یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې یو ستر روغتیايي مرکز جوړوي

امریکا په افغانستان کې یو ستر روغتیايي مرکز جوړوي

تاند(شنبه، د حمل ۲۰مه) سره له دې چې امریکا د ط البانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره د پخوا په شان مرستې نه کوي، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې په افغانستان کې یو ستر روغتون جوړوي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې اوس د قطر له دوحې فعالیت کوي، پرون (جمعه) وویل چې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره USAID په افغانستان کې د کرونا او نري رنځ ناورغیو د درملنې لپاره پر یوې سترې روغتیايي پروژې کار کوي.

  دا روغتیايي پروژه په افغانستان کې د USAID له خوا د طبي علومو د موسسې په همکارۍ فعالیت کوي. دا پروژه د نري رنځ یا توبرکلوز د تشخیص، وقايې او درملنې او د کووید۱۹ ناروغۍ پرضد د واکسین د چمتو کولو په برخو کې کار کوي.  

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو له کبله زرګونه روغتیايي کلینیکونه بند شوي او میلیونونه افغانان له رو غتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.  

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا ستر روغتیايي مرکز د افغانستان په کومه برخه کې په څومره مالي لګښت جوړېږي.

1 COMMENT

  1. ما فکر کاوو چې دا ستر روغتیایی مرکز به د زړه ، سرطان او نورو مهلکو ناروغیو د تداوي لپاره جوړیږي . د توبرکلوز یو روغتون کابل کې شته او کورونا وبا هم اوس د پخوا په شان دومره وژونکې نه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب