Homeخبرونهيو ځوان وژل‌ شوی او يوی نجلۍ ځان وژنه کړې ده

يو ځوان وژل‌ شوی او يوی نجلۍ ځان وژنه کړې ده

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) په غزني ولايت کې پرون يو ځوان وژل شوی، چې خپلوان يې د وژلو پړه د طالبانو پر امنيتي ځواکونو اچوي.

دغه ځوان شفيع مدثر زاده نوميده او د کرنې له پوهنځي فارغ و.

د نوموړي يوه خپلوان ډ نوم نه خپريدو په شرط رسنيو ته ويلي، چې مدثر زاده پرون د جمعې په ورځ د تفريح لپاره تللی و، چې طالبانو وژلی دی.

هغه زياته کړې، چې وژل شوي ځوان په غزني کې دوکان درلود، خو نور يې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته: په فاریاب ولایت کې يوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان وژلی.

دا پېښه پرون د ګرزیوان ولسوالۍ په ده میران سیمه کې رامنځته شوې ده.

ويل شوي، چې دغه نجلۍ د میرني مور له فشارونو سره مخامخ وه او له همدې کبله یې ځان وژلی.

ځایي چارواکو په دې اړه هم رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...