Homeخبرونهط پروان کې له انسان تښوونکو سره د نښتې او د هغوی...

ط پروان کې له انسان تښوونکو سره د نښتې او د هغوی د نیولو خبر ورکړ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) ‏‏‏‏په پروان کې د طالبانو امنيتي چارواکو ویلي، چې ځواکونو یې نن سهار د دې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له انسان تښوونکو سره له نښتې وروسته د هغوی ۴ تنه نیولي.

په پروان کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي ویلي، چې په دې نښته کې یو اختطافګر ټپي شوی او له نښتې وروسته د ټپي شوي په ګډون ۴ اختطافګر د دوی ځواکونو نیولي دي.

ځايي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

يو شمېر سرچينو مخکې تاند ته ویلي وو، چې طالبان په پروان او نيږدې ټول هېواد کې د داعش او مقاومت ډلو کسانو سره نښتې، د هغوی خلاف عمليات او نور اقدامات ټول د « اختطافګرو» په نوم نوموي او په دې ډول د خپلو مخالفو ډلو په موجوديت پرده غوړوي.

په پروان کې له پخوا څخه د اختطافګرو او نا مسووله وسله والو ډلې هم موجودې وې، خو ويل کيږي چې ډېرو دې ډلو د شمال ټلوالې د مخکینیو جهادي ډلو سره تړاو درلود.

اوس ګومان کېږي، چی اکثره همدغو ډلو د طالب ضدو مقاومت ډلو سره هم لاس یو کړی او د طالبانو پر ضد چریکي فعاليتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...