جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، طالب دیپلومات ته د باورلیک سپارل د هغو د رژیم...

روسیه وايي، طالب دیپلومات ته د باورلیک سپارل د هغو د رژیم د رسمیت پېژندلو معنا نه لري

تاند(شنبه، د حمل ۲۰) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، سره له دې چې دغه وزارت په مسکو کې د طالبانو یوه دیپلومات ته باورلیک ورکړی خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا د طالبانو دیپلومات ته د باورلیک سپارلو په اړه وویل چې دا کار د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو تماسونو د بیا پیلېدو لپاره شوی دی.

دې یادونه وکړه چې تراوسه پورې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرو ته لا ډېر وخت پاتې دی او د باورلیک ورکولو معنا دا نه ده چې د طالبانو رژیم دې په رسمیت وپېژندل شي.

سره له دې چې تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ازبکستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او روسیې د طالبانو له لوري د افغانستان سفارتونو ته ورلېږلي دیپلوماتان منلي دي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په وروستیو کې ویلي و چې د روسیې حکومت په مسکو کې د طالب دیپلوماتانو منلو ته تیار دی خو د هغوی حکومت لا په رسمیت نه پېژني.

د چارو ځینې کتونکي وايي، ښايي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري هیڅکله په رسمیت ونه پېژندل شي ځکه هر کله چې داسې شرایط برابر شي چې هیوادونه د هغوی د حکومت رسمیت پېژندلو ته نژدې شي د طالبانو په منځ کې به مرموز لاسونه داسې اقدام وکړي چې هیوادونه د دوی له رسمیت پېژندلو څخه په شا شی.

دوی د خپلې دې ادعا لپاره د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو مخنیوي ته اشاره کوي او وايي دا پرېکړه داسې مهال وشوه چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو احتمال زیات شوی و.

په رسمیت ناپېژندل شوی دولت د یوه هیواد په توګه د افغانستان موجودیت کمزوری کوي، فقر او نیستي ډېروي ځکه چې په داسې هیواد کې څوک پانګونه نه کوي، او بالاخره دې ته لار هواروي چې په افغانستان کې د قبایلي ایجنسیو په شان شرایط برابر او په تدریج د ګاونډیانو اغېز پکې نور هم ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب