کتاب: د بدلون پر لور
سړی د یوې ټولنې بنیاد او د یوې کورنۍ مشر دی. له یوه سړي پرته د کورني نظام ثبات او د ټولنې رښتیني نېکمرغي ناشونې ده.
دلته د سړي کلمه په هغه معنا نه ده را اخیستل شوې چې زموږ په ټولنه کې د ډېر عمر یوه نارینه جنس لرونکي انسان ته کارول کېږي، بلکې د نارینه جنس په معنا او د ((ښځې)) د ضد کلمې په توګه کارول شوې. د دې لپاره چې زموږ په ټولنه کې د یوه سړي ژوند، شخصیت، ستونزې او مسایل په ښه توګه وڅېړلی شو، د هغه ژوند په څلورو برخو وېشو:
۱- ماشومتوب: زموږ ټولنه د نارینه وو ټولنه ده. او هره ټولنه چې کوم لور ته مایله وي، هرومرو د هغه ارزښت او مقام هم په هغه ټولنه کې زیات او لوړ وي. په دې ټولنه کې د یوه هلک په زېږېدنه زیاتې خوشالۍ کېږي، مېلمستاوې ورته نیول کېږي، او یو بل ته یې مبارکي ورکوي. زموږ په ټولنه کې په ماشوم پورې تړلي شاوخوا ټول دودونه د هلک لپاره دي او د هلک په پیدایښت او د هغه په بېلا بېلو پړاوونو لکه نوم ایښودلو، وېښته خرېیلو، سنت کولو، او داسې نورو کې نمانځل کېږي.
کله چې یو ماشوم د خبرو او تګ جوګه شي، نو د کلي نږدې جومات ته د اسلام د بنیادي لارښوونو د زده کړې لپاره ورځي. او په ۶ یا ۷ کلنۍ شاوخوا کې ماشوم یا ښوونځي ته لېږل کېږي او یا د دیني زده کړو لپاره له کلي او ښاره لرې بل ښار، یا کله نا کله بل هېواد، ته لېږل کېږي.
زموږ په ټولنه کې تر ټولو حیرانوونکی (او یو ناسم) چلن او دود دا دی چې کوم ماشوم چې ښوونځي ته لېږل کېږي، هغه د هماغه کلي یوه غیرمعیاري او وروسته پاتې ښوونځي ته لېږل کېږي او دا هڅه نه کېږي چې له کلي او ښار دباندې بل کوم په معیار پوره ښوونځي ته يې ولېږي، بلکې ماشوم اړ ویستل کېږي چې د کلي په ښوونځي کې خپلې زده کړې سرته ورسوي. خو کله چې یو ماشوم مدرسې ته لېږل کېږي، نو په دې ځای کې بیا د هغې سیمې مدرسه له معیار نه هم غورځي، استاذان يې هم تکړه نه وي، او نورې ډېرې ستونزې ورته رامخته شي او ماشوم له خپل کلي، له مور او پلار، او د خاپوړو له ځای نه لرې یو بل ښار (یا هېواد) ته ولېږي، او د دیني زده کړو تر ټولو غوره مرکز هغه ور ښکاري چې د دوی له کلي دباندې وي. د دې چلن تر شا ګڼ اقتصادي او ټولنیز لاملونه کېدلای شي، خو دا په ټوله کې یوه لویه ستونزه ده او دا ستونزه دوه پایلې لري چې حل لاره ورته موندل یو اړین کار دی:
یو، له کلي او ښار لرې مدرسو کې هغه ماشوم له معنوي، مادي، اخلاقي، فکري او روغتیايي اړخونو تر لوی ګواښ لاندې وي. په مدرسو کې ډېر کله لومړنۍ اړتیاوې یا له نشت سره برابرې وي، او یا هم په هغه معیار وي چې له انساني استعمال څخه لوېدلې وي. دغه راز د فتنو او بې لارۍ په دې عصر کې یو کمکی ماشوم له اخلاقي او معنوي پلوه هم په خطر کې وي. د دې یو لامل دا وي چې د ښارونو مدرسې لویې او د ډېر ظرفیت لرونکې وي، او په داسې مدرسو کې له بېلا بېلو ځایونو په ډول ډول اخلاقو او ادابو سنبال زده کوونکي ژوند کوي. ماشوم د هغوی له منفي او ناوړه اثراتو او اغېزو هېڅکله ځان نه شي ساتلی او هرومرو له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي.
دوه، په مدرسه کې یو ماشوم له یوه خاص علم او فن یعنې د دین له زده کړې سره مخ کېږي. د دې برعکس، په ښوونځي کې یو زده کوونکی ګڼ علوم لکه ریاضي، ساینس، ټولنیز علوم، ملي او نړیوالې ژبې او ورسره دین؛ دا ټول زده کوي. د ښوونځي له لوستلو وروسته یو ماشوم ته ګڼ شمېر ډګرونه مخې ته ایښودل کېږي او دا فرصت ورکول کېږي چې د خپلې خوښې ډګر پکې غوره کړي او په هماغه برخه کې د تخصص تر درجې وړاندې لاړ شي. د بېلګې په ډول، له ښوونځي وروسته یو زده کوونکی کولی شي، یو تکړه ډاکټر، انجینر، ژبپوه، ریاضي پوه، ساینس پوه، قاضي او یا وکیل شي او یا هم د شرعیاتو په لوستلو د دین یو تکړه عالم شي. خو په مدرسه کې حالت په دې ډول نه وي، هلته ماشوم ته له لومړنۍ ورځې لا دا ټاکلې وي چې له دې وروسته به دی یو دیني عالم وي.
په عالم کېدو کې ستونزه نشته خو ستونزه بله ده؛ په حقیقت کې دا د ماشوم هغه مهال وي چې په دې هم نه پوهېږي چې زما څه خوښېږي او څه نه، خدای د څه شي وړتیا راکړې او زه یو ښه دیني عالم کېدای هم شم او که نه؛ کېدی شي الله تعالی دا ماشوم د یوه تکړه ډاکټر، انجینر، ساینسپوه، نجار، هنرمند، او یا د یو بل څه لپاره خلق کړی وي، او موږ د مور او پلار له مینې او عاطفې لرې د کنز و قدوري مسایلو ته کېنولی وي. د یوه ماشوم مدرسې ته لېږل کټ مټ هماغسې دي، لکه یو ماشوم چې د ښوونځي په ځای په لومړۍ ورځ د ډاکټري یا انجینري کورس ته ولېږل شي او ترې وغوښتل شي چې یو تکړه ډاکټر یا انجینر دې شي. نو لکه څنګه چې دا کار نه کېږي او ناشونی دی، په هماغه ډول د یوه ماشوم مدرسې ته لېږل هم له علم او عقل لرې او پر ماشوم یو ناوړه ظلم او تېری دی.
له دې پورتني نه بحث نه یوه پوښتنه را ولاړېدلی شي چې آیا په ښوونځي کې هېڅ د نیوکې وړ خبره نشته؟ نو داسې نه ده، پورتنی بحث د ښوونځي په تحسین او د مدرسې په تحقیر نه دی شوی، بلکې د ښوونځي او مدرسې ټولیز نظام او چوکاټ پرتله شوي. ښوونځی له انساني عقل او د اوسنۍ نړۍ له غوښتنو سره برابر، حال دا چې د مدرسې بنسټ په یوه غیر علمي او غیر معیاري اساس – د خپل عصر غوښتنو و تقاضاوو ته له کتو پرته – ایښودل شوی. که نه په اوسنیو ښوونځیو کې هم ډېری داسې اړخونه شته چې د کتاب په راتلونکو مخونو کې پرې پراخه علمي و عقلي تنقید شوی.
د ماشومتوب پړاو د یوه انسان د ژوند تر ټولو اساسي او شخصیت جوړوونکی پړاو دی. له همدې امله په دې وخت کې چې د یوه ماشوم په اړه هره پرېکړه نیول کېږي، باید په ډېر غور او فکر او په ساینسي او اکاډمیکو بنیادونو کېښودل شي. دا د ماشوم یو حق دی چې د هغه لپاره ژوند جوړوونکې پرېکړې ونیول شي، نه ژوند ورانوونکې.
دلته د یوې خبرې یادونه اړینه بولم، په دې مقاله او/یا کتاب کې په ماشوم پورې تړلي ډېری مسایل د کتاب د نوعیت او حجم له امله نه دي را اخیستل شوي او یوازې په اساسي مسایلو اکتفا شوې.
۲- د ځوانۍ پړاو: دا پړاو له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۳۰ کلنۍ پورې دوام کوي او له هغه وروسته د پاخه عمر پړاو پیلېږي. ځوانۍ په اصل کې د ماشومتوب د وخت د ادابو، اخلاقو، پوهې، فکر او لیدلوري مېوه وي. څه ډول ځوانان چې غواړو، باید خپل ماشومان هماغسې وروزو. د ځوانۍ پړاو ته ټول ځوانان په ورته ډول نه را رسېږي، بلکې په ماشومتوب کې چې په کوم فکر، اخلاقو، ټولنیزو ادابو او ډول روزل شوي وي، په هماغه ډول ځوانان هم یو له بل نه فرق لري. ځینې ځوانان په علمي کورنیو کې لوی شوي وي، د ژوند په اړه یو عمومي پوهاوی او لیدلوری یې جوړ وي، لومړنۍ زده کړې يې کړې وي او په دې پړاو کې د نورو زده کړو هیله ورسره وي. ځینې ځوانان بې تعلیمه کورنیو کې روزل شوي وي، د علمي نړۍ له څنګه هم نه وي تېر شوي، یوازینۍ موخه يې د کار او روزګار موندل او د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کول وي. ښکاره ده چې د ځوانانو د دې حالت یوازینی لامل کورنۍ نه وي، بلکې د دې تر څنګ نورو ګڼو دلایلو لکه ټولنه، ملایان، مشران، خپلوان او د ټولنې ټولیز او کلي چاپېریال هم خپل رول لوبولی وي.
ځوانان د یوې ټولنې ستنې دي او د یوې ټولنې لوړتیا او ځوړتیا په مستقیم ډول د ځوانانو پر ضعف او قوت تکیه وي. د موضوع د ښې روښانتیا لپاره به ځوانان په دوو ډلو ووېشو:
الف) یو ډله ځوانان هغه دي چې علم يې کړی او د لوړو زده کړو لپاره خپل چمتوالی نیسي. په دې برخه کې پکار ده چې کورنۍ یوه ځوان ته بشپړ واک ورکړي چې د علم هر ډګر چې هغه يې غواړي او وړتیا يې لري، هماغه وټاکي او د تخصص تر کچې ځان پکې ورسوي. په دې وخت کې د یوه ځوان پرېکړه د ټول هېواد په برخلیک او سرنوشت اغېز کولی شي. په دې برخه کې هغه ته مشوره ورکول او څو ټاکنې ورته مخې ته ایښودل، بې له شکه یو ستایلی کار دی؛ خو د فشار، ټینګار او تاکید په نوم هېڅ شی باید وجود ونه لري. په دې ځای کې کورنۍ ته پکار ده چې خپلې ځاني هیلې له ځان سره وساتي او ځوان خپلې مخې ته پرېږدي.
ب) دوهمه ډله ځوانان هغه دي چې هغوی زده کړې نه وي کړې او د زده کړو لېوالتیا نه لري. ښکاره ده که يې زده کړې نه وي کړې کوم کسب یا کار به يې زده کړی وي. په دې ځای کې د کورنۍ او ټولنې دواړو مسؤلیت دی چې هغه ته د کار زمینه برابره کړي، خپل کار ته يې وهڅوي او له نورو سره د پرتله کولو ظلم ته لاس نه کړي. ځکه دا نړۍ په دوو شیانو ولاړه ده: علم او فن. که هغوی علم نه لري نو د فن له یوې لویې پانګې څخه برخمن دي. او که د دوهمې ډلې ځوان له زده کړو سره کوم فن یا کار هم نه وي زده کړی، نو له داسې ځوان څخه د یوه مزدور، کاریګر او یا نورو درنو کارونو د اخیستلو په ځای پکار ده چې کورنۍ د دوی ملاتړ وکړي او د یو ښه فن او هنر زده کړې ته يې وهڅوي. هر انسان هرومرو له یو شي سره مینه لري، کله نا کله انسان هغه شی پخپله وپېژني، او کله يې بیا کورنۍ یا ټولنه ور وښيي. دا ډول ځوانان هم هرومرو له یو شي سره مینه لري؛ نو پکار ده چې کورنۍ او ټولنه يې روا غوښتنې او هیلې ته غوږ کېږدي او هغه ته د رسېدو لپاره مرسته او کومک ورسره وکړي. د داسې ځوانانو بې سرنوشته پرېښودل له ټولنې او انسانیت دواړو سره بې انصافي ده. ځوانان د یوې ټولنې ((نوې کېدونکې)) پانګه ده، پکار ده چې د ټولنې د فلاح، نېکمرغۍ، پرمختګ او ودې لپاره کار ترې واخیستل شي.
