Homeخبرونهکندوز کې د بریښنا پايه الوزول شوې ده

کندوز کې د بریښنا پايه الوزول شوې ده

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د کندوز په کله ګاو سیمه کې له تاجیکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا يوه پايه الوزول شوې ده.

په کندوز کې د طالبانو د استخباراتو د رياست وياند قاري انس ويلي، چې دا کار نا څرګندو کسانو کړی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د بریښنا یوه پایه په نسبي ډول ویجاړه شوې، خو چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

نوموړي د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره د هڅو خبر هم ورکړی.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، هم د هېواد په مختلفو سيمو کې د وارداتي برېښنا د پایو د الوزولو څو پېښې رامنځته شوي، چې مسووليت يې چا پر غاړه نه دی اخیستی او عاملين یې نه دي نیول شوي.

د دې پېښې او پر بریښنا رسولو د اغېزو په اړه یې د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...