علي میاشتې، میاشتې د کار په لټه کې و، خو هېڅ درک یې نه ؤ. له هېڅ کاره یې انکار نه کاوه، کار پیدا کول د مرغۍ پۍ وو.
ژمی و. شپه اوږده او ساړه وه. ځان یې په وړین پټو کې لکه وری ونغښت. د جومات پر دېوال ناستو همزولو ته ورغی. هغوی د بېکارۍ او وطن د بدحالۍ خبرې کولې.
یو یې وویل:
— «اجمل هم لاړ، ایران ته رسېدلی دی.»
بل یې زیاته کړه:
— «وايي، طاهر دغي دی، په ترکیه کې ګیر شوی. اوس خو له ډزو پرته څوک نه پرېږدي.»
دریم ورغبرګه کړه:
— «یاره، سخته ده. د بوجۍ درک نشته!»
یوه ملګري یې جیب ته لاس کړ، ډک سګرټ یې راویست، پر ورغوي یې څو ټکه وواهه، سګرټ یې ولګاوه، څو کشه یې وکړل، وټوخېد، بیا یې علي ته وروړاندې کړ.
علي انکار وکړ، خو ملګری یې شله شو:
— «یو کش، یاره، یو کش!»
علي یو اوږد کش وکړ… نور نو پر ځان پوه نه شو، چې څومره یې وکشاوه.
تر ناوخته ناست وو. هر یو د ژوند له سختیو شکایت درلود. له چارواکو یې زړه تور و:
— «د خپلو خېټو او …. پرته یې بل کار نشته! پدې زاړه منګ ځانته پېغلې نجونې وادوي، او ځوانان مو بیا د فقر له لاسه د مرګ پر لارو درومي.»
علي ته خوب ورغی. سترګې یې درنې شوې، بدن یې سست شو. داسې وږی شو، لکه د څو ورځو بندي.
شپه تر نیمایي تېره وه. له ملګرو سره یې خدای په امني وکړه ، کور ته ځنګېدلې روان شو . غلی کور ته ننوت، په ښکالو پخلنځي ته لاړ. نغري ته نږدې شو، لاس یې دیګ ته ورورسېد — لا ګرم و. ګوتې یې پر غوړه توښه ولګېدې.
له ځان سره یې وخندل:
— «شکر، مور مې غوښه راته پرېښې !»
لکه له جګړې راستون شوی سرتېری، په بېړه یې ځان موړ کړ او خوړې وړې یې کټ ته ځان ورساوه، آرام ویده شو، لکه چا چې یې ستړيو غړیو ته مساژ ورکړې وي.
د سبایي اذان لا نه و شوی، چې د مور قهرجنه چیغه یې واورېده:
— «هو، دا یوه هم ښځه نه ده! زړې شوې، خو د شي ساتنه یې زده نکړه ! زه به تر څو ژوندۍ وم؟ آخر تاسې به هم لویېږئ که نه؟ په څلورو ننږیاندو کې میراته یم!»
علي له خوبه راویښ شو، مور ته نږدې ورغی:
— «ادې، خیر دی؟ څه پېښ شوي دي؟»
مور یې، په غوسه، دیګ ته اشاره وکړه:
— «ته دا وګوره! د شپې سپی راغلی، ټوله یې خوړلې!»
علي رډ رډ دیګ ته وکتل. یوازې پکې د کنجاړې څو ټوټې پاتې وې. سترګې یې راټولې کړې، پر خېټه یې لاس تیر کړ، ټیټ سر خپلې خونې ته روان شو…
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٤د دسامبر ١٢ مه