یوه بله ستونزه چې دلته یې یادونه اړینه ده هغه له ځوانانو سره ناسم چلند ده. ځوانان ځانګړی طبیعت او خویونه لري. د نن ورځې له ځوان څخه د ۲۰۰ کاله پخواني یوه ځوان تمه کول یو بې ځایه او غیرعاقلانه کار دی. د نننۍ نړۍ چاپېریال او غوښتنو تغیر کړی او چاپېریال د یوه انسان په ژوند ژور اغېز لري. د ننني ځوان غوښتنو او هیلو هم بدلون موندلی. نو پکار ده چې د یوه ځوان په حالت ځان پوه کړای شي او له هغه سره د اوسني عصر او دور له حالاتو سره سم چلند وشي.
۳- له ځوانۍ وروسته پړاو: دا پړاو له واده څخه پیل او تر مړینې پورې غځېږي. دا پړاو د ځوانۍ د پای، د پاخه عمر، او د زړښت دوران په ځان کې رانغاړي. په دې پړاو کې معمولا یو سړی د یوې کورنۍ، ښځې او اولادونو څښتن کېږي. اوس دې ځوان ته یوې ټولنې ته د کار او خدمت کولو په ځای یو بل لوی مسؤلیت د کورنۍ ور له غاړې وي. د خپلې کورنۍ مادي او معنوي اړتیاوې پوره کول، د بچیانو د پالنې او روزنې لګښتونه پوره کول، په ټولنیزو دودونو کې برخه اخیستل، او داسې نور هغه کارونه وي چې د دې پړاو یو سړی يې په اوږه لري. د دې پړاو د بریاليتوب او نېکمرغي لپاره اړینه ده د پیل یا بنسټ ډبره يې په ډېر غور او فکر کېښودل شي. د دې پړاو پیل په واده کېږي، د هر کار پای د هغه کار د پیل په څېر وي. نو ځکه پکار ده چې د خپل ژوند د ملګري په غوره کولو او دې نوي پړاو ته د ګام اوچتولو لپاره پوره فکر وشي. په دې برخه کې له سمې ټاکنې او نوي پړاو ته له ور ننوتو وروسته به ښه وي چې د خپل راتلونکي ګډ ژوند لپاره اصول او تګلارې وټاکل شي. په دې برخه کې د ګډ ژوند اړوند کتابونو لوستل پراخه مرسته کولی شي.
په دې پړاو کې یوه بله خبره هم سر را پورته کوي. زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه د زیاتو اولادونو نړۍ ته راوړل ده، په دې برخه کې پکار ده چې دوه ګامه پورته شي: یو، د مور او پلار له خوا نه د خپل ټولنیز او اقتصادي حالت له جاج اخیستلو وروسته د اولادونو د شمېر په اړه یوه پخه او ډاډمنه پرېکړه وشي. په دوهم قدم کې پکار ده چې له ټولنیز او سیاسي اړخه هم په دې مسئله غور وشي. په دې برخه کې حکومت کولی شي چې داسې ادارې رامنځته کړي چې د ودونو او اولادونو اړوند ټولې چارې تر خپل کنترول لاندې راولي. د دولت په کچه د ودونو د لګښت، د اولادونو د شمېر او داسې نورو ستونزو په اړه قوانین او مقررات جوړ شي. زیات لګښت کول او د زیاتو اولادونو راوړل باید له قانوني اړخه یو جرم وګڼل شي او یوه سمه معتدله سزا ورته وټاکل شي. د بچیانو د شمېر حق باید له مور او پلار څخه واخیستل شي او دا حق په ټوله کې حکومت ته ورکول شي. د دې ادارې یوه بله ګټوره کړنه دا هم کېدلی شي چې کومه نجلۍ او هلک واده کوي، هغو ته له واده مخکې د لنډ مهاله کورسونو په ډول هر اړخیزې لارښوونې وشي. کورنی ژوند، د ژوند تېرولو اداب، په ټولنه کې د یوې کورنۍ ونډه او مسؤلیت او د یوې ښې کورنۍ اصول او نښې ور وپېژني. دا او دې ورته ټول هغه مسایل دي چې زموږ په ټولنه کې ډېری وګړي ترې ناخبره وي. یاده اداره په دې برخه کې پراخه مرسته کولی شي. د دې ادارې شتون له دې امله هم اړین دی تر څو دا مسایل د اختیار له دایرې راووځي او تر یو څه بریده د جبر دایرې ته داخل شي. ځکه د یوې ټولنې نېکمرغي د هغې ټولنې د کورنیو په نېکمرغي او سوکالي پورې تړلې ده. اخر دا ټولنه هم د همدې کورنیو یوه ټولګه او په ټوله کې یوه لویه کورنۍ وي.
د دې پړاو وروستی دور د زړښت مهال وي. زموږ په ټولنه کې سپین ږیري او د ډېر عمر خلک خاص ځای او درناوی لري. له عمر خوړلو کسانو سره ښه چلند کول زموږ د ټولنې یو ستر ارزښت ګڼل کېږي. په ډېری چارو او مسایلو کې د سپین ږیرو رول خورا ژور وي او هرې خبرې ته یې د لوی شمېر کلونو له تجربې څخه د را ټوکېدلي فکر په سترګه کتل کېږي. په ټولنیزو او دودیزو چارو کې د دوی تجربه بې له شکه چې پراخه او ژوره وي. خو د دې ټولنې اکثریت (ټول ته ور نږدې) سپين ږیري د اوسني عصر له غوښتنو، پرمختګونو، اړتیاوو او مسایلو څخه بې خبره دي. دوی هر څه ته له ۶۰ یا ۷۰ کلنو پخوانیو عینکو ګوري، چې له امله يې ډېری وخت د دوی پرېکړې او اغېز د اوسنۍ ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره منفي او له خنډونو څخه ډک وي. بله لویه ستونزه د دوی ناپوهي او بې علمي ده. ډېری عمر خوړلي وګړي هغه دي چې له هر ډول عصري او دودیزو زده کړو څخه لرې پاتې شوي وي او ذهن يې له نن څخه څو کاله شاته پاتې وي. د دې یوه منفي پایله د اوسني عصر په اړه د دوی ناسم او غیرمنطقي لیدلوری او چلند وي. دوی د ساینس پرمختګونو، په مذهبي فکر کې یوه نوي تحقیق، د علمي نړۍ لاسته راوړنو او د اوسني عصر بدلون او پرمختګ ته په منفي او کرکجنه سترګه ګوري. د علم، ساینس، پرمختګ، نوښت، بدلون، او د اوسني عصر په موډ برابرو ځوانانو په اړه د دوی لیدلوری د ملایانو په پرتله څو چنده ډېر منفي او ناوړه وي. له علم او حقیقت څخه لرې پاتې دا سپین ږیري د ټولنې د پرمختګ او بدلون لپاره ستر ګواښ جوړوي. د دې ټولنې د بدبختیو او وروسته والي لاملونه ګڼ کېدلی شي خو که وغواړو چې اصلي ریښه يې را پیدا کړو نو هغه د دې ټولنې دوه طبقې دي: الف) له دین ناخبره ملایان او ب) له عامه پوهاوي بې برخې سپين ږیري.
د دې ستونزې د جرړو ویستلو لپاره دوه ګامه اخیستل کېدی شي: یو، د ټولنې هر تن باید په دې ځان پوه کړي چې زموږ سپين ږیري د دې عصر له غوښتنو او واقعیت څخه ناخبره دي. د دې عصر په اړه د دوی هره خبره یوه بې بنسټه او له عقل لرې فکر ده. د دوی درناوی او ارزښت به په ټولنه کې پخپل ځای پاتې وي، خو د دوی افکار او لیدلوري د لارې مشال نه، بلکې د تیارو او ناپوهۍ کندو ته د ور غورځېدو لاملونه دي. د دې کسانو خبره به د علم او عقل په تله کې تلل کېږي، او له هغه وروسته به پرې عمل او د هغه له مخې پرېکړې کېږي. دوه، په دې برخه کې دوهم مسؤلیت دولت ته ور له غاړې دی. زموږ د سپین ږیرو تر ټولو لویه ستونزه ناپوهي ده. او د دې ستونزې یوازینۍ حل لاره دا ده چې ناپوهي يې له منځه یو وړل شي او پر ځای یې د علم او پوهې شمع روښانه شي. د دې لپاره دولت کولی شي چې د سپین ږیرو لپاره ځانګړي کورسونه جوړ کړي او هلته د ابتدايي زده کړو تر څنګ د اوسني عصر او ژوند په اړه عامه پوهاوی ورکړي. او په دې یې پوه کړي چې ستاسې څرخونه نور د اوسني عصر لپاره وراسته شوي دي، او دا عصر د څرخونو په ځای وزرې غواړي. دا عصر د ځمکې په ځای په هوا کې د الوتلو عصر دی.
زموږ د زړو خلکو یوه بله لویه ستونزه په هر کار کې کار لرل ده. د ځانګړو کورسونو له لارې کولی شو دوی ته خپل هغه متل بېرته ور په یاد کړو چې: ((چېرته نه کار، هلته څه کار.)) او یا يې د خوشحال خان خټک په دې شعر پوه کړو چې:
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه