دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ويډيو ګانو په خپرولو ۲ نورو ډلو د ط خلاف جګړه...

د ويډيو ګانو په خپرولو ۲ نورو ډلو د ط خلاف جګړه اعلان کړه

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) په ټولنیزو رسنیو کې د دوو جلا- جلا ويډيويي پيغامونو له خپرولو سره دوو ډلو د طالبانو پر ضد د خپلې جګړې اعلان وکړ.

په يوه ويډيويي پيغام کې د‌ څو مخ پټو وسله والو په منځ کې ولاړ سړی وايي چې دوی د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند لاروي دي.

نوموړی کس د خپلې ادعا کړې اړوندې ډلې نوم هم د خلق ديموکراتيک ګوند جبهه يادوي او زياتوي، چې د طالبانو لخوا د خلکو او په خاص ډول د ښځو د حقونو نقض، د ملي بیرغ را ښکته کولو او نورو کړنو وسله والې مبارزې ته اړ ويستي دي.

سرچینه د خپلې ډلې د فعالیت سيمه کابل ښيي، خو نور جزییات یې په اړه نه ورکوي.

بل لور ته په يوه بله رسنيزه شوې ویډیو کې يو شمېر کسان، چې ځان د نورستان د مقاومت جبهه بولي، د طالبانو خلاف د جګړې خبر ورکوي.

د دغې ډلې يوی مطبوعاتي سرچينې تاند ته وويل، چې دا ډله د پنجشېر مقاومت ډلې سره تړلې او له هغې ډلې څخه تمويلېږي.

ويل شوي، چې د نورستان د مقاومت جبهه کې د جمهوري نظام د ملي امنيت او ځانګړو ځواکونو نورستاني سرتېري مدغم شوي.

نورو سرچينو دا خبره نه ده تایید کړې.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې د دوی خلاف د جنګیدونکو مدعي ډلو موجوديت بې بنسټه ګڼلی او ويلي وو، چې په دې اړه يوازې تبليغات کيږي.

د طالبانو د‌ دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد خبرداری ورکړی، چې د خپل حکومت خلاف د هر ډول وسله والو او غير وسله والو اقداماتو عاملان به وځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځينې رسنۍ د بغلان په اندراب کې د طالبانو خلاف له څو ورځو راهيسې د طالب ضدو ډلو د وسله والو برياوو خبر ورکوي او د قاسان سيمه د هغوی لاس ته ورغلې بولي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح هم نن ويلي، چې د مقاومت ځواکونو په اندراب کې طالبانو ته ماتې ورکړې او درانه تلفات یې ور اړولي، خو په دې اړه کوم مستند سند نه دی وړاندې شوی.

2 COMMENTS

  1. دا ټول د سپيو په شانې غپېږي. کوم یوه جبهه د طالبان په اندازه پیاوړې ده چې د جګړې اعلان کوي. دا خبرې ټولې درواغ دي. اول همدا ملي بیرغ خلقیانو په -ین ونه واهه چې اوس ملي بیرغ وایي. دا خبرې د دې لپاره دي چې ویل کېدل د وري په میاشت کې به جګړې پیل شي خو هېڅ هم و نه شول.

  2. دوی د اسکندر خبیث پاتې کړوسیان او د غربي اروپا ګوډاګي دي! ارووپا يې شا ته ولاړه ده، او په پاریس کې یوه لاره هم د دوی نامه لاندې ونووموله شوه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب