفاع وزارت ملکي کارکوونکي: ط مو حاضرۍ ته غواړي خو معاش نه راکوي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) ‏‏‏‏د افغانستان د دفاع وزارت يو شمېر ملکي کارکوونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دندو ته غوښتل شوي، خو طالبانو یې ان د تېر کال د اسد میاشتې د اجرا شویو معاشونو ورکړه هم ځنډولې ده.

يو شمېر دغو کارکوونکو ویلي، چې طالبان یې د حاضرۍ او کار لپاره غواړي خو معاشونه یې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ډېرو برخو کې د پخوانيو مامورينو د معاشونو د پر وخت اجرا کيدو خبر ورکړی.

په وروستيو کې له طالبانو څخه د پخوانيو مامورينو د ګوښه کیدو او پر ځای یې د خپلو نا مسلکي جنګیالیو او نفوذي کسانو د ګومارلو خبرونه زبات شوي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي مخکې په بهرنيو سفرونو کې دا خبره ډېره کوله، چې د جمهوري نظام تر ۵ لکو پورې کارکوونکي ور پاتې او خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو په وروستيو کې د هغوی د ګوښه کیدو او له دې کبله د دولتي چارو د ټکني کیدو شکایتونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب