دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeسیمه - نړۍهندي غلو ۵۰۰ ټنه اوسپنيز پول غلا کړی

هندي غلو ۵۰۰ ټنه اوسپنيز پول غلا کړی

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) ‏‏‏‏د هندوستان په بیهار ايالت کې د غلو يوې ډلې د ۵۰۰ ټنه وزن لرونکی اوسپنيز پول غلا کړی او په ډېر ګومان په کباړ کې پلورلی دی.

د راپور په اساس، دغو غلو ځانونه د اوبو لګولو وزارت مسوولين معرفي کړي او د دوه ورځو په موده کې یې یاد شوی پول په عصري تجهيزاتو ټوټې کړی دی.

د هند پولیس چارواکو پرون وويل، چې د دغه ۱۸۲ متري پول د غلو د موندلو هڅې یې پیل کړي دي.

ويل شوي، چې دغه پول د امی ياوار په کلي کې، چې د پتنا جنوبي ایالت اړوند دی، موقعيت لري.

ځايي خلکو ویلي، دوی فکر کاوه چې چارواکي دا زوړ شوی ۳۰ کلن پول له منځه وړي، ځکه دوی هم مخکې همداسې غوښتنه لرله.

د جنوبي اسیا د نورو هېوادونو په شان، په هندوستان کې هم د زړو اوسپنو خرڅول رواج دي، خو داسې غله یې ممکن بیسارې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب