پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد يوې نجلۍ په ګډون ۲ تنه تښتول شوي وژغورل شول

د يوې نجلۍ په ګډون ۲ تنه تښتول شوي وژغورل شول

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د طالبانو امنيتي چارواکو له انسان تښوونکو څخه د یوې نجلۍ په ګډون د تښتول شویو دوو تنو د را خلاصولو خبر ورکوي.

د‌ طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په کابل کې یې د يوې ښځې په ګډون ۵ تنه د یوې نجلۍ د تښتولو په تور نیولي دي.

.

‏ويل شوي، چې دغو کسانو څو ورځې مخکې يوه نجلۍ له کابل ښار څخه تښتولې وه، چې له منګولو یې را خوشې کړل شوه.

طالب چارواکو دا هم ويلي، چې په ننګرهار کې يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د احسان الله په نوم يو تن، چې ۲۸ ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ څخه تښتول شوی و تر موندلو وروسته ازاد او د خپلې کورنۍ غړو ته وسپاره.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې وې، خو طالب چارواکو یې د مهارولو او عاملينو د نيولو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...