Homeسپورتد کرکټ نړيواله شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د کرکټ نړيواله شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د کرکټ نړیواله شورا سبا د افغانستان د کرکټ په تړاو یوه غونډه لري.

 د کرکټ او د کرک انفو پاڼو راپور ورکړی چې تمه ده په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ د وضعیت د څارلو په اړه ټاکل شوې کاري ډله خپل راپور وړاندې کړي.

په راپورونو کې سره له دې چې په کرکټ بورډ کې د نظم د راتلو یادونه شوې خو د نجونو د کرکټ ناڅرګند برخلیک د اندېښنې وړ خبره یاده شوې ده چې ښايي په پرېکړو باندې اغېز ولري.

د کرکټ نړیوالې شورا د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یوه ډله پخواني کرکټران او نړیوال مبصرین وګمارل چې د افغانستان کرکټ له نږدې وڅاري او دوی ته راپور وړاندې کړي څو یې په رڼا کې پرېکړې وشي.

د طالبانو د بيا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې په کرکټ بورډ کې د سياسي مداخلو خبر ورکړل شو، خو وروسته په دې اړه شته انديښنې را کمې شوې.

اوس له دې کبله، چې طالبانو د ښځينه کرکټ لوبغاړو فعاليت منع کړی، د کرکټ افغان څارونکي د کرکټ نړيوالې شورا پريکړو ته انديښمن ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...