یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبشر دوست: د مزاري، مسعود او ط په ګډون د ۱۰۰ کلونو...

بشر دوست: د مزاري، مسعود او ط په ګډون د ۱۰۰ کلونو جنګیالي ټول د‌ بهرنیانو په ګټه جنګیدلي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) ‏‏‏‏د افغانستان‌ یو مشهور منتقد او په خلکو کې محبوب سیاستوال رمضان بشردوست وايي، چې په ۱۹۹۱ ميلادي کال کې د خپلواکۍ له خالصې ملي او ازادي غوښتونکې جګړې پرته د دغه هېواد ټولې جګړې د بهرنیو په اشاره او ملاتړ د بهرنیانو لپاره تر سره شوي دي.

بشردوست په یوه ټلویزیوني مرکه کې را کلک کړل شو، چې په مشخص ډول د خپلو هزاره ګانو په « بابه» د مشهور عبدالعلي مزاري، احمد شاه مسعود او پر افغانستان د واکمنو طالبانو په اړه وپوښتل شي.

هغه د پخوانيو مرکو په شان یې دا خلک او د انګریزي استعمار پر وړاندې د ازادۍ جګړې څخه وروسته ټول نور جنګيالي د بهرنيو په اشاره او ګټو جنګیدلي وبلل.

د ده په وينا، په دې نورو ټولو جګړو بهرنيو هېوادونو افغان جنګياليو ته پلان او امکانات برابرول او په دې اساس یو لوری هم خپله جګړه د افغانستان لپاره نه شي ګڼلی.

بشردوست پر طالب چارواکو نیوکه وکړه، چې پخوانیو چارواکو سره په مجلل ژوند او امکاناتو کې ډېر توپير نه لري او کار د اهل کار پر ځای یوازې د خپلې ډلې جنګیالیو ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د تېر جمهوري نظام خلاف خپله شل کلنه جګړه چې تر ډېره له پاکستان څخه رهبري کیده، د افغانستان د ازادۍ جګړه بولي.

5 COMMENTS

  1. ر مضان بشردوست صیب چی د افغان ولس په زدونو کی خاص ځای لری نو هسی خو يی نه لری
    بشر دوست یو په هیواد مین او رښتینی افغان دی چی همیشه يی د خپل هیواد اولس لپاره مبارزه کړی او کوي يی
    خبری يی دکاڼی کرښی دی او د ټولو افغانانو د ستر ګو په وړاندی دی چی افغانستان چا لؤتی لوټی او د پردیو د ارمانونو د پوره کولو لپاره د تباهۍ په درشل ودروه او لا تباه کوی يی

  2. د فرانسې په هیواد کی د بشردوست د لوړو زده کړو او د هغه لیبرالیسټی افکارو د څرنګوالی مسئله ، زه هغه ته د بلی زاوئې څخه ګورم ( چی البته بحث پرې نه کوم ).
    امّا
    د پورته لیکنی په دوهمه کرښه کی د « ۱۹۱۹ » کال پر ځای اشتباهاً ۱۹۹۱ کال لیکلئ سویدئ.

  3. بلی ښاغلی غلام حضرت وروره ستا تجربه، او شالید کی زه څه نه وایم، ځکه سیاست مخ او شاه نلری.

    ستاسی خوږی تبصری چه زه کله لولم ماته تیر وختونه را په یادوی، مثلآ تاسی په تیرو تبصرو کی یو چاته لیکلی وه چه د خړي ځامنو، زه سمدلاسه پوه شوم چه د خړي ځامن به مونږ پر…..نو ته ویل، همداسی بله ورځ دیی یو چاته لیکلی وه د توغۍ ځامنو، اګر چه دغه نوم ما پخوا نه وه اوریدلی خو تاسو په تبصره کی د دغی نوم معنی په غیر مستقیم ډول واضیخ کړی وه. نو وطنی او نوری تجربی دیی زما څخه ډیری دی.
    اما د بشروست په باره کی چه ما څه اوریدلی او لیدلی ستاسو سره شریکووم:
    دا خبره درسته ده چه بشر دوست او عبدالکریم خورم دواړو په یوه وخت په فرانسه کی تحصیل کړیدی، ماته می یو نیژدی دوست قیصه کوله چه خورم صاحب د خپل تحصیل په دوران کی دفرانسی په ښارونو کی په خپل افغانی او ملی لباس(کمیس، پرتوګ او واسکټ) سره ګرځیدو.
    او بشر دوست صاحب هم د فرانسی څخه بد راتلل، ځکه یواځینی سړی بشر دوست وه چه په دغه ۲۰ کاله موده کی یی د فرانسی تابیعت وا نه خیست. کله چه به یو چا ورته وویل چه فرانسوی تابیعت واخله ده به ځواب ورکوو زه افغان یم، او افغانستان زه په ټوله اروپا نه ورکووم.
    همداسی کله چه د کرزی په حکومت کی بشردوست د کلیو او پراختیا وزیر شو، نو یواځینی سړی وه چه ځینی موسیسات یا انجوګانی یی منحل کړی. خو د تعجب خبره دا وه چه په دغه موسیساتو کی یی د فرانسی ټول موسیسات ختم کړل، او د نورو اروپایی، امریکایی او نورو هیوادو ټول موسیسات یی ختم نکړل. بلکه ځینی ځینی یی ورختم کړه. چه په عین وخت کی چه زه هم په کابل کی وم د فرانسی سفارت لخوا د بشردوست په دغه کار سره سخت خفګان ښکاره کړو، خو د بشردوست فیصله به دا وه زه تاسو پیژنم ستاسو کار سم نه دی. اخر دا چه لمړنی سفارت د فرانسی وه، چه د نورو سفارتونو دیپلوماتان یی هم د ځان سره ملګری کړل او د کرزی صیب سره یی رابطه ونیوله او بشردوست یی د وزارت چوکۍ څخه لری کړو.
    بل زما په یاد دی چه بشردوست د پارلمان په لمړی وخت کمپاین کی د لغمان د الینګار ولسوالی ته تللی وه، د خپل کمپاین په خاطر یی د خلکو سره د شولو نهال کولو، حال دا چه په کومه ساحه کی چه بشر دوست کمپاین یا په ځمکو کی د شولو نهال کولو هغه زیاتره طالیبان وه. خو بشردوست به هغوی ته هم قناعت ورکولو.
    والسلام

  4. “1177BC” [ 1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed (Turning Points in Ancient History) Paperback – 22 Sept. 2015
    English edition by Eric H. Cline (Autor)
    نامه لاندې یو کتاب چه يو کال راهیسې وتلی او که هغه کسان چه ډووبه پوه او ژور مطالعات لري، پوه به شي چه نننی افغانستان له ۳۱۹۹ کالوونو را هيسې د غربي اروپا نظر لاندې نیول شوی دی، خکه چه په هغه کال کې اول وار د «قلعی» معدن نننی بدخشان که کشف او د مسو دوره خلاصه او د «صیقل» دوره شروع کېږي! او غربیان دې منطقې ته يې له هغه کاله را هیسې سترګې نیولي دي او دا افغانستان او پشتوونستان ګډ سره په اصل کې چه یواځې د پښتنو او هزاره ګانو وطن دي او له ۲۲۵۰ کلوونو را هیسې د اسکندر خبیث او د ده دې پآټې مرداري له لاسه له دوه زره کاله را هیسې آرامي په افغانستان کې نه وه او د انګریز له زمانې نه په هند کې را هیسې پر افغانستان اور اورېږي او دا چه په پاریس کې د یو مقدووني نامه لاندې یو سرک نوومول کېږي، دا یو نوی پالیسي دی چه غرب غواړي خپل مقصد ته ورسېږي چه مرام او اصلی مطلب يې ټوله آسیا ده! دا یو تحقیقی مستند لیک دی او نه تخیلات! بیدار شئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب