یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنن یو ځل بیا په انلاين بڼه پاسپورټ ته د نوم ليکنې...

نن یو ځل بیا په انلاين بڼه پاسپورټ ته د نوم ليکنې اعلان شوی

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست ژمنه کړې، چې نن به په انلاين بڼه د پاسپورټ لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل کړي.

د پاسپورټ ریاست د اعلان په اساس، د پاسپورټ ریاست فعاليت به سمدستي په کابل کې پیل شي او په ولایتونو کې به خلک ورڅخه نه برخمن کېږي.

ويل شوي، چې د ټولو ولايتونو خلک په پیلیدونکې انلاين نوم لیکنه کې ګډون کولای شي.

له دې سره، د پاسپورټ ریاست وېب پاڼه به د ورځې تر دوه زره پورې انلاين غوښتنليکونه ومني.

طالبانو تېره اونۍ هم په کابل کې پاسپورټ اخيستلو ته د انلاين نوم لیکنې د پیل اعلان کړی و، خو دا ژمنه عملي نه شوه.

د طالبانو له واکمنیدو سره په میلیونونه افغانان د اقتصادي فقر او د طالبانو د ځپونکو قیوداتو له کبله د هېواد پريښودو په تکل کې دي.

له دې سره، د پاسپورټ اخيستلو چارې ستونزمنې شوي او د پراخ فساد ادعاوې پکې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب