دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل په سلیم کاروان کې پر ط چاودنه شوې

د کابل په سلیم کاروان کې پر ط چاودنه شوې

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د کابل ښار  په سلیم کاروان سیمه کې نن د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوه رینجر چاودنه شوې ده.

 د طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يو شمېر عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته د طالبانو ځواکونو ډزې کړي.

د‌ دې پېښې د تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو ويل کيږي چې ملکيانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وروستيو کې له کابل څخه د څو چاودنو خبرونه ورکړل شوي، خو مسووليت یې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلیم کاروان سیمه د کابل ښار په شمال کې موقعيت لري او هلته د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې د پلویانو موجوديت ته په کتو سره ګومان کېږي، چې د پېښې مسووليت دا ډله پر غاړه واخلي.

1 COMMENT

  1. زه فکر کوم د نظار شورا غواړي په خپلو تبلیغاتو سره ټالبان وارخطا کړي او نړیوالو ته هم وښایی چې د دوی پرضد څو رنګارنګ ډلې سره متحدې شویدي .
    د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د دوکتور نجیب الله په وخت کې په 1368 کې خپل نوم د وطن پر ګوند تبدیل کړ که څه هم د پرچم ډلې د محمود بریالي په مشرۍ له دوکتور نجیب الله سره مخالفت درلود خو د ګوند دنوم په هکله کوم چا اعتراض نه وو کړی . بنا د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په نوم نور کوم حزب وجود نه لري او د وطن ګوند هم په مختلفو ډلو ټپلو تقسیم شویدی او هره برخه یې ځان ته خپل نوم او مشران لري . له بلې خوا نوموړی ګوند تروریستي اهداف نه تعقیبول . ټالبان باید د خپل دښمنانو په پیژندلو کې هوښیار و اوسي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب